تاند- د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي په افغانستان کې د ناټو پوځیانو د حضور دوام په دې هیواد کې د ثبات د ټینګېدو او د تروریستانو د بیا فعالېدو د مخنیوي په ګڼو عواملو کې یوازې یو عامل دی.

علي احمد جلالي، چې د واشنګټن د ملي دفاعي پوهنتون د ستراتیژیکو مطالعاتو د نژدې ختیځ او جنوبي اسیا د ستراتیژیک مرکز استاد دی، په یوه شننه کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې، لیکلي: کله چې له نړیوالو ځواکونو پرته د افغانستان په اړه فکر کوو، باید دا له ذهنه ونه باسو چې د دغو ځواکونو حضور څه کولی او څه نه شي کولی.

پروفیسر جلالي وايي، د ناټو پوځیانو د حضور دوام د افغان امنیتي ځواکونو له روزلو او پیاوړتیا سره مرسته کوي او د نړیوالو تروریستي ډلو د بېرته راتګ مخه نیسي. همداراز ممکن د دوی د حضور د دوام په خاطر د افغان پوځیانو مالي ملاتړ دوام وکړي.

پر دې سربېره له افغانستان سره د نړیوالو ژمنو د دوام، د افغانانو په منځ کې د هیلو د غوړېدو او د شخړې د سیاسي حل لور ته د وسله والو مخالفانو او د هغوی د ملاتړ کوونکو د هڅونې سبب کېدای شي.

ښاغلی جلالي لیکي، د دغو ټولو علتونو په خاطر لا هم ډېر خلک هیله لري چې له افغانستانه د ټولو نړیوالو پوځیانو د وتلو د مخنیوي لپاره به دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک شي.

علي احمد جلالي په عین حال کې وايي، یوازې بهرني پوځیان او پیسې هم په افغانستان کې سوله او ثبات نه شي راوړی. د ده په باور افغانستان یوه مشروع او اغېزمن حکومت ته اړتیا لري چې د قانون حاکمیت، ټولنیز عدالت او بشري حقونو ته ژمن وي. په ورته وخت کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په عملیاتي، لوژیستیکي، استخباراتي او مواصلاتي ظرفیتونو کې د غټ پرمختګ له راوړلو پرته د ناټو او امریکايي پوځیانو حضور حالات نه شي بدلولی.

دی وايی، په افغانستان کې بلوا او ترهګري یوه سیمه ییزه ستونزه ده. د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو، په تېره بیا د پاکستان جدي همکاري په افغانستان کې د ترهګرو او سخت دریځو ډلو د ریښو د وچولو لپاره پکار ده.

پروفیسر جلالي د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالوځواکونو له وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو ټیټوالي ته په پام سره خطر حقیقي بولي او وايي چې باید د مخنیوي لپاره یې له یوې خوا د امنیتي خطر اندازه ټیټه شي او له بلې خوا تهدید ته د ځواب ورکولو ظرفیت لوړ شي.

ښاغلی جلالي دې هدف ته د رسېدو لپاره د لومړنیو ګامونو په توګه د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجه کې د مشروع او موثر حکومت رامنځته تګ، له طالبانو سره د پخلاینې په برخه کې پرمختګ، او د ترهګرو د اډو او د پولې له پوري غاړې د حملو د مخنیوي لپاره د پاکستان د همکاري یادونه کوي.

ښاغلی جلالي په دوهم ګام کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالو مالي ملاتړ او د افغانستان اقتصادي ثبات ته په اشارې وايي چې د افغان ځواکونو د ظرفیتونو ښه کېدا او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د اقتصاد د ناببره خرابېدا مخنیوی مهم دي.

علي احمد جلالي سره له دې چې د نړیوالو پوځیانو د حضور بل ښه متبادل نه ویني، په دې تاکید کوي چې د نړیوالو پوځیانو حضور په یوازې توګه ثبات نه راولي او یو وار بیا ښه حکومت د ثبات کیلي بولي.

3 thoughts on “جلالي: ښه حکومت او اغېزمن ځواکونه ثبات راوستلی شي”
  1. ښکلی څرګندونی د محترم جلالی صیب لخوا

    دا تیرو تجربو ښودلی چه افغانان بیا د ایران او پاکستان لکه دوه سپوپشان بیا راماتیږی او دغه افغانان د خپلو تالی سټو په زریعه چه هغه په نوم جهادیان او نور دی، خپل وطن پری ورانوی

    اودغه ملک په کڼدوالو بدلوی. کرزی بی ځایه څرګندونی کوی او دخپل ځان لپاره کارکوی هغه سره دافغانانو هیڅ فکر نشته

  2. خدای ج د وکړی چی داکتر اشرف غنی احمدزی ولسمشر شی او جلالی صاحب د ملی دفاع وزیر په توګه وګماری
    مصطفی له کابل څخه

ځواب ورکول mustafa ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *