تاند- د جرمني چارواکو ومنله چې یو افغان یې، چې لا د استیناف غوښتنه یې تر غور لاندې وه، په ناحقه افغانستان ته لېږلی دی.

د جرمني د مهاجرت ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل، د دغه ۲۰ کلن افغان د بېرته راوستلو لپاره اقدام کوي.

د جرمني د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر د چهارشنبې په ورځ ومنله چې دا افغان سهواً ایستل شوی او باید د هغه د بېرته راستنولو لپاره ضروري اقدامات وشي.

نصیب الله س له ۶۸ نورو افغانانو سره روانه میاشت بېرته کابل ته واستول شو، دا په داسې حال کې وه چې د نصیب الله دوسیه لا تر غور لاندې وه.

د نصیب الله لومړی غوښتنلیک د تېر کال په اپریل میاشت کې رد شوی و خو د ګریفسوالد ښار د استیناف په محکمه کې یې د استیناف غوښتنلیک ته لا ځواب نه و ویل شوی.

One thought on “جرمني یو افغان چې سهواً یې افغانستان ته لېږلی، بېرته ورغواړي”
  1. جرمني کې قانونواکمني ښیي. ان که سهوا هم قانون ماتیږي باید جبران شي. اوس نو راشه د شملو او شړومبو وطن ته، څومره بې طالع خلک یوو، ان یو مهذب ټکنوکرات مو راپاڅید د یوه غله سره یې د ۲ سره ارې یوسر ونیوه او اساسي قانون یې په سینه کې دوه بولکه کړ

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *