توماس دي مایڅیرې

تاند- د جرمني حکومت وايي، خپل هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه یې له افغانستان سره موافقه کړې ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایڅیرې نن /یکشنبه/ وویل چې دواړو هیوادونو نن یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې هغه افغان پناه غوښتونکي، چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه منل شوي نه دي، افغانستان ته بېرته استول کېږي.

مایڅېرې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا موافقه به په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو له سرعت سره مرسته هم وکړي.

د جرمني او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د موافقې نور جزییات لا څرګند شوي نه دي.

په اروپا کې تر ټولو زیاتو افغانانو جرمني ته پناه وړې ده.

تېر کال جرمني ته نژدې ۸۹۰۰۰۰ تنو پناه وړې وه او له همدې کبله جرمني غواړي چې خپل هیواد ته د پناه وړونکو شمېر کم کړي.

One thought on “جرمني د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه له افغانستان سره موافقه لاسلیک کړه”
  1. Salamooona
    Dagha kar yaw gher ensani kar washo de sara ba de aksaryat kadwalo che reshtini ham rad kegi kacheri de rad pa soorat ke package sha we yani naghdi paisi aw Afghanistan ke de kar zamina barabara she ham sha da kho kacheri jeb kharch warkawe de afghan dawlat yaw qism benagi da.

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *