تاند- د ترکیې د استانبول او د جاپان د توکیو ترمنځ تجاپاني پلازمېنه د دوه زره شلم کال د المپیک لوبو د کوربه توب ویاړ وګاټه.

1د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس آیریس کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک غوراوي په غونډه کې توکیو تر استانبول زیاتې رایې وګټلې.

د المپیک نړیوالې کمېټې پرون اعلان وکړ چې توکیو شپېته رایې وګټلې خو استانبول ته یوازې شپږدېرش رایې ورکړل شوې.

2توکیو په داسې حال کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک د دوبي د لولو لپاره د کوربه ښار په توګه غوره شوی چې د جاپان د فوکوشیما په اټومي بټۍ کې د راډیواکټیف وړانګو د لیک کېدو په برخه کې اندېښنې شته. دا بټۍ د ۲۰۱۱ کال له څونامي او زلزلې وروسته سخته زیانمنه شوه.

د ترکیې صدراعطم او مبرمن یې
د ترکیې صدراعطم او مبرمن یې

دا به دوهم ځل وي چې د جاپان پلازمېنه د دې لوبو د کوربه ښار په توګه غوره کېږي. په توکیو کې له دې مخکې په ۱۹۶۴ کال کې هم دا لوبې ترسره شوې وې.

د انتطار شیبې
د انتطار شیبې

خو په ترکیه او کوم بل اسلامي هیواد کې تراوسه پوري د المپیک سیالۍ نه دي شوي او ترکانو له همدې کبله استانبول د المپیک لوبو مستحق باله.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان په خپله بوینس آیرس ته تللی و چې د المپیک د سیالیو د کوربه توب لپاره استبانبول وړاندیز کړي.

د جاپانیانو خوشالي
د جاپانیانو خوشالي

اردوغان ویلي و چې استانبول د زرګونو کلونو تاریخ لري او د دوو لویو وچو په منځ کې پروت دی ځکه د المپیک لوبو لپاره مناسب ځای دی.

د جاپان دوه نور ښارونه ساپورو  Sapporo او ناګانو  Nagano د المپیک د ژمنیو لوبو کوربه پاتې شوي دي.

7د ۲۰۱۶ کال د المپیک د لوبو کوربه به د برازیل ریو دې جنېرو ښار وي.

لندن د المپیک د وروستیو لوبو کوربه و.

One thought on “توکیو د ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبو کوربنه شوه”

ځواب ورکول نور الرحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *