له هدیرې چې راوګرځیدل عالم، اسماعیل ته مخ واړاوه:

-پلار دې د خدای بختور و په دې سره ژمی کې داسې تک زیړ لمر و

عالم پر ږیره لاس تیر کړ:

-که مو پام وي ټول کارونه داسې په منډه منډه سره سم شول هغه لاره بنده وه زه وویریدم چې موټر بند پاتې نه شي خو دستي خلاصه شوه، بختور و .. بختور

چا څه ونه ویل. ټولو مځکې ته کتل. په یخه هوا کې د شنه چای غوړپ د کوټې سکوت ماتاوه. عالم د اسماعیل پر اوږه لاس کیښود:

-ما شاء الله تکړه یې

اسماعیل غالي په نوک وګیروله. عالم وویل:

ماښام لا زما هیله وه چې ښه به شي ځکه چا وویل ډاکټر نوره وینه ورتیره کړه

د دروازې کغ شو. یو هلک له دباندې راغی، لمن یې له لرګیو ډکه وه. عالم ورته وویل:

-دغه به دې مخکې لا راوړي و کوټه سړه ده

هلک په پټه خوله په بخارۍ کې لرګي کیښودل.عالم پټو پر ځان تاو کړ له کوټي ووت.

لرګیو خوله واخیسته او اسماعیل خپلو اوښکو ته دستمال ونیو.

پای

One thought on “جنازه/اجمل پسرلی”
  1. سلامونه
    اجمل پسرلی صاب! زما په آند د دې لڼډې ادبي ټوټې سرلیک کیدای سوای : له جنازې وروسته د مُلا او مړي والا …
    او یا : وارث به خپل مړي ته ژاړي او مُلا د سړو-تودو په غم کې!!
    بخشنه غواړم که ګستاخي مې کړې وي. مڼنه.

ځواب ورکول Dr. HamidUllah Z Safpi دکتور حمیدالله زړهءور ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *