تاریخ: 4 میزان ۱۳۹۴
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا د متحدو ایالاتو په نیو یارک ښار کي د بهرنیو اړیکو شورا کي د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه خبري وکړې.

اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د ګډون په هدف نیویارک کي دی او نن یې همالته د بهرنیو اړیکو شورا کي هم د افغانستان په اړه بحث وکړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

نوموړي هلته وویل، چي افغانستان د نړیوالي ټولني په مرسته په بیلا بیلو برخو کي پرمختګ کړی او د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره یو ځای سوی دی.

هغه زیاته کړه، د نړیوالو مرسته کوونکو ترمنځ د امریکا د متحدو ایالاتو ونډه بارزه وه، چي افغانان یې منندوی دي.

ډاکټر عبدالله وړاندي وویل، چي هیواد یې تېر کال له دوو مهمو پړاوونو تېر سوی، چي یو یې سیاسي او بل یې د نظامي قدرت انتقال و.

د هغه په خبره، چي افغانستان له ستونزو سره سره له دواړو پړاوونو بریالی وتلی او لا هم د بریا پر لور درومي.

هغه زیاته کړه، چي د ملي یووالي حکومت جوړېدنه د افغانستان او سیمي په کچه یوه نوې تجربه وه او دی له جمهور رئیس سره غني سره په ګډه کار کوي، چي له خلکو سره کړي ژمني پوره کړي.

نوموړي وویل، چي ټاکنیز نظام کي د شفافیت او اصلاحاتو د راتګ لپاره ځانګړی کمېسون تعین سوی، څو آینده کي د تیرو مشکلاتو له تکراره مخنیوی وسي.

اجرائیه رئیس د افغانستان د نړیوالو متحدینو په مقابل کي د افغان حکومت د قوي پالیسۍ ایجاد له لاسته راوړنو وبلل او وویل، چي هیواد یې نړیوالو ته د یوه نوي او با اعتماد همکار په توګه معرفي سوی دی.

د هغه په خبره، چي د ملي یووالي حکومت له همسایه ګانو سره د اړیکو سمون ته لومړیتوب ورکړی و، ولی د کار نتیجه هغسي نه وه، چي افغانستان یې له ګاونډیانو توقع لرل.

ډاکټر عبدالله عبدالله په نیویارک کي د بهرنیو اړیکو شورا ته وویل، چي حکومت یې د کار له پیله تر اوسه د سولي راتګ ته کار کړی، خو دلته هم د اړوندو هیوادونو د رښتني همکارۍ نه شتون او د مړه سوي شخص تر نامه لاندي د سولي مذاکراتو دایرېدو، دا لړۍ له خنډ او ځنډ سره مخ کړه.

نوموړي زیاته کړه، چي افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړانه او یوازي ځان ټولو امنیتي خطرونو ته جواب ویلی، ولي اړتیا ده، چي ښه تره تجهیز او اکمال سي، څو وړتیاوي یې نوري هم زیاتي سي.

هغه وویل، چي د ملي یووالي حکومت د هر اړخیزو اصلاحاتو راتګ ته ژمن دی او کار کوي، چي د اصلاحاتو سلسله تر ټولو اړینو ساحو پوري ورسوي.

اجرائیه رئیس د نیویارک د بهرنیو اړیکو په شورا کي همداراز د اقتصادي پلانونو، د منځنۍ او سهیلي اسیا د نښلولو په اړه د افغانستان د موقعیت، د نشه یې توکو سره د مبارزې او ګڼ شمېر نورو مسائلو په اړه بحث او د ګډونوالو پوښتنو ته جواب ورکړ.

One thought on “جرائیه رئیس د نیویارک د بهرنیو اړیکو په شورا کي د افغانستان د وضعیت په باب خبري وکړې”

ځواب ورکول اتل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *