تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند خبر ورکړی چې د زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب د اشرف غني او عبدالله ترمنځ مذاکرات پيل شوي دي.
ښاغلي فرهمند ویلي، مذاکرات پيل شوي او د ولسمشر د لوړې د مراسمو تر څنګ د دوی لخوا هم د والیانو مقررۍ بندې شوې دي.
نوموړي پر ټویټر لیکلي سوله د ثبات او همپالنې د ډلې لومړیتوب دی خو ټیم یې د ده په وینا د خلکو د رایو څخه دفاع ته ژمن دی.
بلخوا د اشرف غني ټاکنیزې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا رښتیا هم له عبدالله عبدالله سره مذاکرات کوي که نه؟
خو تر دې وړاندې د ولسمشر غني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي پر ټویټر لیکلي وو: ((د ولسمشر د تحلیف مراسم ترسره کېږي، د ملي یووالي حکومت بیا نه راځي او موازي حکومت هم نشته، خیر و خلاص))
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ په پرله پسې ټویټونو کې ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی وباله او مننه یې ترې وکړه چې د تحلیف مراسم یې د مارچ تر نهمې وځنډول، خو د ثبات او همپالنې ډلې وویل، دوی هم ورته مراسم او ګمارنې د ۱۵ ورځو لپاره ځکه ودرولې چې د سولې مذاکرات جدي دي او نه غواړي تر پنځلسو ورځو دې پروسه کې جنجال وکړي.
Mr Ghani must not and shall not share power with Abdullah X 2(double abdullah), many people do not like to see his face on TV screen.