د جرمني د کورنیو چارو وزیر

تاند- جرمني نن /پنجشنبه/ پر یوناني چارواکو په دې خاطر انتقاد وکړ چې یو مجرم افغان یې پرې ایښی چې جرمني ته د پناه غوښتونکي په نوم لاړ شي او هلته د بل قتل او جنسي تېري په شک ونیول شي.

دغه ۱۷ کلن افغان روانه میاشت د جرمني په فریبورګ ښار کې د یوې نجلۍ د وژلو او جنسي تېري په تور ونیول شو.

دې پېښې د صدراعظمې انګیلا میرکل په ګډون د جرمني سیاستوالو او خلکو غوسه وپاروله او د پناه ورکولو د قوانینو د سختېدو غوښتنې یې وکړې.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایزرې وویل، نیول شوی کس په ۲۰۱۳ م کال په یونان کې قتل کړی او په ۱۰ کاله حبس محکوم شوی خو په ۲۰۱۵ م کال موقتاً خوشي شوی او له بې درکه کېدو وروسته جرمني ته رسېدلی دی.

د جرمني حکومت یونان ته په دې خاطر په قار دی چې ولي یې د دغه کس، چې نوم یې یوازې (حسین. کې) ښودل شوی، دوسیه کمپیوټري سیستم ته نه ده داخله کړې څو د ټولو اروپايي هیوادونو پولیس یې ولیدلی شي.

جرمني دغه راز وايي چې یونان ولي د دغه کس د نیولو لپاره یوازې په یونان کې هڅه کړې او نورو ته یې خبر نه دی ورکړی.

ماریا لدېنبرګر د پېښې قرباني نجلۍ
ماریا لدېنبرګر د پېښې قرباني نجلۍ

د جرمني پولیسو دغه افغان د دسمبر په دوهمه د یوې ۱۹ کلنې محصلې د قتل په تور ونیوه.

د طب محصله د بادېن وېرتېمبرګ ایالت په فریبرګ کې له یوې مېلمستیا یا پارټۍ پر بایسکل کور ته تله چې دغه کس لومړی پرې جنسي تېری کړی او بیا یې وژلې ده. (د پېښې جزییات)

د جرمني د کورنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل، دا ډېره مهمه قضیه ده او دوی به له یوناني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

One thought on “جرمني یونان ته په غوسه دی چې ولي یې یو مجرم افغان پرې ایښی چې جرمني ته وتښتي”
  1. آیا نوموړی مجرم به رښتیا افغان وی او ځان یې د کوم ولایت ، ولسوالۍ او کلی معرفي کړیدی. پدې مورد کې باید نور تحقیق وشي. یواځې تذکره یا پاسپورت کفایت نه کوي. کیدای شي مجرم چې له نومه ېې معلوميږی د کویټې او یا د ایران هزاره وي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *