موږ د لوی افغانستان ولسي ګوند له لارې په ځلونو دا خبره کړې چې په هیواد کې مړ ژواندې دیموکراسي د جنګ سالارانو او ټوپک تر سیوري لاندې وروستۍ سلګۍ وهي، د ولس په اراده ملنډې وهل کیږي او ولس هره ورځ په یوه او بله بهانه په وینو لمبول کیږي، کله د ترهګر او طالب په نامه او کله هم د جاسوس، ګوډاګي او مرتد په نامه.

د ټوپک او ټوپکسالارانو تر سیوري لاندې د تش په نامه دیموکراسۍ تمثیل هغه وخت ولس او نړیوالو ته روښانه شو چې د ولسمشرۍ د ټاکنو څخه وروسته د پایلو د اعلان په ترځ کې د را منځ ته شوي رسوایۍ, د بهرنیانو په ځانګړي ډول د امریکايي او اروپايي دیپلوماتانو او سناتورانو بربنډه لاسوهنه او د ټاکنو د تش په نامه خپلواک کمیسون په تخنیکي او قانوني چارو کې د فرمایشونو په ورکولو سره داسې ښودله چې دلته دیموکراسي، حکومت، ټاکنې او هره بله کړنه د دوی له خوښې پرته ناشونې ده، دوی د هر څه واک او ځواک لري ځکه چې قیمت یې دوی ادا کوي نو صلاحیت یې هم باید له دوی سره وي، نړیوالې ټولنې په لوی لاس داسې حالات را منځ ته کړل چې په ترڅ‌ کې یې ټوپک او ټوپکسالارانو ته واک او ځواک ور په برخه شو او د ولس قاتلین د ولس د راتلونکي په ټاکنه کې تر ټولو د سترې ونډې خاوندان شول.

د افغانستان ستونزه سیاسي ده او حل لاره یې هم باید سیاسي و اوسي، د افغانستان ستونزه په ټوپک او جګړه نه هواريږي، او د ستونزې د هواري لپاره تر ټولو اړین او اغیزمن کار دا دی چې ټوپکسالاران او جنګسالاران د واک له ګدۍ څخه را و غورځول شي، د ولس محاکمې ته ولیږل شي او د خپلو کرغیړنو کړنو په سزا ورسیږي، نه دا چې په یوه او بله بهانه کله د سیاسي مشراکت تر نامه لاندې او کله د ملي مشارکت تر نامه لاندې په سیاسي واک کې را ګډ کړای شي او د ولس په سرنوشت د سوداګرۍ واک ورکړل شي.

په تیرو ځوارلسو کلونو کې نړیواله ټولنه او دولت د افغان ملي ځواکونو تجهیز او تشکیل، د پوهنې او روزنې برخه کې چټک پرمختګونه او د بیان ازادي خپلې سترې لاس ته رواړنې ګڼي، خو دا تر لمر هم روښانه ده چې افغان ملي ځواکونه سره له دې چې د هیواد د ساتنې او د ولس د چوپړ په لاره کې یې بې دریغه سرښندنې کړي د ټوپک سالارانو له اغیز څخه په پوره ډول خوندي نه دي، هر وخت د بېځایه مصلحتونو ښکار شوي او د سیاسي موخو د تر لاسه کولو لپاره یوه وسیله ګرځول شوي، د افغان ملي ځواکونو سرتیري د ولس او هیواد له دښمن سره په مخامخ جهاد کې شهیديږي خو د واک په ګدۍ ناست د قدرت لیوني د خپلو شخصي، قومي او ګروپي ګټو د تر لاسه کولو په جګړه کې دومره ښکیل دي چې د افغان ننګیالیو سرښندنې هره ورځ په اوبو لاهو کوي، د هغوې په وینه سوداګري کوي،‌ یوازې د خپلو جیبونو ډکول ورته تر هر څه لومړیتوب لري چې ښې بیلګې یې د شهید سردار محمد داود خان له روغتون څخه د میلیونونو ډالرو غلا ده، دا پیسې د افغان سرتیرو د ښې درملنې په پار د عصري طبي وسایلو د پیرلو په موخه افغان دولت په ځانګړي‌ ډول ملي دفاع وزارت ته په واک کې ورکړل شوې وې خو د وخت د لوی درستیز له لوري تالا ترغه شوې، د ملي دفاع وزارت د تیلو په قرارداد کې د ۱۰۰میلیونه ډالرو اختلاس او غلا په داسې حال کې چې په بدخشان کې د ملي اردو سرتیري له دې امله چې په وسایطو کې یې په کافي اندازه سون توکي نه درلودل د دښمن په لاس شهیدان او اسیر شول، دا ټولې پیښې دا خبره زباتوي چې نه یوازې په تیرو ۱۴ کلونو کې د ملي ځواکونو په سرښندنو ملنډې ووهل شوې او هیڅ‌ وګڼل شوې بلکه اوس هم د هیواد او ولس د سرنویشت په څېر د ملي ځواکونو سرنوشت هم د غلو، داړه مارانو او پرديپالو مشرانو په لاس کې دی.

د ملي ځواکونو تر څنګ د هیواد په شمال کې د قدرت د لیونیانو تر منځ د نامانوس ائتلاف را منځ ته کیدل د ملي حاکمیت جنازه په خپلو لاسونو ویستلو ته ورته ده.
د هیواد د اساسي قانون پر بنسټ هیڅ سیاسي ګوند اجازه نه لري چې وسلوال فعالیت وکړي او یا وسلوالې ډلې وساتي، د اسلامي جمیعت او اسلامي جنبش ګوندونو هر وخت ځان تر اساسي قانون لوړ ګڼلی او د هیواد په ملي حاکمیت یې ملنډې وهلي، دا د حکومت دنده ده چې د هیواد د ۳۵ کلنې غمیزې دوه غښتلي لوبغاړي د واک له ګدۍ را کښته او د عدالت منګولو ته وسپاري.

د ملي ځواکونو په څېر د ښوونې او روزنې ډګر هم له اختلاس، غلا او بې ځایه لګښتونو څخه خوندي نه دی، همدا څو ورځې وړاندې څرګنده شوه چې نیږدې تېره یوه نیمه لسیزه د ښوونې او روزنې وزارت اړوند داسې ښوونځیو شتون درلود چې یوازې د کاغذ پر مخ موجود وه، بهرنې وجود یې نه درلود، د همدغه ښوونځیو د زرګونه ښوونکو او نورو اداري کارکوونکو میاشتنۍ تنخوا ګانې د ځینو داړه مارانو جیبونو ته تلې، نه یې پخواني حکومت پوښتنه کولای شوه او نه په اوسني پنځوس، پنځوس حکومت کې دا وس وینم چې پوښتنه دې یې وکړای شي.

د دې تر څنګ د رسنیو حالت له هیچا پټ نه دی، ریښتینې ملي رسنۍ په قصدي توګه په هر ګام له ستونزو سره مخامخ کیږي خو هغه رسنۍ چې د پردیو کلتوري یرغل ته لار هواروي او د ملي کلتور، ملي ګټو او ملي یووالي پر ځای پردي کلتور، پردیو ګټو او ملي نفاق لپ��ره په زغرده او ښکاره کار کوي ورځ تر بلې لوړیږي او پرمختګ کوي.

مونږ په څرګند ډول ویلای شو چې د افغانستان د تیرو ۱۴ کلونو لاسته راوړنې ځکه په اوبو لاهو شوې چې د واک په ګدۍ د ملت قاتلین ناست وه، د ولس د وینو تږي شرمخان د ولس د سرنوشت په ټاکلنه کې ښکیل شول، هغه خلک چې د هیواد د ورانۍ په جرم باید محاکمه شوي او په سزا رسیدلي وای د هیواد سیاسي او پوځي واک ور وسپارل شو، دا اوس زمونږ مسؤلیت او ملي، وجداني رسالت دی چې هیواد د ټوپک او ټوپکسالارانو له حاکمیت‌ څخه وژغورو او د ریښتینې ولسواکۍ په واټ یې رهي کړو.

مونږ د لوی افغانستان ولسي ګوند تر سیوري لاندې دې ته ژمن یو چې هیواد او ولس به د ټوپک او جنګسالارانو له واک څخه ازادوو، په دې لار کې هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته تیار یو، ولس ته به شعور ورکوو او د خپلو حقه حقوقو د تر لاسه کولو په لار کې به اوږه په اوږه مبارزه ورسره کوو.

مونږ په ولسي مبارزه پوره باور لرو او هوډ مو کړی چې له همدې لارې ولس له درانه خوب څخه را ویښ کړو او د مبارزې په تاوده سنګر کې یې په داسې ډول ځای پر ځای کړو چې د ټوپک پر ځای د قلم او د جهل پر ځای د پوهې او د تیارو پر ځای د رڼا لور ته ګړندي ګامونه واخلي، خپل سیاسي سرنوشت په خپل لاس کې واخلي او د ولسي سیاسي ارادې په ځواک خبر شي.

ټول یو ځای د لوی، خپلواک،‌ هوسا او پر ځان بسیا لوی افغانستان پر لور.

One thought on “تېر ۱۴ کاله چا پر اوبو لاهو کړل؟ / اېمل څړوال”

ځواب ورکول کشمالی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *