د جرمني د بهرنیو چارو وزارت

تاند- جرمني وايي، هڅه کوي په خپله خاوره کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو د سولې غونډه جوړه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن /جمعه/ شپېګل مجلې ته ویلي چې د دې هدف لپاره یې یوه طرحه چمتو کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی رینیرو برول شپېګل مجلې ته ویلي، جرمني د افغانستان د دوهم ستر متحد په توګه د دې هیواد په وړاندې ځانګړی مسوولیت لري او د دواړو ښکېلو خواوو په غوښتنه به غونډه جوړه کړي.

ده همداراز وویل، افغانستان بین الافغاني سولې ته اړتیا لري او جرمني هم د داسې یوې پروسې ملاتړ کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی په وینا د افغانستان جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدای شي چې طالبان او د افغانستان حکومت د سولې په هلوځلو کې برخه واخلي.

رینیرو برول وویل«موږ غواړو چې په افغانستان کې له ښکېلو خواوو سره مرسته وکړو چې موافقې ته ورسېږي او په دې برخه کې مو له روسیې او امریکا سره هم خبرې کړي دي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ونه ویل چې ایا دواړو خواوو تراوسه پورې په جرمني کې د مخامخ خبرو له کولو سره موافقه کړې او که نه ده.

طالبان تراوسه پورې د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کوي.

2 thoughts on “جرمني د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې غونډه جوړوي”
  1. دا خو یو ډېر ښه خبر دی. د جرمني هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان دوست پاته شویدی.
    جرمني د طالبانو د واکمنۍ په پای کې د افغانستان ټولې مخالفې او متخاصمې خواوې سره راټولې کړې او د بن د لومړي کنفرانس په ترځ کې یې یو موقت حکومت دافغانستان لپاره جوړ کړ، چې متاسفانه دغو متخاصمو ډلو د ښاغلي کرزي په انتخاب کې ډېره اشتباه وکړه. ښاغلي حامدکرزي د افغانستان داماته بېړۍ په سالمه توګه تر ساحله ونشوه رسولی او ټولې ستونزې یې اوسني 50 – 50 سلنې حکومت ته پرېښودې.
    اوس یو تاریخي فرصت برابر شویدی چې که خدای کول داځل به هېڅوک د افغانستان په سیاست کې نه ګوښه کیږي . د ټولو په خوښه به یوه مناسبه رهبري د ګران هېواد د اداره کولو لپاره انتخاب کړي.

  2. خدای ج دي وکړی چه داځل جرمنیان پوه شوی وی چه د تلپاتی سولی غونډه وکړی نه داسی غونډه لکه د بڼ غونډه او فیصله چه تر اوسه پکښی افغانان او دافغانانو خاوره په اور کی سوځی. او نه داسی کړه وړه چه افغانان خفه کوی لکه……..
    احمدضیآ مسعود، محقیق، دوستم او ذکی په ۲۰۱۲ م کال کی د جرمنی په فرمایش په برلین کی د افغانستان دفدرالی نظام په باره کی غونډه وکړه.
    جرمنی چه په کندز ولایت کی یی زمونز ۱۶۰ بی گناه وطنوال په یوه ورځ شهیدان کړل
    جرمنی چه عسکرو یی دمړو افغانانو په سرونو(ککریو) یی فوتبال کولو چه تولی دنیا دجرمنی دغه کار په کلکه وغانده

    خو که دا غونډه جرمنی په ښه اخلاص سره وکړی نو جرمنی ته یوه بله غټه فایده داده چه څلور لکه افغانان به په ارامه جرمنی ترک او خپل هیواد ته به راستانه شی.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *