د مرغومي د شپږمې په اړه ))

پوره څلوریشت کاله وړاندی، کله چې د شرق د نابغه، خلاق رهبر او د خلق د دیموکراتیک ګوند د عمومي منشي نورمحمد تره کي یار او مددګا��، خلقي تڼي د پرچمي احمدزي په ضد د ناکامې کودتا وروسته پیښور ته پښې سپکې او د حزبي ورونو سره یی یو نامقدس ائتلاف جوړ کړ، نو څو ورځې وروسته ډاکتر نجیب الله په کابل کې یوې ځانګړې غونډې ته په وینا کې یو فولکلوریک خو ډیر مانا داره نکل وکړ:

(وایی چې کومه ځوانه انجلۍ د لمړي ځل لپاره امیدواره شوې وه او کله چې د ماشوم د پیدا کیدو شیبې راغلې، نو بیچاره ګې ډیرې جزې پزې پیل کړې، د کور میرمنو سپلني لوګي کړل، سونډ سپیرکۍ یی وخوټولې او د کلي په امام صیب یی تعویذ او څښتونه هم ولیکل خو چندان تاثیر یی ونکړ. پدې منځ کې یوه بوډۍ چې د نغري څنډ‌ې ته ناسته او غټې تسبیح یی په لاس کې وې ور غږ کړ چې: یه جنکو ورشئ د میړه پرتوګ یی ورباندی خور کړئ چې ټک او پتری شي. بلاربې (حاملې) انجلۍ بی اختیاره چیغه کړه، چې د خدای لپاره مه یی راوړئ، ما خو له همدغه پرتوګه دا اور اخیستي دی).

نن د مرغومي شپږمه او په افغانستان باندی د سرو لښکرو د خونړي او وحشي یرغل پنځه دیرشمه کلیزه ده. هغه ورځ چې د خلق او پرچم رسوا سوداګرو ددی ملت په پت، هویت او حرمت بولي ولګوله. د کرملین د خوشامندو لپاره یی د خپلو هیوادوالو په دین، ناموس، خاوره او کلتور ناتار جوړ کړ. د عصمتونو جنازې پورته او د ګمنامو قبرونو لیکې اوږدې شوې. په پولیګون کې د ژوندو ځښو شوو هیوادوالو وینو، د شفق لمنې لاخونړۍ او ځګیروو او کړیکو یی د آسمان غوږونه درانه کړل.

نن د افغان ولس د هجرتونو، کړاوونو، او دردونو د پیل کلیزه ده. ددی قوم د بربادۍ، تباهۍ او نابودۍ کلیزه. خو د وحشت او یرغل په وړاندی، د انسانی ارزښتونو د برلاسۍ کلیزه. د هورا په وړاندی، د تکبیر د زمزمې کلیزه. د اور، باروتو او اوسپنې په وړاندی، د یوې عقیدې او ارادې د بریا کلیزه. د یو مظلوم ملت د عروج او د سرې امپراطورۍ د زوال کلیزه.

د یوې سپیڅلې مبارزې د حقانیت او لینن ازم د غرغره کیدو کلیزه. د توحید پخلاف د ماټریالیزم د ګونډه کیدو کلیزه. د فطرت پخلاف د مارکسیزم د ماتیدو او رسوا کیدو کلیزه. د کارمل د انجام او نجیب د اعدام کلیزه. د تره کی د فرمانونو او د امین د فاشستۍ کلیزه. د سفخوز او کلخوز د پوچې مفکورې د خوسا کیدو کلیزه. د مرکزي آسیا د خپلواکۍ او د برلین د دیوال د نړیدو کلیزه. د لیتویا، لیتوانیا او استونیا د جشن او جرمن د یو کیدو کلیزه.

نن د هغې ورځې کلیزه ده چې نیم په نیمه هیوادوال یی درویزې او خیرات ته اړ او د ګاونډیانو د سترخوان ته کښینول. دا د هغې ورځې کلیزه ده چې واحد ملت یی په ملیتونو، مجاهد سنیان یی په اوو او شیعه غازیان یی په اتو ډلو تقسیم کړل. خدای پرست یی له ماټریالست او وطن دوست یی له اپرچونست څخه جلا کړل.

   کارمل به همیشه د مرحله نوین انقلاب پرتمین ثور، اخلاق شوروي، انسان شوروي او د دوست بزرګ شوراها د شعار په ور کولو سره خپله ژبه لنده ساتله. هره خوا به د کور، کالي، ډوډۍ او د کارګر، بزګر او مرګ په امپریالیزم او د تورې ارتجاع د مړینې شعارونه وو او د لور او څټک سره بیرغونه به رپیدل.

د خلق او پرچم مشرانو به تل ویل چې تاریخ برګشت ناپذیر دی، خو ومو لیدل چې تاریخ بیا بیا تکرار شو. د رومن او پیرنګیانو په څیر، شوروي اتحاد هم دړې وړې، پرولتاري انقلاب تالا ترغۍ او یو فقیر او تش پاڼې ملت د ازمښیتونو له تل څخه بریالی راووت او د تاریخ ارټ په څټ شو.

او بالاخره کله چې د ۱۳۷۱ کال د مرغومي په اتمه نیټه د مجاهدینو د اووسوو موټرو کاروان کابل ته راننوت، چې زه پخپله هم د نورو ژورنالستانو په ملتیا د لمړي کتار په څلورم جیپ کې ناست ووم، نو مونږ د کابلیانو لخوا د ناره تکبیر، خوش آمدید او قهرمانان عزیز په شعارونو سره بدرګه شوو.

یو اړخ ته غرور وو، غورځنګ وو او د سوبې نشه. خو بلې خوا ته ډار وو، محرومیت وو او د ماتې احساس. ترهې د خپلې شومتیا وزرونه غوړولي او بره اسمان، د کابل د نوو سرمستو واکمنانو د عدل په ننداره بوخت وو.

طبیعي ده چې د نورو هیوادوالو په څیر، کابلیانو هم د امن، انصاف او بدلون لارې څارلې او د کمونیزم تاړاک وهلو پرګنو، هر جهادي مشر ته د مسیحا په سترګه کتل. خو خبر نه وو چې په څو اونیو کې به شپیته زره کابلیان د مرګ میلمانه او د نوي ناورین کوربانه شي. په کابل، مزرا، هرات او جلال آباد کې خپلواک امارتونه جوړ او د جهاد د مبارک نوم لاندی، د ملک او ولس په تقدیر ملنډې پیل شوې.

ډاکټر نجیب الله خو پخپل نکل کې، د دفاع خپل وزیر د اور پرتوګ وباله خو دا یی هیر کړل چې د روانو دری نیمو لسیزو اور، د ۱۳۵۷ کال د ثور د کرغیړنې کودتا په ماښام پیل، د مرغومي په شپږمه لا تازه او تر ننه په غرغنډو دي.

نن که ګاونډیانو ځمونږ په ګریوان کې لاسونه اچولي او په برخلیک مو لوبې کوي، که څڼه ور او نیکټایی دار ځمونږ حریم او مقدسات د پښو لاندی کوي او که د مذهب، توکم او ژبې په نوم، په ډلو او ټپلو ویشل کیږو او که مو نظامونه د باندی نقشه او په مونږ تپل کیږي، نو دا د هماغه اور لمبې دي چې کرملین بلې او تره کي، امین، کارمل او ډاکټر نجیب به ورته پوکي وهل.

نن که ځمونږ په هیواد کې د ارنګ او د برنګ لنډه غري جنګیږي، که مو حجرې او جوماتونه ړنګول کیږي، که مو مشران، د ژبې او قلم خاوندان وژل کیږي، که مو پوره نسلونه ځانمرګي او بی علمه ستر کیږي، نو دا ټول د هغه تخم محصول دی چې د ثور د کودتا په ماښام کرل شوی او د مرغومي په شپږمه ریبل شویدی.

تاریخ ښودلې چې هر انقلاب او ټولنیز بدلون، د خپلې ایډیالوژۍ او شالید په چوکاټ کې د منفي اغیزو تر څنګ یو نه یو ډول مثبت ارزښتونه او یو نوی کلتور هم تر شا پریږدي. خو د ثور کودتا او د مرغومي شپږمې مونږ ته یواځی د شهادتونو، هجرتونو، وژلو، سپکولو او چور کولو سوغات راوړ او په سیمه کې یی د جنتي فتواګانو او دوزخي جنګونو داسی یو کلتور را منځته کړ چې هم یی نړیوال انډول له منځه یووړ، هم یی پخپل تابوت وروستی میخ ټک وهلو او هم یی ددی خاورې ولسونه له ځانه سره وریت کړل.

4 thoughts on “جنتي فتواګانې، دوزخي جنګونه / ملکزی”
  1. نن چـــــــه افغان ســــر د افغان غـــــــــوڅوي
    دا د غـــــلیم ګـــــذار دی لږ ورته پــــام وکـړه

    ډیـــر خطرناک ګـــذار دی لږ خو ارمان وکړه
    نوم به دې ورک کـــړي تل دا پام په دنیا وکړه

    راتـــګ دې نشته دی بیــــــا پام په افغان وکړه
    ځـــان دې کړ ځان نه لرې لږ خو ارمان وکړه

    هاشـــــم نور نه وائي څه په خپل ځان پام وکړه
    پریږده دا ټول جنګونه اول خپل ځان جوړ کړه

    هاشم

  2. محترم ملکزی صاحب وایم په قلم دی برکت شه . مونږ ته مو د شمال د لوری د پخوانی شوروی اتحاد سره پوځ قطارونو څخه نیولی تر د مجاهیدونو د کا میابی د قطارونو چی د چنوبی لخوا داخل شول یاد را تازه کړ . مننه مو د لیکنی څخه

  3. د مرغومې د شپږمې په اړه د یو فغان په صفت ما (محمد هاشم) هم وغوښتل چې خپل احساس د یو شعر په ژبه خپلو درنو وطن والو سره شریک کړم

    اول خپل ځان جوړ کړه

    نن چـــــــه افغان ســــر د افغان غـــــــــوڅوي
    دا د غـــــلیم ګـــــذار دی لږ ورته پــــام وکـړه

    ډیـــر خطرناک ګـــذار دی لږ خو ارمان وکړه
    نوم به دې ورک کـــړي تل دا پام په دنیا وکړه

    راتـــګ دې نشته دی بیــــــا پام په افغان وکړه
    ځـــان دې کړ ځان نه لرې لږ خو ارمان وکړه

    هاشـــــم نور نه وائي څه په خپل ځان پام وکړه
    پریږده دا ټول جنګونه اول خپل ځان جوړ کړه

    هاشم

  4. ګرانه او محترم ملکزی صیبه! ستاسو دا مقاله زما د تحصیل هغه شپی او ورځی را په یاد کړ چی د نن څخه پنځه دیرش کاله مخکی د مرغومی شپږمی نه ځو موده وروسته می د ژوند بهترین شپی او ورڅی د پلجرخی په زندان کی تیری او دتحصیل پرځای می د زندان میلی حساب کړ. خو بیا می امید و چی دا تیاره شپی به خدا تیر کړی او زموږ مجاهدین به کامیاب سی او موږ بیا خپل تحصیل ته دوام ور کړو. خو افسوس مجاهدین چه ستاسو هم ورسره واست راغلل او زه د ابد لپاده د تحصیل څخه محرم شوم.

ځواب ورکول Mohammad Hashim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *