تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره په جلا -جلا کتنو کې له هغوی وغوښتل چې د جون د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر سر لانجه پای ته ورسوي، د ټولو رایو د تفتیش نتیجه ومني او د سپټمبر تر لومړیو پوري د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.

د هغو امریکايي چارواکو په وینا چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د کابل په سفر تللي، جان کیري له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وغوښتل چې د سپټمبر په څلورمه د ناټو تر سرمشریزې وړاندې د یوې حل لارې د موندلو فوري توب درک کړي.

د بریتانیا په ویلز ایالت کې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې د غړیو هیوادونو مشران هبله لري چې د روان کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د خپلو هیوادونو د رول په اړه پرېکړه وکړي.

1ښاغلي کیري له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې

له جان کیري سره ملګرو چارواکو وویل چې د افغانستان د انتخاباتو په پایله کې غوره شوی ولسمشر به د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان له لوري ګډون وکړي.

جان کیري په داسي حال کې افغانستان ته سفر کړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو رایې تر ترتفتیش لاندې دي. سره له دې چې د رایو په شمېرلو کې د یوه کاندید د ناغېړیو له کبله څو ځلي ځنډ او خنډ پېښ شو خو اوس دا بهیر دوام لري مګر لا هم څرګنده نه ده چې د تفتیش په پای کې به دواړو خواوو ته نتیجه د منلو وي او که نه وي.

1جان کیري له عبدالله عبدالله سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د جان کیري په تېرو خبرو کې درې خواوو موافقه کړې وه چې بایلونکی کاندید به اجرايي ريیس کېږي. اجرايي ريیس به، چې تراوسه پوري په دې نوم کومه چوکۍ نشته، د ولسمشر ترلاس لاندې وي او ولسمشر ته به ځواب وايي.

خو که دوه کاله وروسته د افغانستان لویې جرګې په اساسي قانون کې بدلون راوست، د اجرايي چارو د ریاست چوکۍ په صدرارت بدلېدای شي.

د راپورونو له مخې عبدالله عبدالله په خپله نه غواړي چې اجرايي ریاست ومني. دی هڅه کوي چې دا چوکۍ یونس قانوني ته ورکړای شي او په خپله د اپوزیسیون مشر وي. خو د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وايي چې د عبدالله ډله باید یا په واک کې شریک شي یا اپوزیسیون ومني.

د متحدو ایالتو نو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تراوسه پوري له ۲۳۰۰۰ رایبکسونو څخه ۲۴۰۰ شمېرل شوي دي.

0 thoughts on “جان کیري له افغان کاندیدانو وغوښتل چې د تفتیش نتیجه ومني”
  1. سلام وطنوالو!
    له دانتخاباتو حًخه دبسوگى واده جورشو دملى يوالى اويابل حكومت چى په هرنوم يي يادوى نه دافغانانوغوشتنه وه اونه يي افغانان منى. احمدزى صاحب دى واده ته دپاى تكى كيژدى او كيرى ته دسپينه خبره وكرى چى دملت اراده ماته دامريكا له هيلى اوآرزو حًخه لوره ده .
    موژدامريكاله كمك پرته ژوند كرى او ژوند به وكروو موژ داسى كمك ته اره نه لرو چى پاكستانيان مو وژنى او دوى برگى ستگى ورته گورى او د ديورند كرشه په رسميت پژنى او پاكستان له افغانستانه ورته اهميت لرى. مننه

ځواب ورکول Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *