تاند- جرمني د افغانستان دولت ته یوه مجهزه مطبعه ورکوي چې د تذکرې او پاسپورټ په شان مهم ملي او دولتي اسناد پرې چاپ کړي.

په دې اړه د جرمني یوه د جي آی زید (Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit) طباعتي شرکت او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان د مالیې له وزارت سره یو یادښت نن /سې شنبه/ لاسلیک کړ.

1ویل شوي چې دا مطبعه به خورا حساس سندونه په داسي ډول چاپوي چې په اسانه جعل کېدای نه شي.

دا دولتي مطبعه به د کابل ښار د جنګلک په سیمه کې نصب شي او تمه ده چې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې کار پیل کړي.

د مطبعې ټکنالوژي او وسایل به د جرمني د فدرالي مطبعې د ټولنې (Bundesdruckerei) له لوري مهیا شي چې پېژندکارتونه او پاسپورټونه چاپوي؟

د جرمني حکومت به افغانستان ته له دې مطبعې سره یو شمېر تخنیکي ماهران هم راولېږي.

د افغانستان د مالیې مرستیال وزیر عبدالرزاق واحیدي د یادښت له لاسلیکولو وروسته وویل:«دا خورا مهمه ده چې افغانستان داسي تذکرې او امنیتي اسناد چاپ او تولید کړای شي چې په ملي امنیتي معیارونو برابر وي. موږ له خپلو جرمن ملګرو سره د خوندي دولتي مطبعې په برخه کې نورې همکارۍ ته هم هیله لرو.

One thought on “جرمني د مهمو دولتي اسنادو د چاپ لپاره افغانستان ته مجهزه مطبعه ورکوي”
  1. ډېرښه. خدای دې وکړي چې بیا لوټونکي او چور کوونکي ځناور دا فرصت ترلاسه نه کړي چې بیا داسې ماشینونه خرڅ کړي.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *