تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۱مه: د جرمني د اقتصادي او پراختیايي همکاریو وزارت افغانستان ته د روان میلادي کال تر پایه د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره ۷۲ میلیونه یورو ورکوي.

 د جرمني د اقتصادي او پراختیايي همکاریو مرستیال وزیر مارتین ایګر دا مرسته نن د مالیې له سرپرست وزیر همایون قیومي سره په لیدنه کې اعلان کړې چې که افغانیو ته واړول شي نو شپږ میلیارده او ۲۰۰ زره افغانۍ ترې جوړېږي.

په دې سره به سږني میلادي کال کې له افغانستان سره د جرمني د مرستو اندازه ۲۱۱ میلیونه یورو یا اتلس میلیارده او سل زره افغانیو ته ورسېږي.

 ښاغلي مارټین ایګر ویلي، دا پیسې به انرژۍ د سکټور تر څنګ په ښې حکومتولۍ او اصلاتو ولګول شي: (( افغان حکومت  ژمنه کړې ده چې د فساد پر ضد به مبارزه کې کوټلي ګامونه اخلي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې به لازم او جدي اصلاحات راولي، خو که په دې اړه یې اقدامات ونه کړل، زموږ د مالي مرستو یوه برخه به اجرا نکړو.))

 په دې لیدنه کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي بیا ویلي، افغان حکومت هڅه کوي چې د جرمني په ملاتړ د ولسواکۍ د ټینګښت  لپاره ثبات رامنځته کړي او افغانستان په د پایداره انکشاف په لاره د اقتصادي بسیاینې خواته ورسوي.

 جرمني د افغانستان د لویو مالي ملاتړو هېوادونو په لیست کې ځای لري.

One thought on “جرمني له افغانستان سره ۷۲ میلیونه یورو مرسته کوي”
  1. کچیری دولت غواړی چی صحیح ځای کی مصرف شی نو یوه فابریکه دی ورباندی جوړه شی او یا د یوه بند چاری چی شال نومیږی یا قلعه مامی چی ظرفیتونه یی ۷۹۸ او ۴۴۵ میګاواټه برق تولیدوی چی شال بند په کنړ او قلعه مامی په تخار ولایت کی موقعیت لری او داسی نور بندونه هم شته چی کچیری دولت واقعآ وغواړی کولای شی په کم وخت کی دلته فابریکی جوړولو کی هم ګام پورته کړی ځکه په فابریکی سره هم خپل تولید ته پرمختګ ورکول او هم زموږ زیاتره افغانان د ماهی خوړولو او نورو هیوادونو د زاریو څخه خلاصیږی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *