تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸مه: جاپان د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره یو میلیون ډالر مرستهتر څو پرې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره د کورونا پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.

جاپان تر دې وړاندې هم پاکستان سره نږدې دوه نیم میلیونه ډالر مرسته کړې وه چې یو اعشاریه ۴۰ میلیونه یې یونیسف، ۵۴۰ زره یې د کډوالو نړیوال سازمان او ۲۵۰ زره ډالر یې په دغه هیواد کې د سور صلیب نړیوالې کمېټې ته ورکړي وو.

خو دا یو میلیون ډالر یې یوازې افغان کډوالو ته د مرستو رسولو لپاره د کډوالو نړیوالې عالي کمېشنرۍ ته سپارلي تر څو پرې ځايي افغان کډوالو سره مرستې وکړي.

پاکستان کې تر دې دمه د کورونا له کبله د ۳تنو د مړینې راپورونه تاییدشوي دي.

One thought on “جاپان، پاکستان کې مېشتو افغانانو ته یو میلیون ډالر مرسته واستوله”

ځواب ورکول Freda ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *