تاند- د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال وايي چې د افغانستان حکومت به په نژدې وختونو کې شاوخوا دوه نیم زره پاکستاني بندیان خوشي کړي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا ګل نصیب خان پرون /شنبه/ په پېښور کې خبریالانو ته وویل، دا بندیان کابل ته د مولانا فضل الرحمن د وروستي سفر او له افغان چارواکو سره د ده د خبرو په نتیجه کې خوشي کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې مولانا ګل نصیب وویل، مولانا فضل الرحمن د افغانستان د وروستي سفر په لړ کې له ولسمشر حامد کرزي سره د پاکستاني بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړې.

ویل کېږي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د افغان طالبانو په ګټه په جګړه کې ګڼ شمېر جنګېدونکي پاکستاني سخت دریځي نیولي دي.

مولانا ګل نصیب، چې د خپل ګوند له مشر سره کابل ته په سفر کې ملګری و، وايي: د افغانستان په مختلفو محبسونو کې شاوخوا دوه نیم زره پاکستانیان بندیان دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مرستیال د دې څرګندونو په اړه افغان چارواکو رسماً څه نه دي ویلي.

مولانا ګل نیصب د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې له افغانستانه د ناټو پوځیانو د وتلو په اړه هم څرګندونې وکړې، ویې ویل: اکثره نړیوال پوځیان به د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي خو امریکا به له ۲۰۱۴ وروسته ۹ اډې له ځان سره وساتي.

6 thoughts on “جمعیت علمای اسلام؛ افغانستان به دوه نیم زره پاکستاني بندیان خوشي کړي”
  1. دا خبره که روښتیا وی چی کرزی ۲۵۰۰ پاکستا نی بندیان خوشی کوی ، ډیره بده خبره ده او باید د کرزی حکومت دا کار ونکړی، دا ځکه دا بندیان په حقیقت کی طالبان ندی او طالبان به ډیر لږ پکشی وی دا بندیان ټول د پاکستان د پوځ او د آی اس آی کسان د ی چی د طالبانو په جامه کی یی د افغانانو د مرګ پخاطر رالیږلی او دا ټول سواره او کوک شوی بمونه دی چی هره لحظه ځانونه الوزولی شی او افغانان له منځه وړلی شی دا ځکه چی دوی به بیا آی اس آی افغانستان ته راولیږی. ځانونه به والوزوی.
    نو موږ د کرزی له حکومت هیله لرو چی پاکستانی بندیان له بنده خوشی نه کړی.

  2. افسوس صد افسوس زموږ رهبرانو په حا ل ګران افغا نستا ن تباه شو دګران افغا نستا ن خلک ما شومان زاړه څوانان څوک بی رخمه شهیدان شول څوک تر خا ورو لاندی څوک معیوب شول دچا دلاسه؟ رهبرانو ته وایم څواب راکړی متل ده چه وای څمکه ی ټوله وخړه اوس هم وای مګه ده یو څوک چه دخارج ملکه راشی په عوض ددی چه دخپل ملت رښتینی غو ښتنی ورسره مطرح کړی ۲۵۰۰ بند یا ن ورخوشی کوی زموږ رهبران تر اوسه دګونډی چل او ول با ندی پوه نشول هله به پوهیږی چه دسر ویښتان ور توی شی په کومه خوشالی کی ۲۵۰۰ بندیان ور خوشی کیږی؟

  3. له ملا نیکي حرامه ده
    کرزی به دا کار د مولاهم د را خپلولو او پدې توګه د طالبانو سره د پخلاینې د پل جوړولو خوب ویني. خو باور مې نشي چې د دغه پنجاب المنفعة ګوند به د اسلام او افغانستان پخاطر د طالب او کرزي ترمنځ روغه وکړي

  4. دا ښه خبر دی !
    په پاکستان کي په زرهاوو افغانان په حق او نا حق بنديان دي.
    هيله ده چي زموږ دولتي او مذهبي مشران هم په ځان کي داسي انساني اخلاقي جراءت پيداکړي ،چي په بهر کي د خپلو خلګو په غم کي ځان شريک او د خلاصون لاري يې ولټوي.
    تاسو وګوری پاکستاني ملايان د خپلو استخباراتو په مشوره د خپل وطن او خلګو په خدمت کي دي .
    خو زموږ ملايان د پاکستاني او ايراني استخباراتو په مشوره دخپل وطن او خلګو پر ضد د پاکستاني،ايراني او نورو نړيوالو جاسوسي شبکو په خدمت کي دي.

  5. سلامونه گرانو هيوادوالو

    زما په اند دا د انسان په جامع كي ليوني سپي د اي إس اي بايد له تيغه تير شي يعني اعدام شي او كنه موژ افغانان به په به رحمي او تدريجي توگه له بينه وري. زه هيله لرم چه افغان چاواكي لژ له عقله كار واخلي د خپل دوشمن په مقابل كي چه اي اس اي دي.

    وسلام

  6. These are all terrorist witch is fighting under of JUI , if these criminal is realease then they will go to fight back . Karzai most respect afghans milly urdo sacrifices

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *