تاند- د جمعیت ګوند او شورای نظار ډلې یو شمېر مشران او قومندانان نن په چاریکار کې د خپل هغه قومندان په کور کې راټول شول چې د دوشنبې په شپه يې امریکايي او افغان ځواکونو کور تلاشي کړ او د وسلو دیپو یې ورویجاړه کړه.

اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور، د ملي امنیت پخوانی رييس امرالله صالح او یو شمېر نورو پخوانيو جهادي قومندانانو په دې غونډه کې ګډون وکړ.

ویل کېږي چې قومندان جان احمد د خپلې دیپو وسلې د دولت پر وسله والو مخالفانو پلورلې او امریکايي پوځیانو په دې اړه خپله اندېښنه له افغان چارواکو سره هم شریکه کړې وه.

په حمله کې هیچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. امریکايي پوځیانو ویلي چې دوی یوازې هغه وسلې او مهمات له منځه وړي چې ممکن د دوی او افغان ځواکونو پر ضد استعمال شوي وای.

د چاریکار په بایان سیمه کې د جان احمد پر کور له حملې وروسته د نوموړي پلویانو مظاهره وکړه او عبدالله عبدالله ژمنه وکړه چې په دې اړه به تحقیقات وکړي او له امریکايي پوځیانو به توضیحات وغواړي.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د جان احمد پر کور پر حملې ژوره اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې باید د دې حملې علت څرګند شي.

جان احمد د تېر کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله یو کلک ملاتړی و.

ایراني رسنۍ، چې له عطا محمد نور او شورای نظار سره نژدې اړیکې لري، وايي چې قومندان احمد جان، چې د انتخاباتو په مهال د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مهم ملګری و، اوس عطا محمد نور ته ځان نژدې بولي او د عبدالله عبدالله له لوري دا خبره نه مني چې وايي امریکايي پوخیانو بخښنه غوشتې ده.

1امرالله صالح وویل چې د غونډې ټولو برخوالو د جان احمد پر کور حمله وغندله. ده وویل:«موږ ټول راغونډ شوو چې له جان احمد سره خواخوږي څرګنده کړو. موږ ټول د دې مسلې په اړه د جدي تحقیقاتو غوښتونکي یوو او د دې حملې کلک مخالف یوو.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکايي پوځیانو له لوري د افغانانو د کورونو د تلاشۍ او د شپې له چاپو سره مخالفت کاوه خو هماغه وخت امرالله صالح د کرزي د دغه دریځ کلک مخالف و.

(لومړنی عکس د غونډې نه دی)

12 thoughts on “جمعیت او شورای نظار د خپل یوه قومندان د سلاکوټ پر ویجاړېدو اندېښنه ښکاره کړه”
  1. درنو لوستونکو د جمعیت دا کر غیړنه څیره وګوری ایا دغه خاین قوماندان د چا ه لپاره داوسلی ټولی کوی وی ددی ملت د ساتلو لپاره یا هم ددی لپاره چی که ددی غلو ګټی په خطر کښی ولویږی بیا یی په خوار او بیچاره اوولس وکاروی که دا ډیپو د پښتون میشتو په سیمه کښی وای دغه د ټول جهان مزدوران به څومره خوشحاله وای اوس نو دغی بیغیرته حکومت ته په کار دی چی دا ټول د ملی خاینانو په نوم په دار شی. او که دغه خلک له بینه لاړل والله که یا داعش ووینی او یا طالب دغه ټول سلا ح فروشان دی او ددی ملت خلک پری وژنی دا لاس پوڅی بیا مظاهری هم کوی ځکه چی ددوی ګټی پکښی دی ولی ټول ورته را ټول شول دی دلته سوال دی

  2. ډیره په زړه پوری غونډه ده. د افغانستان د دولت څلورم قدرتمن شخص یعنی دوکتور عبدالله عبدالله د اجرایی چارو رییس نن د افغانستان د دولت ضد قوماندان چی راز راز مضری او تخریب کونکی سلاح ګانی یی د دولت او خلکو پرضد د استعمال لپاره را ټولی کړی وی او د دولت او امریکایی قواوو له خوا تخریب شوی دی ، له خپلو ملګرو سره راټول شویدی او د مکر اوښکی تویوی.
    دوی د دی پرځای چی له خپل ملی دولت نه ملاتړ وکړی ، برعکس د هیواد ضد څهری په کور کی راټول شوی دی او دهمدردی اوتسیلت احساسات ورته بیانوی.
    د افغانستان خلک باید د دوی ملی ضد څهری وپيژنی او د دوی په شومو نیتونو ځانونه پوه کړی . ماتر نن پوری د هیواد ولسمشر اشرف غنی ملامتاوو مګر نن پوه شوم چی د پردی تر شا څومره لوی او مضر پلانونه د نظار شورا له خوا جوړیږی. همدوی ول چی پر ولسی جرګی یی انتحاری حمله سازمان دهی کړه ترڅو د دفاع وزیر ته له رایه ورکولو مخه ونیسی.
    همدوی دی چی نن یی د نړیوالو ځواکونو په قطار په کابل کی حمله وکړه . همدوی دی چی هره ورځ ترور او دهشت اچوی.
    امرالله ناصالح د دی توطیو خلاق او عملی کوونکی دی. د افغانستان دولت باید د وی هر قدم وڅاری او له نورو مضرور دسیسو مخنیوی یی باید وکړی.

  3. Salamoona
    very shame for this government that still they allow to keep weapons in warlord home so if we have this type government how they protect the people of afghanistan, shura e nizar was saying why karzai not allowed to enter Afghan home but today one home has invistigated all they say it was humiliation.

  4. Da hagha gleh aw munafiqin di che da amrika pa zor e da so kala melat chour aw barbad kr aw mazlom afghanan e beya pashton pa yaw aw bl nom pa shahadat warasawl aw da amrika pa dallaro y khpl nasona domra dak krell che os afghanan e la boya na khlasigi. Kho da Allah pak karona di os doy de Allah pak pa lanat akhta aw sharminda krel aw os lara ter wraka da che afghanano ta sa jawab wowayi Abdullah kho hagha nafar da che da Kerry da gh****n zor wo che di ghati chawkey wakdar e kr.No Abdullah aw domra ghairat che os amrikayanona swal aw jawab ghwari ????

  5. we don’t want like this kind secret or hidden dangerous weapons any where of the country , so government or other involve authorize parities must demolish and ruin from country as soon as possible

  6. زه خو خورا زیات خوشحاله یم دا زکه چی که همداسی غیررسمی صلاح په دی هیواد کشی وی نو بیا زیات امکانات شته چی زورگویی ، درغلی ، خیانت ، ملت وژنه او نور داسی حادثی تری پیدا شی نو دا یو دیر معقول کار وشو

  7. Dear Sir sallamu allecom !
    USA solger did good work,Thak you very much usa spicial force.we wish USA will be extended this operation antisrorege places in the field.

  8. برادران محترم این چهارتن که در عکس مشاهده میکنید عامل اصلی بی امنیتی کشور و چپاوګران مملکت هستند این نمیخواهد که افغانستان ارام شود چون اینها قاتلین هزاران نفر وویرانګران کابل هستند. وبه همین اندازه سلاح دیګر در خانه امان الله ګذر جابجا سده است تا در بی امنیتی کابل از ان استفاده کند به همین لحاظ مردم شریف پر وان این خاین ملی عطا نور دزد را باید بشناسید

  9. دسلاح وییر(غم)۰۰۰
    په ویـیـرباندې اخته دي داخانان دسلاحکوت ــــــــ بـچــئ زمــا مــړکــړپـه ارمـــــان دیــوه بــــــــوټ
    غـوړمخي پردي ګوره چه یوبل ته پسپسا کا ــــــــ د دیـــن په پــرده نــغــښتي دوئ کارونه دمافـیــــا کا
    چاودلې لاس او پښې مې دبچي کله هیریږې ــــــــ څـټــلي ښـووئ مخـونه په دنیـــــا کله مـړیـــــــــږي
    ارمان مې زړه کې راشي چه ئې ویل ولې اې مورې؟هغه ګوره کلچې خوري موږ ډوډې نه لروسپورې
    دالار دازموینې ده چه ورځ په ورځ لنډیږي ــــــــ مــاران بــه دلــسـتــوني ګــوره یـو پـه یـو خـتـمـیږي
    دریغئ چه دوئ دشرم سترګې خوړلې دي او نه پوهیږي چه شرم څه ته وائې ۰

ځواب ورکول mohammad Arif haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *