زموږ په ټولنه کې لسيزې وشوې، چې د جګړې بلا بچي راوړي، د انسان له وينو تغذیه کېږي او ورو، ورو يې بچي د ځوانۍ مرحلې ته رسېږي ، د جګړې نغري پسې اور تودوي.
تر ډېره په اسلامي نړۍ کې د جنګ جګړو خبرې زیاتې دي، هر ځای مسلمانان په شهادت رسېږي، هره سیمه کې د ژوند له ارزښتونو ناخبره کسان په لوی لاس خپل ځان د جګړې په اور کې لولپه کوي.
دغه خبرې مې تردې رايادې شوې، د جهاد له وخت څخه راواخله، چې تنظيمي جګړو زور اخیستی و، په هر کلي او جومات کې به د بېلو، بېلو ډلو، ټپلو ګروپونه پنډ وو.
ښه مې ياد دي، يو وخت زموږ د کور دېوالونه رسېدلي و، خټګر يې په خونو لرګي سمول، چې سيمه ايز قوماندان راغی او خټګر يې سخت و ډبول، ګنا يې دا وه،ماښام ناوخته يې د دوی کسانو ته دروازه قلف کړې وه.
همدغه ډول تر ډېره په کليو کې د کرکې سپرغۍ بلې وې، هره خوا په يو او بل ډول، ډول تورونه پورې کېدل.
موږ ددغه د جګړې په اور کې رالوی شوي يوو، د سمندر په څېر د جنګ په اورونو کې ژوند کوو، خو تر اوسه مو دهمدغه جګړې نامالومه برخليک مالوم نه کړای شو.
جګړه د څه لپاره وه؟ ولې زما کور د سیالو قوتونو د جګړې ډګر دی؟
همدغه پوښتنو ته لا ځوابه یوو، تر ننه جګړه روانه ده، تر ننه افغانان په ارامۍ سا ويستلی نه شي، ښوونځيو د سنګر بڼه خپله کړې ده، د ټوپک واکمني چليږي.
په دغه جګړه کې د افغان ولس لاسته راوړنه څه وه؟ ولې يې د پردي ټوپک ماشه د خپل ورور په سینه کش کړه؟
دغه پوښتنې د هر چا په ذهن کې دي، خو که حقيقت ته ځير شو، موږ د غه جګړه لا هغه مهال بایللې وه، چې موږ خپل فکرونه ونه جنګول د پردي فکر په نغوته مو وسله پورته کړه، کابل د وينو رنګ واخيست، ښايسته ودانۍ په خاورو بدلې شوې، ښايسته ځوانان مو خاوروته مهاجر شول.
کله چې بیا د منتخب دولت پر ضد مخالفينو وسله پورته کړه، داځلې بیا افغانانو د جګړې ډګر ته ورودانګل ځکه چې افغانان په جګړه کې تکړه دي، مفتو فتواګرو د ځان وژونکو بريدونو طرحه جوړه کړه، په افغانستان کې يې ځوانان او حتی ماشومان ځانوژونکو بريدونو ته وهڅول، هغوی ته په تبليغ کې د حورو کيسې شوې دي، د حورو له ښایست سره په دنيا کې مشابهت نشته،همدغه خبرو يو ځل بیا ځوانان ځان وژونکو بريدونو ته وهڅول، په عامه واټونو کې يې ځانونو ته چاودنې ورکړې، خپلې جنتي حورې ته درسېدو په تکل يې په سلګونوافغانۍ ښکلې حورې تنها پرېښودې.
موږ لا هاغه مهال ددغه جګړې لوری وبایلل چې د خپل کور رڼا مو ووژله، په صحرايي محکمو کې مو د خپلو خويندو په عفت او پاکي ګوزار وکړ.
حتی د خدای په کور کې مو لا هم شهواني قوه کنترول نه کړای نه شوه، هلته مو هم نجوني د خپل شهوت قرباني وګرځولې.
موږ لا اوس هم د پرديو ګټو لپاره يو له بل سره ښکر په ښکر يوو، هره ورځ د خپلې بدۍ په پايله کې لسګونه افغان کورنۍ د وير په لمڅي کېنوو، هره شېبه د پردي ټوپک په پرديو مردکيو د خپل ورور او کلي ښکلا توږو.
موږ د ژوند په هره لمحه کې د پرديو د خوښۍ قرباني ګرځېدلي يوو، موږ هر وخت د شومو موخو ښکار شوي يو ، تر هغو به دغه لړۍ روانه وي، تر څو د خپل فکر او افغاني مينې په بنسټ عقل پياوړی نه کړو.
لويه خدایه! ستا دربارته مې د عاجزۍ لاسونه لپه کړي دي، د غه مغرور فتواګر چې د پرديو ګټو لپاره زما خپل وروڼه راوژني، زما د حورو په څېر ښايسته ورېندارګانې د کونډتون په ټغر کېنوي، لویه څښتنه ته دغه مغرور فتواګر په خپل غضب اخته کړې، د دوی منحوسې څېرې زموږ ملت او خلکو ته رسوا کړي.
اغلې خورې! رښتيا هم د جنتي حورو ته د رسېدو لپاره خپل ځانونه الوزوي، د کورنۍ رڼا اخلي، د ژوند د ارزښتونو په قدر پوهېدلي نه دي، د مظلومو هيوادوالو د شهادت او ژوبلې لامل ګرځي، زموږ امنيتي ځواکونو سره مخامخ د نيښتې توان هم نه لري، خو د ځان وژونکو بريدونو په واسطه غواړي، چې خلکو کې وېره او ډار خپور کړي.
خو اوس افغانان پوهېدلي دي، نور د دښمن په مکيزونو نه تيروځي، نور که ټول هم وژل کېږو، د خپل وطن د جوړېدو لپاره به کار او هڅې کوو، په قلم مو برکت او فکر مو تاند اوسه!
خبره دجنت حورې نه ده خبره قدرت ته رسیدل، خپل جیبونه په ناروا(حرامه) ډکول دي لکه د ملا نصرالدین پوستین!کیسه داسې ده چې یوه ورځ ملا نصرالدین نوئ پوستین اخستئ وه۰غلو دده پوستین ولید، دغلا پلان ئې جوړ کړ۰
ماښام د ملا د کورمخې ته شخړه اوشورماشورجوړ شو، د ملانصرالدین میرمنې غږ کړ، خدای دخیرکړي چې څه خبره ده۰ملا ورته وویل صبر، زه به ورشم او له نژدې به وګورم چې څه دي، او ملا دباندې ورغئ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
څوشیبې وروسته میرمن ئې ګوري چې ملا بې له پوستینه کورته راغۍ او ورته وویل چې څه خبره وه؟ ملا ورته په ډیر
کرارغږ ځواب وکړ چې هیڅ نه وو خبره زما په پوستین وه۰۰۰۰
اوس هم دې دومره عامواو بې وزلوخلکو وینو تویول، پردو ملکو ته ئې مهاجرکول، کورنه ئې غصبول، خبره ـــ دافغانستان په شتمنۍ (کانونه)، دبیت المال په حق باندې کڅوړې ډکول، دملت په نامه خیرات راټولول په دې کې ده۰خوصبر به کوو زلفانې خورې دا ټول خپل ځواب لري چې انشاله وبه ئې وینو۰