زمونږ د هیواد سیاست نه اوس هغه ځای او سټیج جوړ شوی چې هلته باید هره ورځ یو نوې ډرامه او خندوونکې پیښې وشي او خپرې شي. لیکن افسوس چې په دغه ځای کې ډرامه جوړوونکي دومره احساس هم نه لري چې خلک ددوی ددې ډرامو له لیدنو نه څومره په تنګ راغلي دي. لبنانې جبران خلیل په خپله یوه وینا کې وايي. (چې که ته چیرته د وږي سړي په مخ کې سندره وایې یا موسیقي غږوې. نو هغه وږې ستا سندره او موسیقي به غوږونو نه بلکې په خیټه اوري.)

زمونږ هغه بې لارې مشران چې د تلویزون د پردې نه او د رادیو د مایک نه یې د لرې کیدو چل هېر شوی په دې نه بوهیږي چې ددوی دغه اوږدې او بې اختیاره خبرې خلک په غوږونو نه بلکې په وږې خیټه اوري. لیکن هغوې ته ددې تکلیف څه؟ هغوې ته څه معلومه چې دا څومره سخته ده چې انسان دې د غوږونو پر ځای په خېټه اوري.

هغه بله ورځ په یوه موټر کې کښیناستم نو یوه سندره له یوې مستې موسیقې سره لګېدلې وه. چې سنرغاړي یې ویل. مونږ اشرف غني غواړو. په فیسبوک کې مې هم یوه سندره لیدلې وه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ستاینه یې کوله. ایا دا ډیره عجیبه خبره نه ده. چې د مغربیانو په فلمونو کې هم سندرې نه وي. او زمونږ سیاستمداران د خلکو په زړونو کې د موسیقې په روز ځان ننباسي.

ماته هغه صحنې هر وخت سترګو ته دریږي چې زمونږ مشران د یوې غونډې لپاره او د خپل ځان پر خلکو د منلو لپاره د وږې خیټې خلک يه ساعتونو په یوه ځای کې راټولوي او بیا چې دې خپله راشي نو د یو څو دقیقو نه پس د مهم کار په بهانه څکه چې هغه ماحول نه شي برداشت کولای وټښتي.

دا قاعده ده چې هر سړی په خپل کسب کې ډیر ماهره وي. که لوبغاړی سیاست مدار شي نو له سیاسته لوبه جوړوي. که جګړه مار سیاست مدار شي نو له سیاسته جنګ جوړوي. او که مذهبي سړی سیاست مدار شي. نو سیاست له مذهبي اړخه مخکې وړی. همدارنګه لبنانی جبران خلیل وايی. (چې افسوس د هغه قوم په حال د قوم مشر یې مداری وي.)

زمونږ د هیواد ساست مداران هم لکه مداریان داسې دي. د مداري وظیفه چل او د خلکو تر منځ نوی کارونه د چل له لارې ښودل وي. او له همدې لارې خپل جیب ډکول دي. چې زمونږ اوسني سایت مداران هم هو بهو همدا وظیفه مخته وړي.

حتی د یوه له خولې مې هغه خبره نه هیریږي چې د خلکو له نفسیاتو سره یې مستي په کې کوله او هغوې ته یې د هغوې غریبې او د محدودیت پیغور ورکړی وو. ویل یې  چې زه کولای شم چې له هیواده بهر په هر هیواد کې په ښو مزو او چړچو کې واوسم خو د افغانستان لپاره خدمت مې مجبوروي چې دلته پاتې شم. هاهاها

بعضې سیاست مداران په دومره جاهلانه انداز باندې خبرې کوي چې خلک د مایوسې شکار کوي. هغوې د خپل تقریر او کمپاین لپاره د تقریر او خبرو وخت هم په خلکو احسان باروي.  او دوی د سیاست له هغه اصولو لا خبر هم نه دي چې د خلکو په مخکې په څومره احتیاط سره خبرې کول پکار دي.

اوسني سیاست مداران زما په نظر د ښکاریانو غوندې صرف د واک په لاسته راوړلو نظر لري. هغوې په دې شه پوهیږي چې ددوی نعرو ته راغونډ شوي خلک د ژوند له ډیرو ضروریاتو محروم دي. له هاغه ځایه له مجبوریته اوبه ځښي چې ددوی د کور سپې او غوا یې هم ترې څښي.  دا سیاستدمداران خلک صرف یو داسې ضروري بوج ګڼي چې غورځول یې صرف دوی ته تاوان دی. هغوې خلک انسان نه بلکې د چکچکو وهلو مشین او روبوټ فکر کوي.

پرون مې د عبدالله عبدالله خبرې چې د خلکو په یوه مجمعه کې ولاړ وو کولای. په خبرو کې والله که د خلکو د د ردرونو یادونه وه. بلکې صرف دا ګیله او شکایت یې اوروو چې ده ته په پلانې وجه واک نه ورکول کیږي؟

زه هغه سیاست مداران مخاطبوم چې د ولسواکۍ پلي کول غواړي. او همدا بغارې یې د خلکو د غوږونو پردې وشکوي

تاسې د غربي ولسواکۍ په لاره روان باید په دې پوهه شﺉ چې په غرب کې ولسواکي د هغه سسټم نوم دی چې اول یې باید خپله سیاست مدار احترام وکړي. هلته ولسواکي د پرامن او شفافو انتخاباتو نوم دی. هلته دیموکراسي په سړکونو د خیمو لګولو او په میاشتو د خلکو د تکلیفولو نوم دی. هلته هم واک د سیاست مدار ضرورت دی. لیکن د واک لپاره د خلکو استعمال بیا جرم دی.

او خلک به داسې مخاطب کړم چې مونږ داسې یوه قافله یو چې منزل ته د نه رسېدلو نقصان په قیصه کې هم نه یو. که چېرې ددې تاوان په قیصه کې وای. نو بیا به مو د مداریانو سیاستمدارانو مخې ته چکچکې نه وهلای.

0 thoughts on “جاهل سیاست/ محمد الله تبسم”
  1. تواضع زاهد خم خم صیاد است!!««»» زخم خم صیاد فساد خیزد مرغان را

ځواب ورکول محمدربی آماج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *