د جلال اباد ښار د کرکټ د وسایلو پلورونکي وايي چې د دغې لوبې اتلانو په خپلو بریاوو، خلکو کې له کرکټ سره مینه پیدا کړې او د دې مینې له برکته د دوی کاروبار ښه شوی دی. دوی وايي د کرکټ وسایلو د اخیستونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او د دوی کاروبار هم د مخکې تلو خواته روان دی.
که څه هم کرکټ لوبه په ( ۱۹۹۵) کال کې ثبت شوه خو د حامد کرزي په مشرۍ جوړ حکومت کې اوج ته ورسېده او د عام ولس زړونو ته خو یې هغه وخت لاره وکړه، چې کله د کرکټ ملي لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې وځلیدې. د کرکټ د ملي ټیم غړو لومړى بهرنى سفر په ٢٠٠٤ کال کې ماليزيا ته وکړ او د (ICC) په نامه يوه ټورنمنټ کې يې برخه واخیسته او د لومړي ځل لپاره په نړيوالو سياليو کې په ٢٠٠٩ کال کې د انګلستان په جرسي ټاپو کې ولوبېدل.
افغان لوبډلې په لږه موده کې ډېر اوږد سفر وکړ او بې ساري بریاو يې د خلکو په زړونو کې دغې لوبې او لوبغاړو ته مینه راوټوکوله. د جلال اباد ښار هغه دوکانداران چې د کرکټ وسایل پلوري وايي همدې مینې د دوی کارو بار ښه کړی دی.
دوی زیاتوي پیرونکي يې زیات شوي او اکثره د ښونځي زده کونکي ورنه د کرکټ وسایل، بیټونه بالونه او ځينې نور شیان اخلي.
رحمان الله د جلال اباد ښار د محابراتو څلور لارې ته څېرمه په یو مارکیټ کې د (( U.K )) په نوم د کرکټ وسایلو یو لوی پلورنځی لري. هغه وايي تر پخوا يې اوس مشتریان زیات شوي او کارو بار يې ورځ تر بلې د ښه کیدو په خوا روان دی.
په خبره يې اته کاله کیږي چې په جلال باد کې د سپورټ او په ځانګړي ډول د کرکټ لوبې د وسایلو هټۍ لري.
(( په اولو وختونو کې زموږ د کار مزه نه وه او ان څو ځله مې هوډ وکړ چې هټۍ تړمه ځکه کرایه مې ډېره ورکوله خو سودا نه کیده خو په دې ورستیو کې مو بازارنو نه ډېر ښه شوي دي او ورځ تر بلې د کرکټ مینوال زیاتیږي چې د پخوا په پرتله يې زموږ په پلور څو چنده اغیز کړی دی.))
د رحمان الله په وینا پخوا به يې په میاشتو میاشتو هم هټۍ ته مال نه راوړ، خو اوس هره میاشت دوه ځله د کرکټ وسایل راوړي او پلورل کېږي.
زموږ د کرکټ سیالۍ چې د ټلویزیون پر پردو ماشومانو وکتلې او هم یې په هېواد کې له خپلو اتلانو د ولس د تودو هرکلیو نندارې وکړې، نو دوی هم دې ته وهڅېدل چې بیټونه را واخلي او حتی کوڅو کې منډې را منډې پیل کړي.
مصطفی ایله ۱۲ کلن زلمکی دی. نوموړی د ښار یوې هټۍ ته چې د کرکت وسایل په کې پلورل کیږي راغلی و.
مصطفی وايي: (( د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې مې محمد نبي او حمید حسن ډېر خوښیږي زه غواړمه چې کرکټ وکړم او یو وخت د محمد نبي عيسی خېل په شان لوبغاړی شمه.))
مصطفی د ښونځي په ۵ م ټولګي کې زده کړې کوي. وايي خپل درسونه هم وايي خو هره ورځ مازیګر کې د نورو ملګرو سره یو ځای کرکټ لوبه کوي.
دی وايي په کور کې يې څوک د کرکټ لوبې مخ نیوی نه کوي خو په درسونو ویلو ورته ټينګار کوي.
هغه وايي: (( زه الرونډر یمه بال اچونه او توپوهنه دواړه کولی شم، تر اوسه مې په یوه لوبه کې د ملګرو سره درې ویکټې هم اخیستي دي.))
عمران هم ځوان زلمکی دی. دی د بیټ په اخیستلو پسې هټۍ ته راغلی و. عمران وايي د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي يې خوښیږي، خو حمید حسن يې د زړه لوبغاړی دی.
((زما ټول لوبغاړي خوښیږي، خو حمید مې ډېر زیات خوښيږي او کله چې ناروغه و نو ماته ورته تل دوعاګانې کولې. د الله مې سوال دی چې یو وخت د حمید په شان توپ اچونکی جوړ شمه.))
دی وايي کله چې به يې د هېواد ملي لوبډلې لوبې د ټلویزون په پرده لیدلې نو په زړه کې يې د کرکټ سره مینه پیدا کېده او همدا لامل دی، چې نن سبا يې کرکټ کولو ته مخه کړې ده.
عمران وايي د خپل درسونو او د نور کارونو تر څنګ کرکټ ته هم وخت ورکوي او د خپلو ملګرو سره وخت ناوخت سیالۍ په لاره اچوي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې بې ساري او تېز پرمختګ ټوله نړۍ حیرانه کړې ده او د نړیوالو حیراني خو هغه وخت لا زیاته شو، چې افغانستان په ٢٠١٠ کال کې نړيوال شل اووريز جام ته لاره پيدا کړه. دغه لوبې د امريکا لویې وچې د ويسټ انډيز په ټاپو ګانو کې وشوې، په دې نړيوال جام کې افغانستان له هندوستان او سويلي افريقا سره ولوبيد، لوبې يې ونه ګټلې، خو ښه مقابله يې وکړه او د نړيوالو څارونکیو پر ژبو د افغانستان د کرکټ صفتونه جاري شول.
همدا لامل وو، چې د لوبډلې دې بې ساري پرمختک په کور دننه د کرکټ کڼ مینوال او لوبغاړي را څرګنډ کړ.
په اولو کې ګڼو خلکو سره اندښنه وه، چې په هیواد کې ( ډومیسټيک ) یا کورنی کرکټ کمزوری دی او یو وخت به مو ملي لوبډله د ښو او ځوانو لوبغاړو د کمښت سره مخ شي.
خو د نیکه مرغه چې نن سبا موږ د دې شاهد یو چې د ۱۶ کلونو، ۱۹ کلونو او په ولایتي کچه باندې بېلا بېلې لوبډلې او لوبغاړي لرو چې ځينو يې ملي ټيم ته هم لاره پیدا کړې ده.
جلال اباد ښار د هېواد هغه ښار دی چې تر بل هر ځایه په کې د کرکټ مینوال او کرکټ لوبغاړي زیات دی.همدا لامل دی، چې تر بل هر ځایه په کې د کرکټ وسایل هم ډېر پلورل کیږي.
جمال هم په جلال اباد ښار کې د کرکټ وسایلو پلورنځی لري. نوموړی وايي نن سبا يې مشتریان ( اخیستونکي ) دېر زیات شوي دي او لاهم دا شمېر لوړیږي.
د مینې او شوق تر څنګ سپورټ روغتیا ته هم ګټه رسوي او هغه کسان چې سپورټ کوي بدن يې سالم او له نارغیو په امان وي. ډاکټر اسد الله االکوزی، وايي سپورټ که هر ډول وي بدن په حرکت راولي او د روغتیا لپاره ګتور دی.
په ختیځ زون کې د کرکټ بورډ ریس قرار غزیز وايي خوښ دي چې د کرکټ مینوال ډېریږي او دوی ( ډومیسټیک ) یا کورني کرکټ ته ډېر ارزښت ورکوي هڅه کوي چې په دې برخه کې پټ استعداونه پیدا کړي او هغه وروزي.
نوموړي وايي، په جلال اباد ښار کې يې د کرکټ څو لوبغالي او یوه اکاډمۍ جوړه کړې ده او لا هم په هڅه کې دي چې ځينې نور میدانو او کرکټ لوبغالي هم ورغوي تر څو ځونان وکولی شي، چې په اسانه خپلې لوبې تر سره کړي.
هغه وايي دوی وخت ناو وخت ولایتي یا د ولایتونو تر منځ او په دا خل کې د ولایت سطحه سیالۍ په لاره اچوي چې تر ډېره يې ترېنه موخه د نويو لوبغاړو پیدا کول وي.
افغانستان اوس د ٢٠١٥ کال د يو ورځني پنځوس اووريز (ون ډې) نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې روان دى او ډېر زیات چانس لري، چې دې نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.
د کرکټ څارونکي وايي که چېرته افغانستان دا کار ي وکړي ، نو دا به د افغانستان کرکټ په تاريخ کې ډيره لويه لاسته راوړنه وي، چې په ډېره کمه موده کې يوه لوبډله چې نوې کرکټ ته مخه کړې، نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.
کرکټ لوبه په افغانستان کې لا ځوانه ده، ایله له نن نه لس کاله وړاندې په هېواد کې د کرکټ ملي لوبډله جوړه شوې، خو په ډېره لږه موده کې يې نړۍ ګوته په غاښ کړه او ان تر دې پورې چې نړیوالو افغان کرکټ ملي لوبډله د جادويي لوبډلې په نوم هم یاده کړه.
افغان لوبغاړو په نه امکاناتو او لږه موده کې وکولی شول، چې په نړیواله کچه ډېرې بریاوي خپلې کړي او همدا لامل و، چې ځان يې ډېر ژر د کرکټ په نړیواله شورا او دنیاوالو وپېژانده.
په کور د ننه يې هم ګڼ شمېر مینوال پیدا کړل او خلکو ورته ډېره زیاته مینه ورکړه. همدا لامل و، چې په هېواد کې د کرکټ ملي لوبډلې په جوړیدو او په ډېره لږه موده کې د هغوی بې ساري پرمختګ د کرکټ ډېر زیات مینوال او لوبغاړي وزیږول.
خدای خو دی همداسی گرم و نرم لری