د پاکستان د ملي امنیت سلاکار جنجوعه

تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه د جمعې په ورځ وویل، په پاکستان کې افراطیت او سختدریځي د افغانستان د جګړې محصول دی.

ده وویل دا خبره کاملاً ناسمه او بې اساسه پروپاګنډ ده چې پاکستان کېدای شي د سختدریځو لاس ته ولوېږي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه دا هم رد کړه چې پاکستان په افغانستان کې دوه مخیزه پالیسي پر مخ بیايي؛ یعني له یوې خوا د طالبانو ملاتړ کوي او له بلې خوا وايي چې له امریکا سره متحد دی.

جنجوعه د خپلې خبرې د ثبوت لپاره وویل، که پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، طالبانو به د پاکستان پر ضد جنګ نه کاوه.

خو ده په دې اړه څه ونه ویل چې له پاکستان سره جنګېدونکي طالبان له هغو طالبانو سره توپیر لري چې په افغانستان کې جنګېږي او په ځلونو پاکستاني پوځي چارواکو ښه طالبان بللي دي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همداراز ادعا وکړه چې که په اتیایمه لسیزه کې پاکستان د شوروي اتحاد په وړاندې له افغانستان سره مرسته نه وای کړې، اوس به افغانستان د نړۍ په نقشه کې نه وای.

ده د خپلو ادعاوو په دوام کې وویل چې امریکا هم د پاکستان له برکته د نړۍ په یوازیني زبرځواک بدله شوه.

پرون د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم په اتایمیه میلادي لسیزه کې د افغان مجاهدینو ملاتړ وغانده اوویې ویل چې د پاکستان دا تېروتنه د دې سبب شوه چې په پاکستان کې سختدریځي خپره شي.

7 thoughts on “جنجوعه: که د پاکستان ملاتړ نه وای، د افغانستان نوم به د نړۍ پر نقشه نه وای”
  1. که د مچاهدینو له بی عقلی عقلی مو کار نه وای اخیستی نو پاکستان به بیرت ه ّه هغه [ای ننوتلی وای چی تر راوتلی دی!!!!!!!!!!!!!!!!!!!خو افسوس چی :افغانستان کی جهاد ّپاکستان کا دفاع فتوی ّاکستان وژغوره

  2. درنو لوستونکو : دپاکستانی جاسوس اودپاکستان دجاسوسی دستګاه مشاور په ځواب کی لیکم :
    عزتمندو :
    ۱ـ افغانستان دخپل مستقل وجود ۵۰۰۰ کلن ژوندی تاریخ لری تر اسلام دمخه ، وروسته اومعاصر.، مګر پاکستان هیڅ کله خپل مستقل تاریخ نه درلود اونه یی ا وس لری . ۲ :ددوهم عمومی جنګ څخه دمخه کله چی هندوستان دانګلستان یعنی لویه برطانیا مستعمره وه اوددوهم نړیوال جنګ څخه وروسته دغالبو قدرتنو دخواڅخه دنړیوالی سولی اوارامش په هیله اودجامعه ملل دناکامی دعلتونو په نظرکی نیولو سره دمستعمرو دازادی فیصله،دخپل منشور پر بنیاد اعلان کړل . نو ځکه لویه بر طانیا هم مجبورا دهندوستان ازادی ته غاړه کیښودله خو بیاهم پدی سیمه او منطقه کی د خپلو استعماری اوشیطانی نقشو ، پلانونو پروګرامونو دعملی کولو دپاره خپل انګریزی دوه مخی سیاست پربنیاد دضعیفو اومحتاجو سیمو ،خلکو اومنطقه کی یی هیشنی جنجال جوړونکی کارونه داسی پریښودل ترڅو همیشه دلته جنګ اوجنجال پاته وی تر ځو پدی عمدا جوړشوی جنجال کی خپل ناوړه استعماری اواستثماری موخوته همیشه ورسیږی . چی ددی دپاره یی پاکستان دهندوستان دخاوری څخه جبراداسلام اومسلمانانو دخپلواکی پنامه دنوی دولت پاکستان پنامه راوزیږاوه . یعنی پلار انګریز اومور هندواڼی یونوی دولت چی تردی وخته دمځکی بر مخ اودنړی په جغرافیای نقشه کی وجود نه درلو د .، منځته راوړ .چی دهمدغی زیږیدو داولی ورځی څخه تر اوسه په سیمه او حتی نړی کی دبدمرغی ، جنګ، بی ثباتی وحشت دزیږ ولوپرته بل کار نلری تر څو دخپل اصلی پلار یعنی انګریز او په مجموعی ډول دغربی استعماری نقشو دعملی کولو برته بل کوم کارنلری اودهغه په مقابل کی دیو انجو په ډول پیسی ترلاسه کړی .چی دافغانستان۴۰ کلن جنګ اودکشمیرقضیه نور اونوردهغه ښه مثالونه دی .،
    داچی جنجوعه جاسوس وایی ((که پاکستان نه وای افغانستان به ددنیا په نقشه کی نه وای )) دابیشرم اوبی حیا درواغجن داخپل حرامی انګریز بچی پاکستان پر افغانستان دشوروی ترحملی دمخه ولی نه پیژانی؟چی په کوم اقتصادی ، اجتماعی او سیاسی حالت کی قرار درلود .،؟ خودااوسنی حالت یی همدا دافغانستان د۴۰ کلن جنګ دبرکته دی . ، اوبل داچی پاکستان دخپل جوړښت تراوسه اوترهغو چی منځ ته راوړونکی استعماری طاقتونه وی دی به ( پاکستان په دهغو اواجینت به وی ) نوکه ددی حملی یعنی جهاد په وخت کی چی هرڅه کمکونه دغربی استعمار او اسلامی هیوادونو ډخوا څخه شوی دی هغه دکمکونکودتیوری ، عقیدوی اختلافاتو، نړیوال استعماری موخو اواهدافو،ګټوپه خاطر شویدی خو داټول دهغو ذینفعه هیوادونو،خلکو ، موسساتواوسازمانونو دخوا څخه سویدی .، نه دپاکستان . خودپاکستا ن پرلاس شویدی چی ډیره برخه یی پخپله همدغه دجنجو پاکستان غلاکړیدی او ننی پاکستان یی په جوړکړ .، چی پخوا ترددی پخپل نس اوځان پوری حیران و.،اوکه یی دافغانستا ن د جهاد په لاره کی څه کړی هم وی ټوله دخپل بادار په امراودهغو دشیطانی پلانونواونقشو دعملی کولو دپاره وه نه دالله ، نه دهمسایه ګلوی اوڼه دانسانیت دپاره .، ځکه پاکستان بیله فسادجوړولو، فساد حمایه اوزیږولو پل څه نه پيژنی اودهمدی دپاره منځ ته راوړل شویدی.، وبس ا۳

  3. معززولوستونکو : دجنجوعه دلیکنی په جوابکی می دمخنی پاڼی په سلسله لیکم چی زما داخبره چی پخوانی لغړی پاکستان دافغانستان د۴۰کلن جنګ په نتیجه کی په ننی اټومی پاکستان بدل شوی ، په نس موړشوی ، ابادشوی ، پرمختللی اوپه یوقوت بدل شوی داپاکستانی مطبوعات هم تاید کړی ده .،خو دا ددی معنی نلری چی پاکستان باید افغانستان ته ببو شی اوپه توپونو یی وو لی .ځکه دپاکستان دپاره همدومری سبق بس دی چی د سره ښامار ماته اودسوشل امپر یالیزم دشرم ډکه ماتی او ددی ا مپراطوری یعنی شوروی اتحاد دړی وړی کیدل یی دغریبو اوبی چاره افغانانو په لاس ولیدل او همدارنګه یی دپاکستان داصلی پلار انګریز ماته خوړل دبیچاره و افغانانو دلاسه ولیدل نودابه دپاکستان دپاره بس وی اوکه ددی سره سره بیاهم دافغانانو دازار اواذیت څخه لاسوانخلی بیا نو وزه چی دچوپان ډوډی خوری دهغی وزی په سرنوشت به اخته شی . انشاالله . . .

  4. د پنجابیو مینه سمه کرم هغه په دیوالو د پاکستان به د جهاد په وخت کی لیکلی وو ( چی جهاد افغانستان دفاع پاکستان) اوس بیا داسی ایاست ستاسی تور سری تولی افغانانو وساتلی گنی اوس به په مسکو کی لس نسه لنگی شوی وی

  5. که د افغانستان قربانی نه وی نو د پاکستان به نوم او نښان نه وی دا د جنجوغه مطلب وه

  6. که دا لیونیان اوبیباکه افغانان نه وۍ نن به د تور لینګیو پنجابیانو لنګ هم د زمانی باد تر هیمالیا تیر کړۍ وۍ. د دوی هغه د غوړه مالۍ شعارونه چی د کوژک کوتل د سړک په دیوالونو یی لیکلی وو (تیرا یار میرا حکمتیار حکمتیار) او جهاد افغانستان دفاع پاکستان، اوس یی چی ډوډۍ تر کومی تیره شوه اوامریکا طلاق ورکړو نو بیا لکه رنډۍ روسیی ته ځان ښوروی. ټیټ می مه بوله غورځنګرا باندی مه کړه ««»» زه په دی افتادګۍ کي لوی کړنګ یم.

  7. پنجاب ته!
    که دآفغانستان په لر اوبرکي وطن فروشه او سست عنصره ليډران وجود نه درلودلائ پاکستان دا مصنوعي هيواد به هيڅکله دنقشې پر مخ وجود نه درلودلائ.پنجابکه حتي ستاپلار آنګريز به داجرئت نه وائ پيداکړئ چه ودې منطقې ته راشي.
    ښه مثال ئې هم داپرون دخرڅ سوي پښتون مشر ولي خان څرګندوني چه دآمريکاه دنوي ستراتيژي په مورد کي ئې دپاکستان په دفاع او دآفغانستان پر ضد څرګندي کړې.

ځواب ورکول محمدربی آماج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *