د ننګرهار زړه جلال اباد ښار اوس د کتابونو د چاپولو او پلورلو په یوه مرکز بدل شوی دی، له کتاب سره مینه په دغه ښار کې تر دې کچې رسېدلې، چې د یوه مارکیټ د ویډیو ګیم پخواني دوکانونه هم په کتابتونونو بدل شوي دي.

د جلال اباد ښار د اسحاقزي مارکیټ تل خونه چې له نن نه درې کاله وړاندې د ویډيو ګیمونو یو ستر بازار او د ښار د اوزګارو خلکو د راټولیدو ځای و اوس د کتاب پلورلو او کتاب چاپولو په یو ستر بازار بدل شوی دی.

دلته اوس خلک د ویډيو ګیمونو لپاره نه راځي؛ اوس خلک دې مارکیټ ته د کتابونو د اخیستلو په موخه ورځي، د کتابونو په دې بازار کې دیني، سیاسي، ټولینز، سپورتي او فرهنګي کتابونه پیدا کیږي.

د کتابونو دغه بازار اوس سړي له ځان سره د پیښور د خیبربازار او کیسه خوانۍ د کتابونو بازار ته د یوې شیبې لپاره بیايي، خو کله چې بېرته راستون شي د جلال اباد ښار د کتابونو په مارکیټ کې داسې ورک شي چې تر ورستي دوکانه يې ټوله ورځ اړولې وي.

دغلته لسکونه خپروندیه ټولنې او کتاب پلورنځي شته دی او هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ نه خلک دلته په کتابونو اخیستلو پسې راځي.

کتاب پلورنکې د خپل کار نه خوښ دي؛ دوی وايي له یوې خوا ورته د کار کولو زمینه برابره ده او له بله اړخه يې سر او کار له کتاب او د کتاب له مینوالو سره دی.

د ختیځ کتاب پلورنځي مسول زاهدلله ناصري وايي: له تېرو دوه کلونو راهیسې په دې مارکیټ کې خپرندویه ټولنه او کتاب پلورنځي لري. د زاهدالله خبره ده چې د کار نه ډېر خوشاله دی او د کتاب د پلور بازار يې ورځ تربلې د ښه کیدو په حال کې دی.

هغه وايي معمول د ورځې د له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانیو پورې کتابونه خرڅوي چې ورځنې ژوند له همدې لارې مخکې وړي. هغه وايي له نیکه مرغه اوس د کتاب د لوستلو او د کتاب د اخیستلو دود راغلی دی او خلک اوس په کتابونو پیسې ورکوي.

زاهدالله وايي: (( زه خپل کار ته ډېر خوشاله یمه د کور خرچه هم له همدې پوره کومه او سر او کار مې هم له لوستو کسانو سره دی)).

د ناصري په وینا د دې سره سره چې د کتابونو مینوال ورځ تر بلې ډېریږي، خو د کلتور ریاست باید دوی ته د نندارتونو زمینې برابرې کړي ترڅو خلک د کتاب او د مطالعې سره نور هم بلد شي.

د کتابونو دې تود بازار خلکو ته هیلي پیدا کړي دي، چې په هیواد کې ورځ تر بلې ځوانان د لوست او زده کړې سره مینه ډېروي او دا یو ښه او نیک زیری دی.

فرهنګي څارونکي وايي په جلال اباد ښار کې د کتابونو د داسې یو تود بازار جوړیدل او هره میاشت د لسګونو کتابونو خپریدل د د کتاب د لوستوالو د زیاتوالي ګواهي ورکوي.

نن سبا په جلال اباد کې د لسګونو کتاب پلورنځيو ترڅنګ لسګونه خپروندیه ټولنې هم کار کوي چې هر کال لسګونه کتابونه خپروي.

په ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې مشر اکرام الله اکرام وايي په دې ورستیو کې په ننګرهار کې د کتابونو د چاپ بهیر ډېر چټک روان دی او خلک د کتابونو لوستلو سره ډېره لیوالتیا ښيي.

اکرام زیاتوي ورځ تر بلې د خلکو د پوهې کچه لوړیږي او همدا لامل دی چې د کتاب غوښتنه هم ډيریږي.

د اکرام په وینا نن سبا په بازار کې هر ډول کتابونه مینوال لري یانې تر دې وړاندې به یوازې خلکو له شعر او ناولونو سره مینه او علاقه ښودله خو اوس هر ډول کتابونه ټولنیز، دیني، سیاسي او داسې نور ټول لوستونکي او مینوال لري.

نوموړي وايي : خپله د دوی ټولنې د تېر یوه کال په اوږدو کې تر پنځوسو زیات بېلا بېل کتابونه خپاره کړي دي او دا لړۍ اوس هم په چټکۍ سره روانه ده.

اکرام وايي سره د دې چې د کتابونو د چاپ بهیر په چټکۍ روان دی د ګټو ترڅنګ يې یو لړ تاوانونه هم ټولنې ته اړولي دي، چې ډېر واړه دي، خو باید مخه یې ونیول شي. په خبره يې د کتابونو په دې ګرم بازار کې ځينې داسې کتابونه هم د چاپه راوځي چې د چاپ او خپرولو ارزښت نه لري. دی وايي د کلتور ریاست دنده، چې روان بازار وڅاري او د دا ډول کتابونو د خپرولو مخنیوي وکړې.

هغه زیاتوي د کلتور ریاست چې په ننګرهار کې یوازې په نوم ریاست دی نور يې په دې تېرو لسو کلنو کې هیڅ نه دي کړي.

د اکرام په وینا یاد ریاست ایله په تېرو څوکلونو کې په دې وتوانیدلو چې د کلتور ریاست د ننه د کتابونو یو ورځينی نندارتون پرانیزې . غوښتنه يې داده که چېرته د کلتور ریاست د ننګرهار د خپرندیوه ټولنو لپآره په میاشت کې یو ځل د جلال اباد ښار سیراج العمارت بڼ کې، چې یو عام ځای دی، د کتابونو نندارتون د جوړولو لاره برابره کړي، نو د کتاب د لوستوالو او مینوالو په زیاتوالي کې به يې مهم رول لوبولی وي.

په جلال اباد کې د مازیګر کتاب پلورنځي او خپرندیوه ټولنې مشر شاعر او لیکوال عزت الله ځواب وايي له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په جلال اباد کې خپرندویه ټولنه او کتاب پلورنځي لري. هغه وايي ورځ تر بلې د کتاب لوستوال او مینوال زیاتیږي او د خلکو مینه د کتابو سره په ډېریدو ده؛ اوس خلک په دې پو شوي دي چې د کتاب لوستل تر بل هر څه ارزښتمند دي.

ځواب زیاتوي سره د دې چې دوی په جلال اباد کې د کتابونو د چاپولو او خپرولو په بهیر کې له یو لړ جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو بیا هم دغه اوسنی بهیر ښه روان دی.

د نوموړي په وینا دوی تر ټولو لویه ستونزه د برېښنا د نشتوالي لري همدا د برېښنا نشتوالی دی، چې لا هم په جلال اباد ښار کې داسې مطبعه نشته دی، چې د کتابونو د چاپ او خپرولو ټولې چارې لکه څنګه چې په ګاونډي هیواد پېښور کې سرته رسیږي ترسره شي.

د ځواب په وینا همدا لامل دی چې د خپرندویه ټولنو مسولین خپل ټول کتابونه په پېښور کې چاپوي چې د تګ او راتګ پر وخت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

خو ځواب سره د دومره ستونزو بیا هم د جلال اباد د کتابونو روان بهیر ښه ارزوي او وايي چې دا لړۍ ورځ تر بلې د پرمختګ په لور روانه ده.

هغه وايي دوی د هیواد اکثره ولایتونه ته خپل کتابونه استوي او د خوست، هلمند، پکتیا، کندهار او داسې نورو ولایتونه ورته د کتابخانو څښتانان په کتابونو پسې راځې.

د ځواب په وینا تراوسه پورې يې د مازیګر او او ګودر خپرندویه ټولنو څخه په لسګونه ټوکه کتابونه د لوستونکو تر ګوتو رسولي دي.

بل پلو په ننګرهار کې د اطلاعاتو کلتور ریاست ریس اورنګ صمیم وايي: دوی چمتو دي چې د ننګرهار کتاب پلورنکو او خپرندیه ټولنو ته هره میاشت د کتابونو د نندارتون د جوړولو زمینه برابره کړي او په دې برخه کې ورسره هرډول همکارۍ ته تیار دي.

هغه وايي په تېرو څو کلنو کې تر ۸۵۰ زیات کتابونه چاپ شوي دي چې دا ډېر د خوشالی ځای دی. په وینا يې نن سبا ګڼ خلک په خپلو کورونو کې یو یو وړوکی کتابوتون لري او همدا لامل دی چې په ننګرهار کې د کتاب لوستلو فرهنګ ورځ تربلې غنی کیږي.

احمد جمال جمال د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکی دی په داسې خال کې چې د مازیګر خپرندویه ټولنې او کتابتون ته په کتابونو اخیستلو پسې راغلی و، “ یاران ویب “ سره په خبرو کې وویل، چې له کلي راتلو نو ډېرو ملګرو او کلیوالو يې پرې د ښار څخه د کتابونو حوالې وکړې او اوس راغلی دی، چې د هغوی او د ځان لپاره کتابونه یوسي.

نوموړي وویل: (( زه چې هر کله ښار ته راځم یا مې کوم ملګری راځي نو ضرور ورته وایمه چې دوه درې کتابه یا مجلې له ځان سره راوړي، زموږ په کلي خلک د کرکټ سره ډېره مینه لري او زه چې نن سهار راتلمه ملګرو مې راته ویل چې مجلې هم له ځان سره راوړه دلته مې اوس یاران سپورټ او ځينې نورې مجلې هم واخیستې او کلي ته يې وړمه)).

احمد جمال وايي دی له کتاب لوستلو سره ډېره مینه لري او د تېرو څو کلونو په اوږدو کې يې څو ټوکه هغه کتابونه چې د بېلا بېلو ژبو څخه پښتو شوي وو، ولوستل.

شاعر او ژورنالیست رحمت الله زیارمل هم د کتابونو د چاپ او پلور اوسني روان بهیر ته خوشبین دی. نوموړی وايي : ((تر دې وړاندې داسې وو، چې له ډېرو خلکو سره به کتابونه وو یانې لیکلي او یا به يې ژباړلي وو، خو د چاپ وس به يې نه درلودلو، ولې اوس د خپرندیوه ټولنو په ډېریدو سره د کتابونو د چاپ بهیر ګړندی شوی او ډېرو هغه کسانو هم خپل کتابونه چاپ کړل، چې تر دې وړاندې ورسره د کتاب د چاپ توانيي نه وه)).

زیارمل زیاتوي کله چې د کتاب پلورنځيو او خپرندیوه ټولنو شمېر زیاتیږي او ان تر دې پورې چې په جلال اباد ښار کې يې یو ځانګړی ځای او بازار جوړکړی، نو دا بیا د دې خبرې ثبوت وړاندې کوي، چې د کتاب لوستوال او مینوال زیات شوي او دا هغه خبره ده، چې دا ملک د پرمختګ لور ته بېولی شي.

زیارمل وايي سره د دې چې د کتابونو روان ګرم بازار ته خوشاله دی، خو یوه اندېښنه دا لري، چې دې ګرم بازار کې ځېنې داسې کتابونه هم چاپ کیږي چې ان په لوستلو هم نه ارزي.

هغه وايي هغه څوک چې کتاب چاپوي تر خپرولو وړاندې يې باید ځينو دوستانو ته د بیا کتلو په موخه ورکړي او هغه ټولنې، چې یاد کتاب خپروي باید د بیا کتنې یو څانګه ولري او لومړی وګوري چې دغه کتاب د خپرولو او چاپ کولو ارزښت لري او کنه .

دی وايي نن سبا ځينې داسې کتابونه چاپ شوي دي، چې د ګڼو نیمګړتیاو سره سره بازار ته وتلي دي.

د ننګرهار پوهنتون د ښونې او روزنې د پوهنځي استاد پوهندوی محمد ابراهیم همکار وايي د هرکار له پیل سره ښیګڼې او بد ګڼې موجودې وي، په خبره يې تر دې وړاندې چې په پښتنو کې د کتاب لوستلو شعور کمزوری و، خو اوس داسې ښکاري چې د کتاب مینوال زیات شوي دي.

استاد همکار هم د کتابونو په دې تېز بازار کې د ځينې غیر معیاري کتابو د چاپولو او خپرولو خبره کوي چې په اخلاقي ډول ټولنه د دې پر ځای چې سمې لارې ته یوسي بدې لارې ته راکاږي او ګڼې تېروتنې هم له ځان سره لري.

همکار وايي هغه ټولنې، چې د کتابونو خپرولو او چاپولو دنده لري باید کتابونه تر خپرولو وړاندې یو ځل د کتاب کتلو یوې باصلاحیته ډلې ته وښايي تر څو يې ګرامري او نورې نیمګړتیاوې سمې شي.

د استاد همکار په وینا دی د کتابونو روان بهیر ته خوشاله دی او دا بهیر د دې زیری ورکوي چې په پښتنو کې هم د کتاب مینوال ورځ تربلې زیاتیږي او دا لویه تشه چې پښتنو لرله د ډکیدو په حال کې ده.

د کلتور ریاست ریس اورنګ صمیم وايي دوی د کتابونو د چاپ خپرولو لپاره پراخه زمینه برابره کړې ده ځکه تر دې وړاندې به کتابونه یوازې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چاپول، خو اوس يې خپروندیه ټولنو ته واک ورکړی دی چې کتابونه چاپ کړي او خپاره يې کړي.

صمیم وايي پخوا به چې کتابونه چاپیدل، نو د علومو اکاډمیو او کابل پوهنتون د باصلاحیته کتنپلاوي له نظره به تېریدل، خو اوس ازاد بازار دی او هر سړی کولی شي چې کتاب چاپ کړي په وینا يې دلته د مدني ټولنې او فرهنګي سازمانونو دنده، چې پرې کرکتنې وکړي او نیمګړتیاوې يې ورته په ګوته کړي.

اورنګ صمیم وايي په اولو کې به ځينې نیمګړي کتابونه چاپ شوي وي، خو اوس لیکوالان او د کتابونو خپرونکي پوشوي دي او د خپلو نیمګړتیاو مخه یې نیولي ده.

د صمیم په وینا دی له هغه بهیر نه چې د کلتور وزارت به کتابونه چاپول او ډېر کم کسان به په دې توانیدل چې خپل کتاب چاپ کړي اوسني بهیر ته خوشاله دی او تر تاوان يې ګټې ډېرې زیاتي دي.

اورنګ صیم وايي دوی تر دې دمه پورې څلور عامه کتابتونه لري او هڅه کوي چې په دې نږدې راتلونکي کې یو ستر عامه کتابتون په جلال اباد ښار کې جوړ کړي چې هر څوک وکولی شي چې ترېنه ګټه واخلي.

هغه وايي زه خلکو ته زیرې ورکومه چې په نږدې وخت کې به په جلال اباد ښار داسې یو عامه کتابتون جوړ کې چې په اوسنیو ټولو اسنتیاوو به سنمبال وي او خلک به ترېنه ګټه اخلي.

2 thoughts on “جلال اباد، که د افغانستان د کتابونو ښار / ایمل مړوند”
  1. څومره د خوښۍ خبره ده چې پښتانه د ټوپک او برچې پرځای کتاب ته مخه کوي.یاره زه خو ددې خبر په لوستلو سره له خوښۍ نه په جامو کې نه ځاييږم.

ځواب ورکول zaif afridi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *