خبریال: میرویس جلالزی- د غزني امنیه قوماندان مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د دوی غوښتني ونه منل شي کیدای شي دغه ولایت له بد برخلیک او حتي سقوط سره مخامخ شي.

د غزني امنیه قوماندان امین الله امرخیل، چې تازه دغه ولایت ته استول شوی وايي، د کورنیو چارو وزارت غزني ولایت ته سمه پاملرنه نه کوي.

امرخیل، غزنی د پلازمیني لپاره د ډیرو حساسو او مهمو ولایتونو له ډلي بولي چې پر وینا یي پکې اړتیاوو ته په کتو عسکر نه لري.

 امرخیل د کورنیو چارو وزارت تورن کړ چې د عیني حالاتو له جاجونې پرته یي په دې ولایت کې د پولیسو یو لړ تشکیلات ړنګ کړي او دې کار د دوی د ماموریت پرمختګ ټکنی کړی دی.

د پولیس ځواک دغه جګپوړي افسر وايي، دی نه غواړي د وسله والو زورپالو لاس ته د غزني په لویدلو ځان نومبدی کړي لیکن سر له اوسه هغه نیمګړتیاوې له خلکو او حکومت سره شریکوي چې دی یې ویرونکي ګڼي.

هغه وایي غزني د پراخوالي او نفوسو د شمیر له اړخه د لومړي نمبر ولایتونو په ډله کې راځي لیکن د امکاناتو او وسایلو له اړخه د ډیرو وروسته پاتیو ولایتونو په ډله کې شمیرل شوی دی.

د پولیسو دغه قوماندان زیاتوي، په تیره یوه میاشت کې کورنیو چارو وزارت په غزني کې ۲۲۸پوستونه ړنګ کړي چې دې کار د پولیسو پر ماموریت سخته منفي اغیزه اچولې ده .

امرخیل سیمیزو رسنیو ته په مرکه کې  خبرداری ورکوي چې که کورنیو چارو وزارت د غزني د پولیسو ملاتړ ونه کړي دا ولایت به ژر سقوط وکړي.

ویل کیږي چې د غزني د ناوې ولسوالي له تیرو نهو کلونو راهیسي د طالبانو په لاس کې ده او د امرخیل په خبره وسله وال یاغیان له همدې ولسوالۍ د ۹ سویلي ولایتونه تر خپل اغیز لاندي راولي او هلته بریدونه کوي.

د غزني د مرکز او ولسوالیو خلک د داعش او طالبانو له احتمالي پیلیدونکو پسرلنیو حملو اندېښنه لري.

هغوی وایي، داعش هم غواړي په غزني کې ځاله جوړه کړي او له دې لارې ځان د افغانستان مرکزي سیمو ته ورسوي.

اوس د غزني له مرکز څخه په غټ شمیر کې سوداګر، حکومتي چارواکي او پیژندل شوي کسان نورو امنو ولایتونو به تېره بیا کابل ته کډه شوي دي.

هغوی ویره لري چې کیدای شي غزنی هم د کندوز په برخلیک اخته شي.

One thought on “جنرال امرخیل: غزنی د سقوط له خطر سره مخامخ دی”
  1. دتاند محترمې ویپاڼي توجه :ستاسي په پاڼه کی ډیر ښه اودلچسپه لیکني پیداکیږي خومتاسفانه چه اوله صفحه کی شته او دفیسبوک صفحه کی نه شته اونه بل فیسبوک ته انتقالیږي چه مشکل څه دی ؟
    لکه پورتنې لیکنه ـ

ځواب ورکول Shirin ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *