دا یوه اوونۍ کېږي د کابل په جوماتونو، دوکانونو او د برق پایو باندې د جمعیت اصلاح سازمان پوسټري لګیدلي دي، چې ښځې حجاب اغوستو ته رابولي، دوی د ایرانیانو په څیر پوسټري ډيزاین کړي چې په کې د ښځې دوه سترګې ښکاري او په تندي یې بله ټوټه لګولې ده او پر هغې کلمه لیکلې ده، دا سړي ته د ایران د بسیج پورې اړوند ښځې ور په زړه کوي چې کله د اسراییلو په ضد مظاهره وي او سړکونو ته راوتلي وي. خیر د پوسټر ډیزاین باندې به یې نه غږیږو، دلته پوښتنه داده چې ایا افغانستان کې واقعا بي حجابي دومره زیاته شوې ده چې جمعیت اصلاح باید د هغې د مخنیوي لپاره یوه اوونۍ کمپاین وکړي او د جوماتونو ملاامامان دې ورته خپلې خطبې ځانګړي کړي؟

حجاب لپاره ددوی تبلیغات داسې بڼه لري لکه په فرانسه او یا کوم بل اروپايي هېواد کې چې مسلمانو میرمنو باندې د حجاب بندیز لګیدلی وي او بیا مسلمانان ددغه حق لپاره قانوني مبارزه کوي، په داسې حال کې چې افغانستان کې له کابل پرته چې هغه هم ډېرې لږې ښځې لوڅ مخ ګرځي نور خو د افغانستان نوي فیصده ښځې کورونو کې بندي دي او چې د باندې هم راوځي یوه لویه بورقه یې ور اچولي وي، نو بیا دا دومره شور ماشور د څه لپاره روان دی؟

بل که دوی سره د ښځو غم وي، دلته خو هره ورځ په ښځو جنسي تیري روان دي، بدو کې ورکول کېږي، جبري واده ته مجبوریږي، ځان وژنې ته اړوځي، له تعلیم بې برخې کېږي دوی د ښځو په اړوند دغسې مواردو په اړه ولي کوم کمپاین نه چلوي؟

که په دوی حجاب ډېر ګران وي، چادري یې خوښیږي، موږ ګورو چې هره ورځ یو طالب په چادرۍ کې له بمونو سره نیول شوی وي، بیا پولیس مجبور دي ښځو باندې هم شک وکړي او هره پوسته کې یې تالاشي کړي، نن سبا خو د ښځو حجاب ته تر بل هر چا طالب ډېر تاوان رسولی دی، نو ایا دوی کومه ورخ د طالب ددغه شان غیر اسلامي او غیر افغاني کارونو په ضد هم کوم کمپاین وچلولو؟

خو دوی د افغانستان د خلکو له ساده توب او ساده عقایدو نه ناوړه استفاده کوي، چې حتا زلزلې او نورې طبیعي پېښې هم د ښځو بې حجابۍ پورې تړي، زموږ خلکو ته چې د ملایانو خبره د کاڼي کرښه ښکاري او د جمعیت اصلاح ملایان بیا تر دا ساده ملایانو لږ ځان هوښیار او په حقه ګڼي په ډېرې ساده ګۍ سره په عوامو اثر غورځوي او خپل نفوذ ته په کې لار برابروي.

جمعیت اصلاح سازمان چې په اصل کې د افراطي او وهابي اسلام یو نوې او اصلاح شوې بڼه ده چې په افغاني لباس کې د مذهب په نوم د پردیو اجنډاوې پر مخ وړي، دوی ته د افغانستان او خلکو لومړیتوب مهم نه دی، دوی ته خپل هغه اجنډا اهمیت لري چې له دباندې نه ورکول کېږي او دلته په داخل کې له نورو جدي مسایلو د خلکو پام خرافاتو او له پامه لویدلو عادي موضوعاتو ته را اړوي او د افغانستان ټول مشکل دومره ساده او اسانه کړي چې یوازې او یوازې یې حجاب پورې وتړي او وايي که ښځې ټول ددوی له خوا معرفي شوی حجاب راعایت کړي نه به زلزلې وشي، نه به اوړه ګران شي او نه به د موټرو کرایه ګرانه شي بس وطن به ګل او ګزار شي.

نن سبا چې په نړۍ کې د کوم هېواد د پرمختګ او شاته تګ اندازه لګول کېږي لومړی یې د ښځو حالت ګوري چې څومره ورته د کار، لوست، تعلیم زمینه مساعده ده، سیاست کې څومره فعالې دي او د ژوند سطحه یې څنګه ده. یعنې د ښځو حالت د یو هېواد د پرمختګ او شاته تګ مهم شاخص جوړوي، کوم چې په افغانستان کې تر ټولو ټیټې او خرابې کچې ته رسیدلی دی.

همدا اوس افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد او خراب ځای یادیږي، د مور او ماشوم په مړینه کې افغانستان اول مقام لري، د ښځو په بېسوادۍ کې اول مقام لري، ښخو سره تشدد او کورني تاوتریخوالي کې هم لومړی دی، د جنګ په قربانیان کې هم ښځې اول راځي، تر بل هر هېواد بې سرپرسته او بیوزلې ښځې دلته ډېرې دي، خو جمعیت اصلاح دا ټولې ستونزې هیروي او یوازې په حجاب ټینګار کوي.

جمعیت اصلا د افراطیت یوه داسې نسخه او بڼه ده، چې د نظام په دننه کې د ډیموکراسۍ نه په استفادې د ډیموکراسۍ په ضد تبلیغات کوي، د ښځو د حقونو نه د دفاع په پلمه نارینه تشویقوي چې ښځې لا ډېرې تر څارنې لاندې ونیسي چې هسې نه کوم بي ایمانه کار ونه کړي، خو نارینه وو ته نه وايي چې دوی باید څه وکړي. دوی په دې توګه هڅه کوي چې په ذهني توګه طالبي او داعشي افکارو ته زمینه مساعده کړي، جمعیت اصلاح په اصل کې د طالبانو او نورو افراطي ډلو لپاره د خامو موادو د جوړولو او پیدا کولو فابریکې دي، چې کله دوی د یو چا ماغزه ور بدل کړي، هغه ته بیا د داعش او طالب مبارزه په حقه او د نظام او حکومت له خوا هر حرکت ورته تر کفر کم نه برېښي.

د همدې جمعیت اصلاح او نورو دیني ملایانو له برکته نن ګورو چې زموږ په جوماتونو کې ملایان هره جمعه په بې حجابۍ غږیږي، هره ورځ د ښځو باره کې نظر ورکوي او حتا کله کله خو د ممبر له سره ناستو کسانو ته کنځلي هم کوي چې ولي دومره بیغرته شوي دي چې ښځې يې بازار ته ځي، دندې ترسره کوي یا هم دا یا هغه ډول جامې اغوندي، دوی د حجاب، زنا او شرابو په اړه تقریرونه کوي، کمپاینونه چلوي، په داسې حال کې چې دلته د پاکستان، د لاهور او نورو اسلامي هيوادونو په زرمه حیثه هم بد اخلاقي نشته، خو دوی به همدا خبره ټینګه نیولې وي لکه دې هېواد کې چې نورې ټولې ستونزې حل شوي وي او یوازې همدې حجاب ته خبره معطله ده، خو دوی هیڅ کله ځان وژنکي ونه غندل، د کومو د لاسه چې مو حجرې، جومات او بازارونه ناامنه دي، د کومو د لاسه چې زموږ میندې او خویندې بې حجابه او کونډيږي، د هغوی خلاف دوی هیڅ کله ناره پورته نه کړه او نه یې کمپاین وچلولو. که دوی سره رښتیا هم د افغانانو غم وي، اول دې په هغو مشکلاتو کار وکړي چې ټولنې ته مهم وي او ډیری خلک ورسره مخ وي. لکه امنیت. زمونږ لمړیتوب باید امنیت وي نه حجاب. مونږ خو په افغانستان کې د حجاب هیڅ مشکل نلرو. خو چې دیني عالمان مو وحشي یاغیان بد نه ګڼي نو همداسې ناامنۍ به روانې وي، طالبان او نور به خلک وژني، دوی به په ښارونو کې د افراطیت مرکزونه پرانیستي وي او د جنګ لپاره به خام مواد برابروي.

15 thoughts on “جمعیت اصلاح ته د افغانستان لویه ستونزه بي حجابي ښکاري؟/سیف الدین شینواری”
  1. جمعیت اصلاح نارینه دې لمړی په خپله حجاب واغوندي چې پوی شي کوم احساس پکې لري اوبل دې دغوانګریزي،ایراني اوپاکستاني اجنټانودغسې خماري سترګې لکه په داعکس چې ښکاري پکار دي، دوی پخپله په اسلام ، دین اومذهب څه پوهیږي۰ ددوی اسلام صرف ښځه ـــ حجاب، چادري، سطراو بې سوادي۰ نوربل هیڅ دیني منطق نه لري۰۰۰۰۰۰۰۰
    اې په نامه مسلمانانو(جمعیت نااصلاح):ـــ تاسودین اومذهب په اجاره اخستئ ،تاسوخواسلام له کابله ترلیبااوترسوډانه ټُکر، ټُکرکړ،تاسوقاتلینوخوداسلام نوم بدکړــ ښځوخو ــ هلکان او نجونې دسلوکسوپه مخ کې نه دي ګډولې، داخو تاسو دسپینو جامونارینه یاست۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
    جمعیت اصلاح!!تاسوغوندې عجایبواوغرایبوــ افغان ولس ته په سپکه ګتلي اودستاسوپردي پالودلوبې ښکارګرخیدلي۰
    تاسو څه فکرکوئ چې افغان ولس کافردی؟؟؟ نه په فضل دسبحان سره مونږافغانانوته پلرونوپه ماشومتوب کې په غوږو کې داسې آذان کړی چې تر ننې ورځې پورې لکه دتوبيل دونې پاڼې شرنګهارکوي ۰۰۰مونږ دماشومتوب په آذان خمار یو نه ستاسودښځوپه حجاب۰۰۰زه کوچۍ یم ماسره مې شین شال ښائي نه دایران حجاب ۰۰۰
    کالي مې راسه ښائی اوغـــاني، اوغـــاني ـــــــ په خوند مې دي ګنــــــــــډلي ګلالي، ګلالي
    ټــــکری ئې الواني دی اوپه غاړه لونګین ـــــــ کمیس ئې بانجاني دي اوپاولي ئې تک سپین
    ټټرمې ئې ګنډلي دی په ګوتوښه وریښمین ــــــ وټي مې دمریونه جوړکړي پخواني، پخواني
    ۰۰۰۰۰۰۰۰

  2. جمعیت اصلاح یعنې په افغانستان کې د پاکستان د جماعت اسلامي له خوا د پاکستان د نظامي استخباراتو د یوې پروژې تطبیق ځکه چې جماعت اسلامي د پاکستان د پوځ او نظامي استخباراتي دویم مخ دی او جمعیت اصلاح د هماغه جماعت اسلامي پروژه ده. که په وخت یې چاره ونشي، دا پلیده ټولنه او سازمان به دومره افغانان ووژني چې تېر به د خلکو هېر کړي.‌

  3. گرا نہ ستا دلائل ھم کو مہ دقران نسخہ نہ دہ او بل پہ نورو ھیوادونو دلیل ویل ھم دسالم اسلامی فکر خلاف عمل دہ ھمدا تاسی غوندی لیکوالان دی چی ھیواد یی لہ دی غیر نھایی بحران سرہ مخ کڑ بس ددین یوملا امام راپاتہ دہ ھغہ ھم غندی بل اڑخ تہ چی فکر ونکڑی

  4. وروره دا خو کوم بد کار ندی ، اسلام زمونږ دین دی، او دا شئ پکی یو ضرورت دی او مونږ باید د هر هغه شئ په ضد مبارزه وکړو چه د اسلامی کلتور او افغانی کلتور مخالف وی ، دا نورو اړخونو ته یی تاسی اشاره کړی تاسی ورته پاملرنه اوکار وکړی ، نو په ګډه به د ښخو د ښه ژوند چاپیریال او شرایط برابر شئ

  5. جمعت اصلاح ولی خپل خیرن نیتونه اول نه اصلاح کوی، خپلو خیرنو سترګو خپل ګنده نفس ته ولی پام نهکوی خوخپل غول په ه ښځو عاجزو ورتپی.. دا هغه مضر مکروبات دی چی دمفدیاتو په نامه ټولنه کی ننوتی، لیکول نه په مننه ډیره په منطق او واقیعت اواړه لیکنه یی کړی

  6. بعد از این مردم شریف افغانستان بازی این مردم را نه خواهد خورد جمعیت اصلاح
    افغانستان از کجا سرچشمه گرفته همه ما میدانیم .ما ا ز جمعیت اصلاح افغانستان میخواهیم که حمایت خود را از اردو ملی و دفاع از وطن و در مقابل فتوا-های ملاهای باکستانی ایستادکی کند آن وقت بالای شما مردم افغانستان باورد خواهد کرد

  7. زموږ په ګران وطن کی زموږ لویه او اساسی مشکل همدا بیسواده او تش په نامه ملایان(انسی شیاطین) دی. چی کله په یوه نامه اوکله په بل نوم ظهورکوی. مجاهد،طالب،داعش…….او نور.

  8. زما په ان د تاند پانه هم د پخواني داخلي وحشي كمونستانو خلقيانو او مرتدينو له خوا نشرئكي زكه چه پورتني متن ته مراجعه وشئ ليدلي شي جه داسلام او د اسلام د احكامو سره دا افغان داخلي كمونستان تضاد لري

  9. ورونو!څه کم څلویښت کاله کیږي چې داسلام په نوم یووروربل وروته په وینوسورخنجرنیولي اوڅټي ئې ،په دا څلویښتوکالو کې دښځو ابرواوعزت چا خوندي ساتلي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    ماڅو،څوځله لیکلي اوبیا ئې لیکم چې: په دومره کالوکې که مې سراومخ پټ هم وه دچادلاســـــــه په ما روس،انګریز، امریکا، حتی پولنډ اورومانیا، نولنډه ټول دناټوهیوادونه زما په کور اوخیمه راننوتل۰جمعیت اصلاح په خپله په ډالرواخستل شوی یو تازه مسلمان ګروپ ده۰هغوی دې خپل تبلیغات په لاهورکې وکړي چې داجلاګانوګندترې جوړده۰
    که دا جمعیت اصلاح په ریښتیا افغاني خلک وي نوـــ افغانې ښځو ته دې لمړی دژوند کولوشرایط برابرکړی اوبیا ئې که په اووپردوکې په حجاب کړی نو پروا نه لري۰ لمړی سوله، امنیت اوبیاحجاب۰هغه حجاب زه څه کړم کله چې په سړک روانه یم اوپه بم الوزم،اوزمادبدن ټوټې بربنډې هرې خواکې پرتې وي ۰
    افغانه ښځه له ماشومتوبه اصلاح ده ،اصلاح ته ضرورت نه لري، سولې( صلح )ته اړه لري چې ژوند ئې دروند شي۰۰۰
    هغه څوک چې په نا حقه دچا وینه تویوي هغه له منافقینواومرتدینو بدتره دی، ځکه دا په قرآنکریم کې راغلي دي۰

  10. وروره تاته هم دهېواد په روانو بدمرغیو کې تر ټولو غټه یې دبې سترۍپر خلاف مبارزه ښکاري، دا خو هم سمه نه ده ولې دې پر نورو ضروری موضوعاتو څه نه لیکل ‘ موږ څومره ټولنیز مشکلات لرو ،، خپلواکی دې وګوره ،اقتصاد،سیاست ،نظام او بلا نورې ستونزې،د امریکې له لاسه مو هېواد دشام له برخلیک سره مخ کېدونکی دی ، خو زموږ لیکوالان په داسې وړو خبرو کې نښتي دي ، لیکوال ته په کار ده چې د خپلې ټولنې تر ټولو اهم موضوعات وڅیړي اود خپل ولس پام ورواړوی،، نو وروره داسې لیکنه کوه چې هم خپل خدای درنه راضی شی اوهم دې خلکو ته ګټه ورسیږی او دعا در ته وکړی،

  11. جمعیت اصلاح په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتي شبکو څانګه چې زموږ په زخمی وطن کې تروریستی افکار روزی
    افغان دولت په کار ده چې ددغه تروریستی سازمان په فعالیتونو بندیز ولګوي
    دوی زموږ د ملي ارزښتونو دښمنان دي

  12. ګورئ د بې منطقې هم خپل حد وي، مطلب که څوک یو سم کار کوي؛ نو خلک ورته وايي چې دا بل ولې نه کوې، سم کار سم وي که کوچنی وي که ستر، باید وستایل شي. پاتې شوه مهمه او نا مهمه موضوع هغه د خیرات خبره ده، چې چا یو کس ته ویلي وو چې یاره ډېر وږی یې په هر خیرات کې دې ګورم، هغه ورته ویلي وو نو چې ما ګورې خو خپله هم ورته راځې. دا لیکوال صیب خلکو ته مهمې موضوع ګانې په ګوته کوي مګر خپله یې له یاده وتلي چې په یوه بله مهمه مسله لیکل وکړ، نه دا چې یو فرض عمل ته تشویق باندې انتقاد وکړي. الله دې موږ ټول پر خپله سمه لاره برابر کړي.

  13. په افغانستان کې جمعيت اصلاح ترټولو مضر کسان دي، ځکه دوی يواځې په هغه څه بحث کوي، چې موږ تحقیر کړي، ځانونه ورته سپېڅلي ښکاري.
    دوی د پرديو استخباراتو لپاره کارکوي، رښتيا هم د وحشت او بربريت خام مواد همدغه جمعيت اصلاح برابروي، زموږ د وياړونو سپکاوی کوي، زموږ مېندې تحقيروي، خو خپلو ستمونو او ظلمونو ته يې پام نه دی.
    جمعيت اصلاح تل د سخت دريځۍ لپاره کمپاین کړی دی او نظام له پښو خاورې باسي.

  14. نه پوهېږم چې جمعیت اصلاح له کومه تمویلېږي او باور وکړئ چې پد ې هم نه پوهېږم چې تاند د چال له خوا حمایه کېږي. خو په یوه خبره مې سر خلاص شو او هغه دا که جمعیت اصلاح د هندي فیلمونو پوسټرونه نصب کړی وای نو قسم په الله چې تاند او د تاند ډېر ملګرو به له خوشالۍ اتڼ اچولی وو.

    زه دا نه ردوم چې موږ ټول عمر دسیسو او منافقینو وژلی یو خو دا هم حقیقت دی چې د اسلام چغې وهواو اسلام نه منو. دا اړینه نه ده چې کابل کې حجاب شته کنه نه، اړینه دا ده چې قرآن د حجاب پراختیا غواړي او کنه او د حجب خبره په باحجابه ټولنو کې هم بیا بیا تکراروي او که نه؟

    که هو، نو په موږ د حجاب خبره ولې دومره بده لګېږي، زما په اند که د حجاب د پراختیا خبره کافر هم وکړي موږ یې باید تاید کړو. ځکه له کافر مخکې موږ ته دا لارښوونه قرآن کړې.

    حجاب پسې بد ویل قرآن پسې بد ویل دي نور مو خوښه خپله ده.

    بله اړینه خبره دا ده چې تاسې جمعیت اصلاح دومره ژوره پېژنئ نو ولې دا ډول ټولنه له منځه نه وړئ. خو معلومېږي چې خبره د بدانو له منځه وړلو نه ده بلکه د نیکانو ده، د حجابه ده. خیر که ستاسې حجاب نه خوښېږي مه یې خوښوئ خو د مهرباۍ له مخې له بدنامه کولو یې هم لاس واخلئ.
    الله ج دې د مسلمانانو حیاء وساتي. امین

ځواب ورکول نورمحمد افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *