تاند- د ګوانتنامو له بنده د پنځو طالبانو خلاصون د امریکا په کانګریس کې د جمهوریتپال ګوند انتقادونه پارولي دي.

جمهوریتپال ګوند ویلي چې د ګوانتنامو له بنده د خطرناکو طالب بندیانو خلاصون د امریکایانو سر ته خطر پېښولی شي.

د امریکا په مشرانو جرګې کې د دغه ګوند یوه مشر جان مکین، چې پخوا د ولسمشرۍ کاندید و، ویلي:«په هغو بندیانو کې، چې قطر ته سپارل شوي دي، خورا خطرناک کسان شامل دي.»

وسله والو طالبانو د خپلو بندیانو خوشي کېدا د ځان بری بللی دی. د طالبانو د مشر ملا عمر په نوم په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې افغانانو ته مبارکي ویل شوې ده.

سره له دې چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دغو پنځو طالب بندیانو د خوشي کېدا هرکلی کړی دی، د افغانستان حکومت پرې نیوکه کړې ده.

د افغانستان حکومت ویلي چې افغانان باید درېمګړي هیواد ته ونه سپارل شي بلکې خپل هیواد ته ولېږل شي چې د نورو افغانانو په شان ازاد ژوند وکړي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند ډېرو مشرانو د امریکايي پوځي باوي بریګدال په بدل کې د طالب بندیانو پر خوشي کېدو انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې دا به د ناسم دود بنیاد کښېږدي. دوی ویلي چې د دې معنا له ترهګرو سره معامله ده.

سناتور مکین سي بي ایس تلویزیون ته وویل:«خوشي شوي طالبان ممکن د زرګونو کسانو د وژلو مسوولیت ولري او ښايي بیا د جنګ جبهې ته لاړ شي.»

د جمهوریتپال ګوند یوه بل غړي ادم کنرنجر وویل چې د بریګدال پر خلاصون خوشاله دی خو د طالب بندیانو خوشي کېدا خواشینوونکې بولي.

ځینو نورو د اوباما اقدام غیرقانوني بللی او ویلي یې دي چې مخکې تر مخکې یې له کانګریس سره په دې اړه مشوره نه وه کړې.

امریکايي پوځي بریګدال له طالبانو سره د اسارت په مهال
امریکايي پوځي بریګدال له طالبانو سره د اسارت په مهال

خو دفاع وزیر چک هېګل، چې افغانستان ته په سفر تللی دی، د تبادلې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دې کار د یوه امریکايي ژوند وژغوره.

ده این بي سي تلویزیون ته وویل چې امریکا له ترهګرو سره کومه معامله نه ده کړې او یوازې یې د یوه امریکايي تبعه د خلاصولو لپاره هڅه کړې ده.

One thought on “جمهوري غوښتونکي ګوند د طالب بندیانو پر خلاصون نیوکه وکړه”
  1. دجمهوري خواهانو انتقاد به خاي دي اوكه كومه بو شتنه لري مراجعه دي وكري جه قناعت وركرم
    دلته ليكنه لازم نه بولم جه خرنكه

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *