تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: د کورنیو چارو پخواني وزیر او د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي، طالبانو له دې ډاره جګړې ته شدت ورکړی چې جنګیالي یې د سولې پروسې سره هم مهاله له لیکو فرار ونه کړي.
ښاغلی جلالي وايي، طالبان په دې وېره کې دي چې د جګړې په لیکو کې یې رخنه راپورته نه شي او د سولې تړون له نهايي کېدو سره هم مهاله یې جنګیالي له سنګرونو فرار ونه کړي: (( طالبان غواړي د جګړې په تېزولو سره پر امریکا زیات فشار وارد کړي تر څو سوله کې زیات امتیازات واخلي.))
نوموړي له امریکا غږ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، ټاکنې په ټولو هیوادونو کې د ګټونکو او بایلونکو تر منځ تفرقه رامنځته کوي، خو که بنسټونه قوي وي، دا تفرقه بیرته قابو کېږي مګر که اشخاص کومو هیوادونو کې غښتلي وي، بیا دا تفرقه لا بدبینۍ پیدا کوي: (( متاسفانه د افغانستان په تړاو ټاکنو کې دا دویم نظر سم دی، دلته که ټاکنو ته وګورو خپلې ستونزې لري اما دا چې د سولې پروسه معلومه نه ده، نو ټاکنې باید بیا هم ترسره شي.))
ښاغلی جلالي زیاتوي که تر ټاکنو وړاندې سوله نه راځي یا هم په سوله کې لازم پرمختګ نه کېږي نو اړتیا ده چې د ځینو پریکړو لپاره د ټاکنو له لارې نوی حکومت راشي چې د خلکو رایه ورسره وي او صلاحیت ولري.
جلالي دغه راز ټینګار کړی که ګاونډي هیوادونه خپلې ګټې ساتل غواړي باید د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي ګني بله لار نه لري.
د جلالي تيوري دلته نه باید افاده شي، که په رښتیا مانا د ده خبره سمه وي، بیا ولی دا میدان پرېښود؟
هغه د ثابت خبره ده، دا خلګ تر وطن جېب او پرديو هیوادونو ته ترجیع ورکوي.