د جمعیت ګوند یوه پخوانۍ غونډه

تاند- د صلاح الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت ګوند نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له ارګ سره د دغه ګوند د مشرتابه په مشوره خبرې کړي او دا ګوند د دغو خبرو د دوام ملاتړ کوي.

جمعیت ګوند همداراز ویلي چې دا خبرې یو څه اوږدې شوي او دوی هیله لري چې په دوو میاشتو کې یې پایلې څرګندې شي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د حکومت اجرايی ريیس عبدالله عبدالله او د جمعیت په منځ کې د نظار شورا مشرانو له ارګ سره د عطا محمد نور د خبرو مخالفت کړی او هغه یې نه یوازې له جمعیت سره بې ارتباطه بللې بلکې ویلي یې دي چې ښاغلی نور د خپلو شخصي ګټو لپاره خبرې کړي دي.

د اجراییه ریاست ویندویانو څو ځلې وویل چې عطا محمد نور د خپلو بهرنیو بانکي حسابونو د خوندي کولو او نه منجمد کېدلو لپاره له ارګ سره خبرې پیل کړي دي.

په همدې حال کې عطا محمد نور اجرايي ريیس عبدالله عبدالله ناکام بللی دی.

د جمعیت ګوند ځینو نورو غړیو لکه د هرات پخواني والي محمد اسماعیل خان له ارګ سره د نور خبرې د نوموړي شخصي خبرې بللي او ادعا یې کړې چې نور د جمعیت له لوري له ارګ سره خبرې نه دي کړي.

په وروستیو ورځو کې ښاغلي نور وویل چې له ارګ سره یې جمعیت ګوند ته د دولتي چوکیو د ورکولو په اړه خبرې کړي. ده د سفارتونو، ولایتونو او نورو مهمو چوکیو شمېر هم یاد کړ خو د ښاغلي عبدالله ویندوی وویل چې نور د جمعیت ګوند استازیتوب نه کوي او هیڅوک باید د جمعیت ګوند له نومه ناوړه استفاده ونه کړي.

په وروستیو ورځو کې د صلاح الدین رباني په کور کې د جمعیت ګوند د مشرانو څو غونډې وشوې. تراوسه پوري څرګنده نه ده چې په دغو غونډو کې د نور د خبرو ملاتړ وشو او که نننۍ اعلامیه بیا هم د جمعیت ګوند د یو شمېر مشرانو نظر دی.

One thought on “جمعیت ګوند وايي، له ارګ سره د عطا محمد نور د خبرو ملاتړ کوي”

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *