تاند- په اروپا کې له وروستیو تروریستي بریدونو وروسته جرمني په خپله خاوره کې په دې غور کوي چې پر بورقې بندیز ولګوي.

د جرمني رسنیو د چهارشنبې /اګست۱۰/ د راپور له مخې، د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایڅیرې پر بورقې د بندیز د مسلې د یادولو ترڅنګ وړاندیز وکړ چې ټول جنایتکاران دې خپلو هیوادونو ته بېرته واستول شي.

ټاکل شوې ده چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر نن/ پنجشنبه/ ځیني وړاندیزونه اعلان کړي.

په وروستیو ورځو کې د جرمني په ښارونو کې څو پر له پسې بریدونه وشول او د هغو پړه پر اسلامي سختدریځو واچول شوه.

د تېرې جولای په میاشت کې یوه افغان زلمکي، مخکې تر دې چې د پولیسو په ډزو ووژل شي، په یوه رېلګاډي کې ۵ تنه په چاړه او تبر ژوبل کړل.

په همدې میاشت کې (جولای) یوه سوریه وال پناه غوښتونکي مخکې تر دې چې ځان ووژني ۱۵ تنه سخت ژوبل کړل.

د دواړو بریدونو مسوولیت د داعش یا اسلامي دولت په نوم سختدریځې ډلې په غاړه واخیست.

بورقې ته د اروپايي هیوادونو اوسېدونکي د ښځو د غلامۍ د نښې په سترګه ګوري او وايي چې د وروسته پاتې والي نښه ده.

تر دې وړاندې فرانسې په خپل هیواد کې پر حجاب یا ټیکري بندیز لګولی.

2 thoughts on “جرمني په خپله خاوره کې پر بورقې بندیز لګوي”
  1. Salamooona
    Kala che wayoo democracy mana da de khalko mashroogh ghooshtani lasta rawral dagha mazabi faghalyatoono yawa barkha da kacheri de mazhab pa jama ke jenai kar kawe saza e malooma da aw de jenai karoono makha newal de dawlat wazipa da jarmani bayad de democracy khabari wana kri dagha kar dectatori da aw yaw mashrogh kar na pa zoor arawal khpala jooram da.

  2. ولي په خپل زان شاهدي وركوي، هغه كس چي په ريل گادي كي يي ٥كسان زوبل كري وو پاكستاني وو نه افغان

ځواب ورکول عبدالرشيد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *