مدثر اسلامي

جمعیت اصلاح افغانستان د تاسیس له ورځې (نږدې یوولس کاله وړاندې) په هیواد کې د یو دیني مدني حرکت په توګه هیواد او اسلامي امت پورې اړونده مسایلو ته پوره اهتمام کړی او د هیواد په مادي او معنوي بیارغونه کې یې د پام وړ کارونه کړي دي.

د عامو افغانانو دیني پوهاوی او اسلامي احساس پیاوړي کول، زرګونو هلکانو او نجونو ته تعلیمي او تحصیلي فرصتونه برابرول، بې وزله او مصیبت ځپلو کورنیو سره مادي او مالي مرستې، د ځوانانو روزنه او تنظیم، د ښځو تر منځ د اسلامي لارښوونو عامول او په ښځو کې د اجتماعي فعالیت او خیریه رضاکارانه کار روحیه ایجادول، د حشرونو په ډول د چاپیریال او ښار پاوکونې دود کول، د تاریخي شخصیتونو او تاریخي پيښو په اړه د علمي او تحقیقي کنفرانسونو او سیمینارونو له لارې هیوادوال له خپل تاریخ سره تړل، په ټولنه کې له وطن سره د مینې او وطن جوړونې احساس راژوندی کول او ټولنې ته د یوه اسلامي مدني حرکت نمونه وړاندې کول د جمعیت اصلاح د کلونو کلونو کار وړې نمونې دي.

طبیعي ده، چې د نړۍ په هر هیواد کې داسې حرکتونه، چې غړي یې یواځې د دیني روحیې او اجتماعي مسئولیت له مخې دومره خدمتونه وړاندې کوي، کله د کینې او کله د ناپوهۍ له امله تورنیږي. ډیری وخت دا تورونه دومره بې اساسه او سطحي وي، چې تر یوې اونۍ هم دوام نکوي. له یوې دوه ورځو وروسته بیا تورنو ته د ویلو هیڅ نه وي پاتې او حرکتونه خپل کارونه کوي.

ملا صبور
ملا صبور

د جمعیت اصلاح د یوه غړي او د “مجمع عمومي علمای افغانستان” مشر شیخ القرآن مولانا عبدالصبور یوه ویډیو، چې پکې یې څو کاله وړاندې په هیواد کې په حکومتي کچه د بې حجابۍ تاریخچه څیړلې او پدې اړه یې امان الله خان د بې حجابۍ لومړی موسس بللی، پدې وروستیو کې سیکولر، نشنلست او کمونستو (ډیری) پښتنو ته په جمعیت اصلاح د تورونو لګولو بهانه جوړه کړه. پدې ترڅ کې ځینې عام افغانان هم د دې ډنډورو تر اغیز لاندې راغلل او له تاریخه په ناخبرۍ یې په جمعیت اصلاح پسې بډې ووهلې.

دا لومړی ځل ندی، چې جمعیت اصلاح د ځینې معلومو اشخاصو له لوري په بیلا بیلو بهانو تورنیږي؛ باور مې دی وروستی ځل به هم نه وي. پدې ترڅ کې واقعیت دا دی، چې جمعیت اصلاح د یوه دیني حرکت په توګه هر ځل لداسې ازموینو لا بریالی راوتی؛ زه له تور لګوونکو مننه کوم، چې زمونږ پیاوړتیا ته ژمن دي.

په همدې حال کې په پښتون نشنلست او ناخبره احساساتي ځوان غږ کوم، چې خپله کرښه له ‏کمونستانو بیله کړي. کمونستان که په هره لار هڅه وکړي، پدې ولس او ټولنه کې ځان ته ځای پیدا کړي، دا کار شونی ندی. کمونستانو لدې هیواد او ولس سره د تاریخ تر ټولو لویه جفا کړي، چې د ولس تل پاتې کرکه به لدوی څخه د دې ناروا، باج اخلي.

ياتې شوه د نشنلست خبره، زه او ته لدې هیواد سره د مینې شریکه ادعا لرو؛ تا ته کیدای شي دا چاره یو فکري ذوق او تنظیمي مجبوریت ښکاره شي، زه یې د دین بر خه بولم. توپیر دا دی، چې ستا له پاره د وطن او وطنولۍ خبره لوی کار دی او ما د وطن جوړولو ته اصلي کار ویلی دی.

د وروستۍ پیښې په غبرګون یو ځل بیا د جمعیت اصلاح غړو او پلویانو د نظر اختلاف ادابو ته په پام په لومړي سر کې د جمعیت اصلاح او مولانا عبدالصبور دفاع وکړه او وروسته، چې د جمعیت اصلاح غړو د تور لګوونکو ادعاوې په علمي او تاریخي ډول رد کړې او د هغوی ارزښتونه یې تر پوښتنو لاندې راوستل، هغوی ته د ویلو ډیر څه نه و پاتې. همدارنګه مولانا له خورشید تلویزون سره په مرکه کې تیره ورځ وویل، چې هیڅ چا ته یې کافر ندي ویلي.

شیخ القرآن مولانا عبدالصبور په افغانستان کې د جمعیت اصلاح په ابتکار جوړوو شوو “قرآن پوهنې” دورو موسس دی، چې په بیلا بیلو ولایتونو کې یې دورو ته په لسګونو زره سړي او ښځې کیني. مولانا اوس مهال همدارنګه د قرآن کریم پښتو ترجمه او تفسیر کوي، چې غږیزه بڼه یې له اصلاح غږ راډیو هره شپه خپریږي.

17 thoughts on “جمعیت اصلاح او موسمي بریدونه/ مدثر اسلامي”
  1. ښاغلی مدثر،‌
    تاسو نه دي ویلي چې د جمعیت اصلاح او د پاکستان د جماعت اسلامي ترمنځ چې د پاکستان د پوځ او آی ایس آی دویم مخ دی اړیکې څنګه دي؟
    تاسو نه دي ویلي چې جمعیت اصلاح په افغانستان کې د ورځنیو قتلونو او جرایمو په هکله ولې دریځ نه نیسي چې د افغانانو او افغانستان یو ملي ارزښت په سپکه یادوي،‌ بې دینه یې ګڼي؟
    تاسو دا ولې نه دي ویلي چې کله لارنس صبور امان الله خان د ږیرې کلولو،‌دریشي اغوستلو او ښځه یې د ټیکري په لیرې کولو بې دینه ګڼي، بیا تاسو په کوم دلیل سید قطب (بې ږیرې)، رجب طیب (بې ږیرې) مسلمانان ګڼئ او د مسلمانانو مشران ګڼئ،‌ ډاکتر ذاکر نایک (درېشي اغوستونکی)‌ نه نقد کوئ او د سقاو زوی چې د دواړو ښځو یې بې نظیرې او سروري سنګري یې بې پرتوګه عکسونه خپاره شوي دي مجاهد ګڼئ؟
    افغان ولس نه کمونست دی او نه دهري،‌ دا ستاسو د جمعیت اصلاح د پاکستانۍ پروژې چټیات نه دي چې تاسو پرې د یوه لوی ولس وګړي د کمونست، امپریالست او بل او بل په نومونو یادوئ، دا یو هېواد دی یو ولس دی خپل ارزښتونه لري او داسې ډېرې پاکستانۍ،‌ایرانۍ او نورې پروژې ورته راځي او ورکیږي، دا چې ستاسو پروژې دوام وکړ دا د قران او حدیثو د دورې برکت وو چې خلک مو پرې غولول او دوکه کول، که نه لا د وخته به یې د انګلیس لارنس صبور په حیث پنجابي ملایانو په خولو کې تیږې ټک وهلې وې.‌
    پښتانه نشنلستان او افغانان ناخبره نه دي، تاسو په خپله ناخبره او خپل تاریخ او هېواد څخه لیرې د پاکستاني کمپونو د جهل په تیارو کې ساتل شوي یئ چې ملي ارزښتونه مو سپکول کیږي او تاسو ورته خړ خړ ګورئ بلکه ستاسو د اکثرو میندې هم پنجابیانې دي ځکه درته افغاني ارزښتونه هېڅ ښکاري. که نه همدا لارنس صبور چې د لاهور له منصورې نه فنډ اخلي دی دې لاړ شي او په لاهور کې اسلام اباد کې یا حتی پېښور کې دې ووایي چې د انګلیس پونجه زوی جناح بې دینه وو چې په سوغۍ یې بوتل ور منډي که یې پرېږدي؟
    توف او لعنت شه او په داسې تربیه شه چې تاسو یې ترلاسه کوئ او افغانستان ورانوئ.

  2. اول دا دخپل فوټو بک ګروند ته وګوره بیا د دین او دینداری خبرې کوه ، زه افسوس پردې کووم چې زموږ د ولس ځینی وګړي اوس هم دغه قدرت طلبه ملایان غولوي او د خپلو خبرو له اغیز لاندیی راولي. ښاغلې مدثره: که ته وغواړي او یا ونه غواړي ستا د اصلاحیانو پوچې مفکورې او د قدرت حرص ته به ولس یوه ورځ د نه ځواب ورکوي.

  3. مدثر خانه وروره سلامونه! تا هڅه کړې ده چې د ملاصبور او د خپلې ډلې کړنو ته پوله جوړه کړې. خو بریالی شوی نه یې ځکه تا نه دي ویلي چې ولې هغه له معلوم الحاله کسانو سره لاس یو کړی او په دې وخت کې داسې جنجالی خبرې راپورته کوي چې زموږ دا اوسنی حالت نور هم ورانولی شی. که دی ځانته دعوتګر وایی نو له فتوا ورکولو او تکفیرولو پرته بله لاره نه وه چې ده خپله کړی وای. ښه به داوه چې ده داسې کار کړی وای چې قومي او سمتي تعصبونه راکم کړی وای بلکه لمن خو نه وای ورته وهلی. خو ده دا کار په ډېره بی شرمی وکړ او ته یې هم توجیه کوې. دا د اسلامي دعوت څخه لیرې کار او دیوه دیني عالم له شانه هم لیرې خبره ده. اړینه بریښي چې هغه په دې کې کومه موخه لري هر څه چې وي پاکه نه ده.

  4. مدثر خانه ته او ستا ملګري باید پوه شی چې د ملکونو د جوړولو او په پښو درولو لپاره دوه شیان بیخي اړین دي. هغه دوه شیان یو دینی روحیه او بل هیواد پالنه ده. صبور خان دلته هغه چاته توهین کړی دی چې انګریزي ښکیلاک او د کفر د ټغر د ټولیدو سبب شوی دی او بله دا چې زموږ د هیواد ازادي یې له انګریزي ښکیلاک څخه ترلاسه کړې ده. هغه توهین دواړو ملي ارزښتونو ته توهین دی. که تاسو د ځمکې هر هیواد ته وګوری دې اصولو ته خاصه پاملرنه کوي: لکه ترکیه چې نن سبا ترکیزم او اسلام ته پاملرنه کوي، ایران چې ایرانیزم او شیعه مذهب ته په ستراتیژیکه سترګه ګوري، که پاکستان ته وګورو نو محمد علی جناح یو لبرال سړی و او د هغه د رسمي بیاګرافي لیکونکی وایي چې هغه لبرال کس و خو پاکستانیان ورته قاید اعظم (رح) وایي دا ځکه چې ملي سمبولونه د یوه ملک لپاره مهم وي. خو هغه څوک چې په افغانستان کې نه غواړي د ملي وحدت اوملي هویت یوه روحیه د دیني، ملي او د هیواد پالنې د ارزښتونو په بنا رامنځ ته شي پ رښتیا له ملک سره خیانت کوي.

  5. مدثر خانه ته ملاصبور روحانی شخصیت بولې ما هم داسې فکر کاوه، کیدای شی ډېرو نورو خلکو به هم داسې انګیرله خو موږ ساده ګان نه یو او پوهیږو چې اوس هغه د یو څوشومو موخو او اغراضو لپاره او هغه هرڅه چې وي د دښمن په ژرنده اوبه وراچوي او د هیواد د ملي او اسلامي هویت، ملی یووالي د دښمنانو سره یې لاس یو کړی دی. ماهغه په تلویزیون کې ولید چې له چا سره یې لاس یوکړی دی. په یقین سره هغه له چتې وتلې دی. دا به زموږ بد قسمتي وي چې روغ سړي مو لیونیان او د نورو په خدمت کې کیږي. خدای دورته هدایت وکړي.

  6. سرلوړی دې وې اسلامی صاحب:

    جمعیت اصلاح افغانستان د تاسیس له ورځې (نږدې یوولس کاله وړاندې) په هیواد کې د یو دیني مدني حرکت په توګه هیواد او اسلامي امت پورې اړونده مسایلو ته پوره اهتمام کړی او د هیواد په مادي او معنوي بیارغونه کې یې د پام وړ کارونه کړي دي.

  7. دمدثر ترخواږه نام لاندې یې څومره زهر شیندلې دې.
    دپاکستان دآی ایس آی دکمپوراغلیه، اوداولس اوافغان له تاریخه ناخبره مدثره!
    ایا دادې هم لوستې دې اوکنه، چه دیوه هیواد تاریخې قهرمانانو ته سپکاوی، اودیوه معلوم الحال ‌‌‌‌‌‌ډاکو څخه دفاع کول یوقانونې جرم دی؟
    څومره په سپین سترګی اوبې خبری دهیواد اکثریت وګړې په هغه اودغه ویشي، اوبیادپاکو اسلامې نومونو اوالفاظو په کارولو دخپل تش په نوم دجمیعت اصلاح ولې په اصل کې دشر اونفاق اودبهرنیانو دجاسوسې سازمان پلې کوونکې ‌‌‌‌‌‌ډله دتقدس تر پولې لوړوي. تاته دهیواد وګړې ددغه ملاپه شان ړانده اوکاڼه ښکارې، چه هرڅه وایې اوخلک به یې منې. دا‌‌‌‌‌‌ډیره ښه وه، چه ددغه راتلونکې تروریستې ‌‌‌‌‌‌ډلې په هکله دې معلومات خپاره کړل اوددوی داعمالو دې پرده پورته کړه، هیڅ ورانکاره ‌‌‌‌‌‌ډله هم دخپلو کرغیړنو موخو په هکله رښتیا نه وایې، لیوان اوپړنګان هم دښکار په ورځ دچل اودوکې حرکاتو کار اخلې، نوځکه خودغه داصلاح په نوم ‌‌‌‌‌‌ډلې هم داسلام ترپردې ځانونه پټول، خوداچه خدای ج وشرمول اولکه ځان مرګی چه دپیښې مخته وچوې، دوی هم وچاودل.
    ټول هیوادوال باید ددغه راتلونکې تروریستې ‌‌‌‌‌‌ډلګۍ داعمالو اوویناو دمخنیوې په هیله سره یو موټی شي، اوپرې نه ږدې، چه یوبل داعشې سازمان داولسونو وینې وبهوي

  8. اسلامي صاحب نه پوهېږم چي تر دې دمه لا ولې نا پوهه پاتې سوی یې . نوم دي اسلامي او عکس دي د کوم غربي حوض تر غاړې اخیستی .
    او مونږ په دې ویاړو چي اصلاحیانو دا ومنله چي خلقیانو او پرچمیانو د اعلیحضرت غازي امان الله پيروي کوله همدا غازي که نه وای نن به دي والله کوم نوم غربي نوم درلود او د پلار نوم به دي هم کوم رابرټ لا ویلسن وو . هم ده دې غازي برکت دی چي نن ته فیسبوک کاروې او ملا صبور ټي وي ته ناست خپلې بابولالې وایي .

  9. Ganderi Saheb aw khalil po kholo mo babrakat shah Dase afghans dushman benamosa fitñah gar Malayan che de isi po okhro ke loy shawi Mong noor nashi gholawai . Merg per fitñah dajjal mullah wakhshi saboor ?

  10. Mudassar Islami yeh nam di khabare da Islam Kawi che afghanan somrah muselmana di aw somrah na di . Akhpale mudassar Islami shekel ogori aw bia da oggori che aks yeh cherta obassali po beach cherta che shazy aw sari loss lambi . Sharam woka be haya Allah mo Dase spukawi ?

  11. ښاغلی مدثر،‌
    تاسو نه دي ویلي چې د جمعیت اصلاح او د پاکستان د جماعت اسلامي ترمنځ چې د پاکستان د پوځ او آی ایس آی دویم مخ دی اړیکې څنګه دي؟
    تاسو نه دي ویلي چې جمعیت اصلاح په افغانستان کې د ورځنیو قتلونو او جرایمو په هکله ولې دریځ نه نیسي چې د افغانانو او افغانستان یو ملي ارزښت په سپکه یادوي،‌ بې دینه یې ګڼي؟
    تاسو دا ولې نه دي ویلي چې کله لارنس صبور امان الله خان د ږیرې کلولو،‌دریشي اغوستلو او ښځه یې د ټیکري په لیرې کولو بې دینه ګڼي، بیا تاسو په کوم دلیل سید قطب (بې ږیرې)، رجب طیب (بې ږیرې) مسلمانان ګڼئ او د مسلمانانو مشران ګڼئ،‌ ډاکتر ذاکر نایک (درېشي اغوستونکی)‌ نه نقد کوئ او د سقاو زوی چې د دواړو ښځو یې بې نظیرې او سروري سنګري یې بې پرتوګه عکسونه خپاره شوي دي مجاهد ګڼئ؟
    افغان ولس نه کمونست دی او نه دهري،‌ دا ستاسو د جمعیت اصلاح د پاکستانۍ پروژې چټیات نه دي چې تاسو پرې د یوه لوی ولس وګړي د کمونست، امپریالست او بل او بل په نومونو یادوئ، دا یو هېواد دی یو ولس دی خپل ارزښتونه لري او داسې ډېرې پاکستانۍ،‌ایرانۍ او نورې پروژې ورته راځي او ورکیږي، دا چې ستاسو پروژې دوام وکړ دا د قران او حدیثو د دورې برکت وو چې خلک مو پرې غولول او دوکه کول، که نه لا د وخته به یې د انګلیس لارنس صبور په حیث پنجابي ملایانو په خولو کې تیږې ټک وهلې وې.‌
    پښتانه نشنلستان او افغانان ناخبره نه دي، تاسو په خپله ناخبره او خپل تاریخ او هېواد څخه لیرې د پاکستاني کمپونو د جهل په تیارو کې ساتل شوي یئ چې ملي ارزښتونه مو سپکول کیږي او تاسو ورته خړ خړ ګورئ بلکه ستاسو د اکثرو میندې هم پنجابیانې دي ځکه درته افغاني ارزښتونه هېڅ ښکاري. که نه همدا لارنس صبور چې د لاهور له منصورې نه فنډ اخلي دی دې لاړ شي او په لاهور کې اسلام اباد کې یا حتی پېښور کې دې ووایي چې د انګلیس پونجه زوی جناح بې دینه وو چې په سوغۍ یې بوتل ور منډي که یې پرېږدي؟
    توف او لعنت شه او په داسې تربیه شه چې تاسو یې ترلاسه کوئ او افغانستان ورانوئ

  12. مدثر! ایا افغانستان 11 کاله وړاندې تاسیس شوی؟؟؟؟ ستا دا جمله بیا بیا دا ثابتوي چې تاسو مبارکان د نه يواځې ملي ارزښتونه بلکې د اسلام مقدس دین او محمدی غرا شرعیت څومره په سپین سترګی د استعمار په خدمت کې ورکړی دی.
    تل مو محمدی شرعیت د استعمار په ګټه تفسیر او تعبیر کړی دی، تاسو کله هم دا فکر مه کوی چې د مدنیت او انسانیت په ظاهري تمثیل به ولس وغولوي، ولس ستاسو له رګ رګ څخه خبر دی، ستاسو د وینې د حجراتو په هر سلول کې وحشت، تشدد، او له انسانیته لری والی له ورایه جوت دي.
    ستاسو ژبه دافغانانو ژبه نه ده او ستاسو فطرت پنجابي فطرت دی، منافقت ستاسو پلرنۍ پیشه ده او داسلام د مبارک دین او اسلامي امت سره مو تل خیانت کړی دی.
    چې تر څو ستاسو دا منافقانه او متشدده افکار وي نه یواځې افغانان بلکې ټول اسلامي امت به همداسې ‌ذلیل او خوار وي.

  13. مدثر صاحبه، هیله ده سر دي خلاص شي:
    مونږ نه وایو چې امان الله خان څوک وو او سقاو څوک وو، مونږ د دوی پرتله کول نه غواړو مونږ یوازې دا وایو چې امان الله خان کوم کار کړی او سقاو اوس غوږ شه
    امان الله خان د انګریز په زد پورته شوو او هغوی یې ورپسې واخستل
    سقاو را پورته شو د انګریز په خوله غلاوو ته یې ملاو تړله
    امان الله خان وطن آباد کړ
    سقاو وطت وران کړ
    امان الله خان خپله لوڅ وو خو نورو ته یې نه ویل چې تاسو هم لوڅ شی
    شقاو خپله کونه پټه وله خو نور یې په کورنو کې لوڅ کړل
    امان الله خان غازی وو
    سقاو غل
    او په سل هاوو داسې نورمعیارونه هم شته چې ملا سومبی باید یاد کړی وای خو هغه یوازې غل مسلامان بللی او غازی کافر نو اوس به قضاوت لوستونکی وکړي چې څوک کافر او څوک مسلمان دی

  14. شیخ القران مولانا عبدالصبور هیڅکله د ډالرو او چوکیو تر فشار لاندې دې نه دې راغلی که چیرې هغه مادیات خوښولی نو تاسو ددې کار لپاره ډول ډول چلونه او فریبکارنه هلی ځلی کوی خو هغه ته ددې کارونو هیڅ ضرروت نشته ، مسلمانو وروڼو د لله څخه خوف وکړي او یو دینی عالم په سې دې پوچی او سپوره خبرې مه کوﺉ،

  15. KHAN MOHMMAD
    gram na yeh sta ghonde der Khalk shatah che de isi lahor po mandi ke trained shawi , kho OSS beghama ossa afghanan OSS hagha afghanan na di , OSS tol poi di staso po munafeqat ?

  16. څه ښکلی نوم د دی مدثر اسلامی . مګر تاهم د ملالارنس خبری تکرار کړی دی او ستا استاد خو یواځی امان الله خان کافر او بی دینه بللی ، تا خو له هغه هم ورتیره کړه ټول هغه کسان چی ستا مخالف دی داسی مبارکی د له خولی ورته باد کړی دی : «، پدې وروستیو کې سیکولر، نشنلست او کمونستو (ډیری) پښتنو ته په جمعیت اصلاح د تورونو لګولو بهانه جوړه کړه.»
    فکر کوم چی لا تراوسه به د پورته سیاسی مفاهیمو په معنی هم نه وی پوه شوی چی خپلو هیوادوالو ته د مخاطب کړی دی. له دی معلومیږی چی د تورمخی پنجابی اجینټ یی اوپدی شکل سره د افغانانو وژلو او زورولو لپاره د هیرا منډه یی والاو روایتونه تکراروی. که مونږ په یوه محور چی اسلام ، هیواد او افغانیت دی سره راټول نشو نو په څه شی به سره راټول شو؟ که یواځی اسلام وی نو دا ناممکنه ده چی ته نړۍ په کوم بل اسلامی هیواد کی بی له افغانی اسنادو آزادانه وګرځی ، ژوند وکړی او یا کار وکړی. که فرضا د اوسیدو اجازه هم درکړل شی نو ته به یو بی هویته تبعه وی . په پای کی درته وایم چی د غازی امان الله خان بلا او ګناه دی په سقاویانو ، لارنسانو ، صبوریانو، داعشیانو ، اصلاحیانو او ټولو هغوی وګرځی چی ساده ، بیګناه او مظلوم صادق او مسلمان افغانان د اسلام د مقدس دین تر بیرغ لاندی وژنی او د هغوی دخاوری د نیولو لپاره یی رنګارنګ بهانی او روایتونه جوړ کړی دی . د اسلام او افغانانو دښمنانو مخونه دی تور او شرمنده وی. وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى

ځواب ورکول شبیر حسین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *