یو وخت وو په دې ګلالي افغانستان باندي تورتم وو، د ټولو و ګړو پر زړونو باندي غم وو . د لر او بر افغان په هر کور کي ماتم وو.

زیات هیڅ نه وو، تر نن زیاته د وینو ارزاني وه، تر اوس ډیره د انسان د ژوند په وړاندي بېباکي وه. ناپوهي وه، یو ډول غلامي وه، له خپلو بیزاري او له پردو سره دوستي وه.

فکر کیدی، چي همدا ژوند دی، همدا دنیا ده او همداسي پیدا ده، دا یې ښه ورځ ده او هم دا یې ښکلا ده.

هر چا د خپل ځان غم کاوه ، د خپلو بچیانو او د ماښام د دسترخوان غم کاوه. د سبا څوک په کیسه کي نه وو، د یار او د اشنای، څوک په کیسه کي نه وو او د دې سترې بلا او وبا څوک په کیسه کي نه وو.

پر زړونو توره پرده خوره ، پر فکرونو توره تیاره خوره ، پر وجدانونو د ویرې او ډار سایه خپره وه او پر ټولو افغانانو د غفلت د خوب څپه خپره وه.

دې وخت کي یو ځوان راغی، پر ټولو یې د پورته کېدو او پوهېدو ناره وکړه، د افغان د خپلواک کېدو یې اراده وکړه.

د خدای په مرسته یې هیواد خپلواک کړ، د نورو له اسیره یې پاک کړ. له هغه وروسته خلک ازاد سوه ، د ژوند په لور او په ارزښت پوی سوه.

د باردو بوی کم، د ګلو ډیر سو، د وطن احساس پر زړونو را چاپیر سو

خلکو د وسلې پر ځای بېلچه واخیسته، ماشومانو کتاب، قلم او کتابچه واخیسته .

یو ځل بیا پسرلی سو، مسجد سو امام سو ، ښوونکی او ښوونځی سو په ټول هیواد کي سمسمکی سو او افغانستان ورو ورو بیا مسکی سو.

خو د دې حالت را وستونکي ځوان یو ځل بیا د ډیرو د سترګو خار سو، پر خپلو او پردو بار سو، په ښه کار باندي زهیر سو، په ډول ډول تهمتونو کي اسیر سو او بلاخره تکفیر سو.

لږ یې تر څنګ ډیر یې په وړاندي و دریده، ښه یې هیر کړه، د پرنګي یې ومنل، د پردي یې و منل او د ګل نه د اغزي یې و منل.

دا ځوان غازي امان و، پیاوړی افغان او رښتنی مسلمان و. چي پوه سو هیوادوال یې خبره نه مني له هیواده په اوښکو مهاجر سو، په مهاجرت کي زړه چاودی او هم هلته له ژونده مرور سو.

امان ولاړی، ارمان یې لا سته ، ډیر نور وختونه راغله ولاړه خو افغانستان لا سته، نن له هغه شېبې څه کم سل کاله پوره کیږي ، د امان د رښتنیولي اثرات اوس هم په   لغړو سترو لیدل کیږي او احساسیږي.

نن د همدې ځوان شاه امان الله خان غازي د یادونې او ستاینې په موخه سره یو ځای یو.

هیله ده، چي دا غونډه د غازي امان په وړاندي منفي مفکورې راسمي کړي او منظمي کړي.

يادونه : په هلمند کې دودان افغانستان ګوند له لوري (غازي امان الله خان د افغانستان تر ټولو محبوب او روشنفکره واکمن) تر سرليک لاندې عملې غونډه کې د هلمند بهترين دريځوال او وياند احمد شاه پاڅون غونډه په دې جملو راپيل کړه په رښتيا چې پوره يې اغيزمن کړو، پاڅون دې ژوندی وي .

4 thoughts on “جالبه سريزه/ اقبال خيبر ، هلمند”
  1. دا ځوان غازي امان الله وو، پیاوړی افغان او رښتنی مسلمان وو۰ چي پوه سو، هیوادوال یې خبره نه مني له هیواده په اوښکو مهاجر سو، په مهاجرت کي زړه چاودی او هم هلته له ژونده مرور سو۰الله پاک ئې دې جنتونه نصیب کړي او دده او دوطن دښمنان دې الله وتعالی په اوم جهنم کې وسوزوي ۰
    احمد شاه پاڅون دې رپ ودان لرې چې داسۍ ډیر ځوانان دهیواد پالۍ مینې ته را پاڅوي۰

  2. مرد نمیرد به مرگ ،مرگ از او نام جست نام چو جاوید شد مردنش آسان کجاست
    خورا په زړه پورې او له ژور احساسه ډکه سریزه وه زه دا وایم چې ای الله:
    په مونږ داسې یو افغان وزیږوه یا خو خوشالخان یا احمد خان وزیږوه
    چې پورته یې ناره د آزادۍ کړه په نړۍ داسې یو غازي لکه امان وزیږو.
    د دې رښتینې ملي اتل او ستر قائد روح دې ښاده وي، د ده د هیلو د پوره کیدو په هیله .

ځواب ورکول mary luqmani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *