تاند- د جمعې په ورځ یوه جرګه جوړه شوه چې د ولسمشرۍ لپاره د قیوم کرزي او زلمي رسول ترمنځ، چې د ارګ کاندیدان ګڼل کېږي، یو غوره کړي.

جرګې، چې د راپورونو له مخې، د برخوالو شمېر یې۱۷۰ تنه و، پرېکړه وکړه چې زلمی رسول دې قیوم کرزي ته تېر شي. خو ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر کرزي د جرګې پرېکړه نه ده منلې او ویلي یې دي چې قیوم کرزی دې د زلمي رسول په ګټه تېر شي.

دواړو، هم زلمي رسول او هم قیوم کرزي تر جرګې مخکې ټول واک جرګې ته سپارلی و چې د دوی دوو په منځ کې یو غوره کړي.

د جرګې تر جوړېدو مخکې د زلمي رسول سرچینو ویلي و چې ښاغلی قیوم کرزی به د شنبې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې له یو شمېر نورو کاندیدانو سره د ده په ګټه تېر شي.

ویل شوي چې ولسمشر کرزي د قیوم کرزي په ځای د زلمي رسول ملاتړ کړی ځکه د جرګې پرېکړه عملي نه شوه.

7 thoughts on “جرګې د زلمي رسول پر ځای قیوم کرزی غوره کاندید وباله”
  1. که کرزی په هره معامله کی جرګه را بولی او بیا یی فیصله نه عملی کوی نو د جرګی را بلل څه معنی لری.

  2. که دافغانانو داسې سياسي شعور ته ګورم نو اعصاب مې خرابېږي کنځلې کوم ! او دتاند هلکان تل
    !زمالنډې کرښې ړنګوي

  3. Karzi bya de Pashtano de dod spekawai kerhai aw dey jargey faisala ye na da maneley, hal da chey da de Zami Rassoul aw Qaum Karzi ter manza wa. Kamid Karzi pe key madakheley zarurat ne wu, kho bya de tel pe tseyr spinstergi kerhey da.

  4. زما په نظر دغه کسان چې ولسمشر ته ورغلي دي، د دموکراسي، انتخاباتو او د خلکو د حقونو په معنا نه پوهېږي. دوی تر اوسه لا په منځنیو پیړیو کې اوسي او په دې یې سر خلاص نه دی چې حکومت باید په انتخاباتو کې بې طرفه وي .

  5. دې کرزي په زلمي رسول کې څه لیدلي ولې غواړي چې بیا د ملت په سرنوشت ۱۰ کاله نور هم لوبې وکړي د حکومت ټاکونکي ملت دی بیا ولې فیصله ملت ته نه پریږدي ترڅو پخپله خوښه خپل راتلونکی حکومت جوړ کړي ملتونه دی چې حکومتونه جوړوي نه دا چې حکومتونه دې را چګ شي ملتونه دې جوړ کړي

  6. کرزیانو سره اهل کار خلق شته او زلمی دیوانه سره فشتو یی هم نه ده ږده دوی دی اهل کارو ته دا مقام وسفاری دقیوم کرزی اول معاون خو څو ځلی درسو او فو هنتون کی نا کام شو وی او فو هنتون سخه سیز شو وی

  7. زلمی رسول بیچاره لکه بی ګناه موسیچه داسی یو شخص دی او غواړی د هغوی له نوم او انسانیت نه سوی استفاده وشی. مګر په تاسف سره که زلمی رسول بری ته ورسیږی نو د کرزی په واکمنی به شکر وباسو حال به مو له دی هم خراب شی.
    که غواړی چی په هیواد کی واقعی سیاسی او اجتماعی تغییر راشی نو لدی کاندید نه تیر شی او یو بل چاته رایه ورکړی . له زلمی رسول نه به داکتر عبدالله هم لږ ښه وی که هر څه وی سیاسی موقف یی روښانه دی او پښتانه به پوهیږی چی له هغه نه ځان وساتی.

ځواب ورکول سلطان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *