تاند، شنبه، د قوس ۲۳مه: د ننګرهار چارواکي وايي، جاپان هېواد د سولې او روغتیايي خدمتونو د موسسې لپاره په دغه ولایت کې موراکامي د ډاکټر تیتسو ناکامورا ځای ناستی او مشر ټاکلی دی.

 د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند ته وویل، ښاغلی مورا کامي به ډېر ژر د ناکامورا پر ځای د یادې موسسې مشرۍ ته افغانستان ته راشي او د ناکامورا د نیمګړو پروژو د پوره کولو کار به پيل کړي: (( موراکامي په جاپان کې دی خو لا افغانستان ته نه دی رارسېدلی، لنډو ورځو کې به راشي.))

جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د قوس په ۱۳مه نېټه په ننګرهار کې د یو وسله وال ترهګریز برید له امله له خپلو پنځو افغان همکارانو سره یو ځای ووژل شو.

 ناکامورا د افغانستان د اوبو د مهاروونکي لقب هم ګټلی چې وروستۍ پروژه یې د مروارید کانال وه چې په بشپړېدو سره به یې درې زره هکټاره ځمکه خړوب شي.

One thought on “جاپان د ناکامورا د نیمګړو پروژو بشپړولو ته بل کس موراکامي را استوي”
  1. ښه خبر دی چې د ناکامورا ځایناستی راځي، خو افسوس دلته دی چې دا ۳۰ ۳۵ میلیونو یو ناکامورا راکې پیدا نه شو. موږ یې په آبادۍ و مدنیت څه؟ موږ یا وژونکي ورانوونکي یوو، یا غله یوو یا هم د غلو او قاتلانو امتیان

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *