جان مکین

تاند- د امریکا د مشرانو جرګې مخکښ سناتور جان مکین نن په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره ولیدل.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني او جان مکین د دوو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او له تروریزم سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.

جان مکین د امریکا د مشرانو جرګې یو له هغو غړیو څخه دی چې تل یې له افغانستان سره د امریکا د مرستو پر دوام ټینګار کړی او له افغانستانه یې د زیات شمېر امریکايي پوځیانو له ایستلو سره مخالفت کړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر او جان مکین د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې او افغانستان پر مسایلو، له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهالو مرستو، او بشري حقونو په باب خبرې وکړې.

ولسمشر جان مکین ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د قربانیو او د امریکا د مرستو او همکاریو ستاینه وکړه.

دواړو خواوو په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد پر لا ډېرې مبارزې تاکید وکاوه.

له بلې خوا اجرايي ريیس عبدالله عبدالله له جان مکین سره په کتنه کې نوموړی یو نژدې همکار وباله او هیله یې وکړه چې امریکا به د افغانستان له خلکو سره همکارۍ او مرستو ته دوام ورکړي.

3 thoughts on “جان مکین له ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله سره وکتل”
  1. اول سوال به دا وكرم!
    — جان مكن دجا به اجازه او يا دكوم أركان به دعوت كابل ته سفر كري.
    –كه به خبل سر راغلي ولي دخه دباره.
    –جان مكن كه جيري به رسمي سفر راغلي وي بايد دخبل سيال جه دمشرانو جركه ده ملاقات وكري نه دريس جمهور أويا داجرايوي دريس سره.
    –جان مكن كه دمشرانو جركي دريس او يا بل كوم غري سره ملا قات لري دلته هم دريس جمهور اجازه شرط ده.
    –جان مكن بايد جواب وواءي جه افغانستان ستاسي مستعمره ده او كه يو أزاد او مستقل دولت كه جيري أزاد او مستقل دولت أوسي ستا دا رأتك خه معني لري.
    –اوس دخبل دوه لور بورو مسولينو نه همدا سوال مطرح كوم جه مونز استقلاليت لرؤ اوكه نه. ؟كه ءي لرؤ ولي داسي اشخاص بي له ستاسي دقبلي مفاهمي داسي لور بوري خارجيان خاوري ته داخليزي.
    –ايا زمونز دولت قوانين دستورالعملونه او نور خدماتي قوانين او أصول نامي لري اوكه نه كه لرؤ ولي زمونز قوانينو ته بي احترامي كيزي.
    –عجبه خو داده سره د دومره بي تفاوتي اوبي اعتناءي بياهم دوه لور بوري به دير احترام جان مكن جه دمشرانو د جركي غري دي نه ريس جمهور او يا معاون ريس جمهور دوي ءي به دير احترام خبل ملاقات ته بولي.
    –اوبيا دا خبر درسانو دلا ري هم خبريزم دلته دي جه دافغانستان حيثيت او او تريتيت به جهاني سويه تيت راولي
    –مونز افغانان او دافغانستان طبعه يو مونز أعاده دخبلو حقوقو غوارو
    –تول مسايل مي قانوني طرحه لز هغه خه جه بوهيدم تشريح كره .
    اوس ددوه معزز ينو هر يو ه داكتر اشرف غني خخه ديو قانوني انتخاباتي ريس جمهور به توكه او دداكتر عبدالله خخه داجرايوي ريس به توكه جه تا اولسمشر خلاف دقانون اساسي داجرايوي ريس به توكه تآكلي او اوس تأسره به قدرت كي تكري وهي لرم.

    عزتمند اولس مشر دغه عمل دجان مكن قانوني بنه لري اوكه نه؟
    عزتمند داجرايوي ريس صاحب عين سوال تا ته راجع كوم ؟
    كه جيري تاسي واءي قانوني دي نو ملت بوه كري جه ملت مونز خرخ كري او تأسي تول وكري دمستعمري د استعمار كرو به شكل ءي مونز خله به بته كرو تاسي نه به غوشتني نه كوو.
    اوكه جيري جواب نئ وي ولي د سردار د أودّ،او تركي غوندي جه دشوروي دمشرانو خبري غير قانوني او دافغانانو أزادي ته تهديد وو ميز به سوك نه وهي او تر نه ،مجلس نه تر كوى.
    هغه مردان وه دمردانو غوندي خبل سرو نه به دي لا ركي قربان كره نور خمريان هم شته جه سرو نهءي قربان مكر تسليم نه شول تاريخ ورخ به ورخ هرخه منخ ته را وباسي أودنورو باتو رانو كارنامي به وأوري.
    داجه تاسي به قدرت ويشلو او سهامي شركت به سهميه نه جوريزي او خارجيان راخي تاسي سره جوروي دافغانانو جكه شمله مور أتيته او بوزه مو رابري كره.

    1. جلالزی صاحب!
      ته لا اوس هم افغانستان یو آزاد هیواد بولې؟ ته نشه یې که لیونی؟ په افغانستان کې یې؟ او که له خارج څخه دا امریکایې ضد ډزې کوې؟ ته لږ راشه دا ټول وطن لوېښت لوېشت وګوره بیا دا شان تبصرې لیکه!
      لنډه دا چې ستا له دې خوندورې جنرالۍ سل ځله قربان شم.

ځواب ورکول افغان منم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *