تاند- دا (ili) ګاجت (Gadget) مو د بلې ژبې له زده کړې بېغمه کوي. منظور دا نه دی چې بله ژبه درزده کوي بلکې د بلې ژبې د زده کړې اړتیا مو کموي.
له (ili) ګاجت څخه په استفادې به پر خپله ژبه ږغېږئ او نور به پر خپلو خبرو پوهولی شئ.
چې کله خبرې کوئ دا ګاجت مو خبرې ژباړي. او مخاطب مو پوهوي چې تاسو ورته څه وایاست.
د دې ګاجت د لرلو دومره ژر حوس هم مه کوئ ځکه چې حاضردمه یوازې انګلیسي، جاپاني او چینايي ژبې ژباړي خو ژر به په ګڼو نورو ژوندیو ژبو هم د ترجمې وړتیا پیدا کړي.
ژوندۍ ژبې هغه دي چې ملتونه یا ویوونکي یې ژوندي وي.
تاسو د دې خبر لوستونکي تراوسه پوري د ګوګل له پښتو ترجمان سره څومره مرسته کړې ده؟
دوه ګوت نيونې لرم.
مونږ دوه قسمه خلک لرو
1 په بهرنۍ ژبه پويدونکي. 2 نه پوهيدونکي.
له نه پوهيدونکو خو خبر خلاصه ده. خو هغه چه پوهيږي يا مفت خواره دي او ددې په تمه دي چه بل څوک به ژباړه وکړي او دوي به ترې ګټه پورته کړي او حتی دومره تنبل دي چه يوازي د دري او پښتو ترجمه هم نشي کولای.
دوهم هغه خلک دي چه ښه فعال دي په بهرنۍ ژبه ښه مسلط دي امکانات او وخت لري خو خپل مشکل پي حل ده , نه د ژبې د پرمختګ احساس لري او نه د ولس په غم کې دي.