تاند- د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د بلخ له ولایته د عطا محمد نور د برطرفۍ په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د جمعیت ګوند شورا تېره شپه وروسته له دې غونډه وکړه چې د دغه ګوند مشر صلاح الدین رباني له یونان څخه کابل ته راستون شو څو د نور د برطرفۍ په اړه د ګوند په بیړنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

جمعیت ګوند د خپلو مشرانو له غونډې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عطا محمد نور په اړه یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته منطقي شرایط وړاندې کړي ول، خو ارګ د خبرو له لارې د یوې معقولې لارې په ځای، ناسمه پرېکړه وکړه.

د جمعیت ګوند په خبرپاڼه کې راغلي«د ملي یووالي د حکومت د موافقې پر اساس، هره یو اړخیزه او د ګوند له موافقې پرته پرېکړه به د مشارکت اصول زیانمن کړي او د حکومت مشروعیت به له منځه لاړ شي.»

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي«ارګ باید له دې خبر واوسي چې اسلامي جمعیت د ملي یووالي د حکومت د موافقې د سرغړونې ټول موارد په جدي ډول څاري او اوس په دې موقف کې دی چې د افغانستان د خلکو د مشروع حقونو کلکه دفاع وکړي.»

جمعیت ګوند همداراز ادعا کړې چې ولسمشر واک انحصار کړی او د نړیوالې ټولنې له حضور څخه سو استفاده کوي.

جمعیت ګوند دا هم ویلي چې که ولسمشر خپله پرېکړه بېرته وانخیسته، دا ګوند له هر انتخابه کار اخیستل خپل حق بولي او حکومت یې د عواقبو مسوول دی.

ارګ ویلي چې عطا نور مخکې ولسمشر غني ته استعفا وړاندې کړې وه او ولسمشر اوس د نوموړي له استعفا سره موافقه وکړه.

ولسمشر غني په عین حال کې د جمعیت ګوند یو بل غړی انجنیر محمد داوود د بلخ والي ټاکلی دی.

انجنیر داوود لا رسماً کار پیل کړی نه دی خو د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي چې د بلخ مرستیال والي د ولایت چارې پرمخ بیايي.

One thought on “جمعیت ګوند له ولسمشره وغوښتل چې د عطا محمد نور د برطرفۍ پرېکړه بېرته واخلي”
  1. داسې یې فرض کړئ چې طالبانو بلخ ولایت او د مزار ښار ونیوه، ناټو او حکومت طالبانو سره څه چلند کوي؟ همداسې چلند عطا سره هم په کار دی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *