عطا محمد نور

تاند- جمعیت ګوند د عطا محمد نور د برطرفۍ اوازې تایید کړې، ویې ویل چې د اجرايي ریاست یوه پلاوي په دې اړه له نور سره په بلخ کې کتلي دي.

د بلخ والي عطا محمد نور ته ویل شوي چې یا په خپله استعفا اعلان کړي او یا به ارګ د ده ګوښه توب ژر اعلان کړي.

د جمعیت ګوند ویندوی وايي چې بلخ ته یو پلاوی استول شوی چې له عطا محمد نور سره خبرې وکړي.

ارګ وروسته له دې د بلخ له ولایته د نور د برطرفۍ پرېکړه وکړه چې ده تېره اوونۍ په هرات کې له اسماعیل خان سره په یوه غونډه کې د نظام پر ضد د خلکو د بغاوت غوښتنه وکړه.

تراوسه پورې عطا محمد نور د خپلې برطرفۍ په اړه له رسنیو سره خبرو ته حاضر شوی نه دی. خو ټاکل شوې ده چې د ولسمشر غني ویندوی نن په یوه خبري غونډه کې د نور د برطرفۍ د پرېکړې په اړه څرګندونې وکړي.

راپورونه وايي چې د عطا محمد نور له برطرفۍ سره اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم موافقه څرګنده کړې ده.

د جمعیت اسلامي ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمي د نور د برطرقۍ  موضوع تایید کړه او ویې ویل چې په دې اړه د دې ګوند پلاوي له عطا محمد نور سره کتلي دي.

3 thoughts on “جمعیت ګوند د عطا محمد نور برطرفي تایید کړه”
  1. یاره عجیب وطن او عجیب دولت لرو : دهیواد په کچه به په دولت کې ددریم مقام څښتن وی ـ او بیا به دومره حرام نمکه اوحرامی چې همدغه خپل نمکدان کې به بولې کوی ـ که زه بغاوت وکړم خو حق مې دی ، شلغم سری او سوډران په دولت کې ښې دندې لری ، هسې چړچې اومزې کوی – اختلاس کوی ، بډې اخلی لاهم آه نه باسم چې ودریګه ددشمن ژرندې ته اوبه ونه شړم – دې خدای په غضب ککړشی تا یو خر نه درلود چې پرې سپور شی اوس دې همدې نظام له برکته هر څه لرې نور څه غواړې دولسمشری لیاقت خو ته نه لری او نه هم دومره صادق یې چې خلک درپسې ودریږی

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *