تاند – د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ایټالیا کې په یوه غونډه کې د برخه والو له خوا هغه وخت ودګل شو چې یوې ژورنالستې پرې د سوکانو وارونه وکړل.

یو اېس ای پالیټیکس ټوډی لیکي چې،‌ د کیري د سفر هدف دا وو چې د نړیوال ائتلاف یو شمېرغړي دې ته وهڅوي چې د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.‌ نوموړي د خپل سفر په بهیر کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر پاولو ګینټیلوني،‌ د ۲۳ هېوادونو استازو او د اروپایي اتحادیې له با صلاحیته کسانو سره ولیدل.

جان کیري د غونډې له برخه والو څخه وغوښتل چې د النصره جبهې چې هغوی یې معتدل اپوزېسیون ګڼي ملاتړ وکړي.‌

د کیري او ګینټیلوني د ګډ خبري کانفرانس په پای کې، چې کیري په کې د نړیوالې ترهګرۍ او د اسد د رژیم پر ضد د مبارزې په هکله خبرې وکړې،‌ او وزیرانو دې ته تیاری کاوه چې له غونډې څخه وځي،‌ په لومړي کتار کې ناسته یوه ژورنالسته پورته شوه او د کیري په وړاندې یې غږ پورته کړ، هغې یو بینر پورته کړ چې په دې برخه کې یې د متحده ایالاتو پالیسي غندله، او کیري ته یې وویل چې،‌ دا تاسو وئ چې داعش مو رامنځته کړ.‌ هغې هڅه وکړه چې کیري په سوکانو ووهي.‌

د ایټالیا نظامي پولیسو په چټکۍ سره په ښځه باندې حمله وکړه چې ویې نیسي او لاسونه یې ور وتړي خو هغه ژر له غونډې څخه ووتله.

5 thoughts on “جان کیري د داعش د پاللو له امله په ایټالیا کې وډبول شو”
  1. پکه دادې لا بله سپکه رښتيا هم د داعش په رامنځ ته کولو کې د امريکا ځانګړی لاس دی، ځکه هغوی په دې سره غواړي، چې اسلام د خلکو تر منځ د کرکې او نفرت دين وښيي، نو ځکه ځينې سخت دريځي اسلامپالو ملاتړ کوي او په دې سره د اسلام په وړاندې په خلکو کې کرکه زياتوي.

  2. واه واه ڈیر خوندیی وکڑ
    جه جا یی پہ وهلوکی برخہ اخستی وی کور یی ودان بچی یی لوی

ځواب ورکول فريد يما ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *