لیکوال: فهیم بهیر-

تېره میاشت د پښتو ژبې شعر پېژندونکی او کره کتونکی استاد اسدالله غضنفر نوی اثر(جادوګر هنر) د مومند خپرندویه ټولنې له خوا چاپ او د ادب ډګر ته را ووت. په جادوګر هنر کې د شعر د پېژندنې او څېړنې په اړه ۸۶ بېلا بیلې مقالې په ۶۱۳ مخونه کې ځای پر ځای شوي دي.

د پښتو اوسنۍ شاعرۍ یوه زیاته برخه د عروضي یا دیواني ادب په چوکاټ یا کالبونو کې ویل شو ده او هغه قوانین چې د دې کالبونو د ښه والي او بدوالي په اړه په عربي کې ټاکل شوي زمونږ د پښتوژبې ګڼو څېړونکو د همغې قوانینو په پیروی د پښتو دیواني ادب ښه والی او بدوالي معلوموي او په دې برخه کې په پښتو کې په لسګونه اثار د شعر د پېژندنې او څېړنې په اړه لیکل شوي دي،خو د  پښتو د دیواني ادب د پېژندې په اړه همغه پخواني دودیزې خبرې او اصول په پام کې نیول شوي چې د پښتو ادبیاتو په پوهنځيو او نورو علمي اکاډمیو کې هم پرمخ وړل کېږي او تر دې دمه داسې څوک پیدا نه شو، چې نوې خبرې په کې پیدا او د ادب مینه والو ته یې وړاندې کړې او ورسته له هغې د نویو کتنو په اساس د شعر پېژندنې او بیلابیلو برخو په اړه د شننې نوې لار پیدا او ورځ تر بلې د څېړنو په پایله کې د شعر نورې ښکلاوې پیدا کړو او یوازې د شعر دپخوانیو اصولو ډیر پاپند ونه اوسو چې دا اصول نه د شعر په ښکلا او نه په پیغام کې مرسته کولای شي، د همدې موضوعاتو په تړاو په  جادوګر هنر  کې مهمې او په پښتو ادب کې لومړنۍ مقالې په دې  اثر کې راوړل شوي دي.

په جادوګر هنر کې د هر ډول شعر په جوهر او ماهیت او فني خواو باندې بحث شوی دی، خو د پښتو ادب په ادبي تاریخونو او د شعر پېژندنې په کتابونو کې د شعر هغه مهمو نقطو او برخو ته  چا پاملرنه نه ده کړې، کوم چې په جادوګر هنر کې پرې بحث شوی دی او نوموړی اثر د پښتو د شعر د پېژندنې او څېړنې په برخه  کې لومړنی اثر دی، چې د شعر په اړه نوې خبرې، او د پېژندنې په اړه یې نوي رازونه لري. په دې اثر کې هره مقاله په تیوریکي لحاظ په پښتو کې لومړنۍ مقاله ګڼل کېږي، د پخوانیو مقالو او لیکنو په پرتله نوې لارې، نوې خبرې او نوي تکتیکونه له ځان سره لري. د مثال له پاره  څو مقالو ته یوه لنډه اشاره کوم:

د پښتو د اوسني او پخواني شعر ترمنځ توپیرونه:  

مونږ په پښتو ادب کې د هرې دورې په اړه ګڼ شمېر ادبي تاریخونو، سبکي اثار او د کره کتني اثار لرو چې د هرې دورې په شعرونو باندې بحث کړی دی او د هغوی توپیرونه او مقایسه یې هم کړې ده، خو هغه خبرې په کې نه موندل کېږي کومې چې په پورته مقاله کې د پښتو د اوسني او پخواني شعر ترمنځ توپیرونه را په ګوته کوي او زمونږ په ژوند کې ډېر اهمیت لري. یاده مقاله زما ډېره خوښه شوه چې د هرې ادبي دورې په اړه لیکل شو اثارو څخه غوره وه او د دې مقالې مې یوه کاپي له ځان سره واخیسته تر څو یې د البیروني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو محصلینو له پاره هم کاپي کړم، ټوله لار مې د ادبیاتو پوهنځي د دري څانګې له امر استاد پوهنیار محمد یعقوب یسنا سره د دې مقالې په اړه بحث کړی او د دې مقالې لوستلو په هغه هم اغېز وکړ او وې ویل چې د دې یوه کاپي زما له پآره هم مهمه ده او وې ویل چې دا مقاله په پښتو ادب کې څه، بلکې د دې په مرسته مونږ  د دري ادب د اوسني او پخواني شعر تر منځ توپیره راپه ګوته کولای شو او په دې توپیرونو کې په مهمو برخو باندې بحث شوی دی.

که بل څېړونکي وايي هغه به زیاتره د تصوفي مسایلو ته لمن وهله خو استاد غضنفر جالبې موضوع ګانې په کې څېړلي دي  زیاتره هغه موضوع ګانې چې د انسانانو په ورځینو چارو کې اهمیت لري لکه د مرګ په اړه یې چې د رحمان بابا او غني خان مثالونه وړاندې کړي دي، چې رحمان بابا مرګ سخت انځور کړی او غني خان اسانه د دې مثال په راوړلو سره په اروايي لحاظ هم لوستونکي ځواکمنتیا پیدا کوي او انسان باید په دې نړۍ کې هم هره شیبه په خوښۍ سره تېره کړي او د خدای(ج) له کایناتو څخه هم خوند واخلي. داسې په لسګونه جالبو برخو ته اشاره په کې شوې او د مثالونو په راوړلو سره یې هره برخه ښودلې ده.

د رحمان بابا د شعر سبکي خصوصیات:

څو ورځې وړاندې ما د ډاکټر اکبر اکبر د شاعرۍ  په اړه تیزس لیکه، خو کله چې د هغه د شاعرۍ په سبک باندې مې څه لیکل لومړی مې په پښتو کې نژدې لس اثاره ولوستل چې د یو شاعر سبک څنګه پیدا کړو او کومې برخې په کې مهمي دي، خو په ټولو اثارو کې زیاتره بحث بل لوري ته غزیدلی دی  یا په عمومي خبرو رڼا اچول شوې ده او نورو برخو ته هیڅ پاملرنه، نه ده شوې . بیا مې په جادوګر هنر کې د رحمان بابا د شعر سبک په اړه د استاد مقاله ولوسته، دې مقالې د نورو سبکي مقالو سره هم لوی توپیر درلوده چې په نورو مقالو کې زیات بحث د شعر په  موضوعي اړخ شوی، خو په دې مقاله کې په نورو برخوې رڼا اچول شوې او د سبک په اړه تر ټولو غوره او لومړنۍ مقاله په پښتو ادب کې همدا مقاله ده ،چې د دې په مرسته څېړونکي او لیکوالان کولای شي، د یو شاعر سبک په اسانۍ سره  معلوم کړي.

استاد روهي چې د سبک په اړه کوم تعریف وړاندې کړی، د رحمان بابا په شاعرۍ کې هغه ضمني برخو ته استاد غضنفر کتنه کړې او د رحمان بابا سبکي ځانګړنې په کې پیدا کړي دي او همدا طرز او برخې سبکي ځانګړنې ګڼل کېږي. دا مقاله د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د محصلینو له پاره په تیوري لحاظ ډېره مهمه ده، چې د سبک په پېژندنه کې په اسانه او نوې لارو کولای شي د یو شاعر سبکي ځانګړنې پیدا کړي.  په دې مقاله کې پرته د شاعرۍ له موضوعي اړخ څخه  د یو شاعر خاصو طرزو ته اشاره شوې ده او د  سبک پېژندنې هغه دودیزه څېړنې ته  د پای ټکی ږدي. که یو څوک یو ځلې دا مقاله ولولي او ځینې برخې په پام کې ونیسي، نو بیا په اسانۍ سره کولای شي د نورو شاعرانو په شاعرۍ کې سبکې ځانګړنې، ښکلاوې او مهمې برخې پیدا کړي.

قافیو ته یوه کتنه:

دا مقاله هم د قافیو په اړه په تیوري لحاظ لومړنۍ مقاله ده او په دې کې په هغه مسایلو بحث شوی، چې زمونږ ګڼ شمېر څېړونکي په یو شعر کې د قافیې ښکلا او نورو هنري اړخونو ته پآم نه کوي، بلکې د عربي ژبې په دود د قافیو په اړه پخواني قوانینو په رڼا کې یې عیبونه لټوي. استاد دا راښودلي چې نه باید د شعر معنا او نورې ښکلاوې د قافیې قرباني وګرځو. په یو شعر کې چې ځینې قافیې خاصه ښکلا ولري هنري اړخ نور هم په یو بیت کې قوي کوي خو مونږ کیدای شي د هغې قافیو د ردف د تورو د حرکت په تغیر سره هغه یو قافیوي نیمګړتیاو کې و شمېرو. که چېرې په یو شعر کې قافیې دومره مهمې وګڼو او  د ټاکل شوو اصولو په رڼا کې قافیه پر مخ لاړه شي، نوشاعر بیا هم نه شي کولای په سم ډول خپل فکر ولیږدوي ځکه د ده پام ټول د قافیو په اړه ګرځیږي په دې برخه کې استاد غضنفر د درویش دراني په قافیو هم بحث کړی او نوې ښکلاوې ورته په ګټه کړي دي.

دا مقاله دا راښيۍ چې په پښتو کې د اوسنیو دیواني ادب د شاعري په اصولو کې ادبپوهان نوې څېړنې وکړې او هغه لارې پریږدي چې نه د شعر معنا او نه یې هنري اړخ ته ګټه رسوی شي.

د ژبې موسیقي:

په دې مقاله کې هم لومړي په هغو برخو رڼا اچولې شوې ده، کوم چې په شعر کې موسیقي پیدا کوي او زمونږګڼ شمېر شاعران شته چې د شعر یا د یوبیت معنا د موسیقي تر سیوري لاندې پټوي او یوازې اهمیت موسیقي ته ورکوي او ټول زور په هغه کلمو اچوي چې موسیقي پیدا کوي خو دا کار د بیت یا شعر معنا ته زیان اړوي د استاد غضنفر په وینا باید موسیقي او معنا دواړه په یو شعرکې  یو ارتباط ولري نه باید د اهنګوالو کلمو یا موسیقي په اساس په یو بیت کې معنا ښکار شي. په لسګونو نورې خبرې په هره مقاله کې شته او د استاد غضنفر هره مقاله د شعر په اړه نوې ده  او که نوي ادبپوهان او څېړونکي یې ولولي کیدای شي د همدې مقالو په اساس نورې نوې او ګټه ورې خبرې دوی هم پیدا کړې او په راتلونکې کې د هغې په رڼا کې د خپل ادب او هنر ګڼې رنګینې خواوې وسپړل او وپېژندل شي.

د هېواد ګڼ شمېر فرهنګیان او د هېواد د بیلابیلو پوهنتونو د ژبو اوادبیاتو پوهنځي زده کړیالان د لوړو زده کړو وزارت له چاروکو څخه غواړي تر څود (جادوګر هنر) اثر د پښتو څانګې د زده کړیالانو په تحصلي نصاب کې شامل او تدریس شي. له یوې خوا به هغه تشه چې په تېرو لسیزو کې د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګه کې د تیوري کتابونو د نشتوالي وه هم حل شي او هم به د نوي لید لورو په رڼا کې ځوان زده کړیالان د خپل شعر په جوهر او اهمیت باندې پوه شي.

One thought on “جادو ګر هنر که د پښتو شعر د پېژندنې او شننې نوی انقلاب”

ځواب ورکول محمد الهام ساحل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *