تاند- په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پخوانی عمومي قومندان وايي چې د افغانستان راتلونکې ته تر ټولو لوی خطر طالبان نه بلکې فساد دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې متقاعد جنرال جان الن پرون /چهارشنبه/ د امریکا د مشرانو جرګې فرعي کمېټې ته وویل، د طالبانو په پرتله پراخ او عام اداري فساد په افغانستان کې زیات ځوروونکی دی.

جان الن سپارښتنه وکړه چې د سږ کال په پای کې د ناټو د جنګي ماموریت له ختمېدو وروسته دې ۱۳ زره ۶۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې پرېښودل شي څو له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ده وویل چې افغانان د طالبانو د مقابلې لپاره وخت ته اړتیا لري چې د مشرۍ او قوماندې مهارتونه ښه کړي او تخنیکونه زده کړي.

جان الن همداراز د افغانستان له راتلونکي ولسمشره وغوښتل چې له امریکا سره اړیکې، چې د کرزي له لوري د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو په خاطر سختې زیانمن شوي دي، بېرته ښې کړي.

0 thoughts on “جان الن وايي، په افغانستان کې دې ۱۳۶۰۰ امریکايي پوځیان پاتې شي”

ځواب ورکول مولوی محمد شفیق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *