د پاکستان د پوځ لوی درستیز

تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۹ مه: د پاکستان د پوځ مشر وایي، هیواد یې د افغانستان د سولې پروسه کې د رغنده رول لوبولو ته ژمن دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د دفاع له وزیر مارک ایسپر سره تليفوني خبرو کې دا ټکی یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی په افغان سوله کې د رغنده رول لوبولو ته ژمن دي.

د نوموړي په خبره پاکستان پر دې ټینګار کوي چې په سیمه کې جګړې ختمې او سوله تامین شي.

په ځواب کې یې ښاغلي مارک ایسپر هم له پاکستاني پوځي مشر سره د خبرو پر مهال په منځني ختیځ کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي چې امریکا جګړه نه غواړي خو تهدیدونه به له منځه وړي.

ښاغلي مارک تر دې وړاندې له افغان ولسمشر سره تماس نیولی او په سیمه ییزو مسایلو ورسره غږیدلی و.

One thought on “جنرال باجوه: د افغانستان سوله کې رغنده رول ته تیار یوو”
  1. څرنګه چی د افغانستان د جګړی دوام د تیرو څلویښت کلونو راپدیخوا له پیله تر اوسه بهرنی او داخلي اړخ لري. همدارنګه ددي جګړې پایښت هم بهرنی او داخلي اړخ لري.
    د افغانستان جګړې کومي چی د تیر څلویښت کلونو په جریان کی تر سره شوي او دوام لري بیلګې یی د اووم د ثور جګړه، شپږم د جدي جګړه، مجاهدینو داخلي جګړه، د طالبانو جګړه او اوسنۍ جګړه ده. دغه ټولې جګړې بهرنې ملاټړ او داخلي عناصر لري. یعنی بهرني عواملو داخلي عناصرو ته لاس ورکړی او دغه جګړه یی په مشترګه توګه تر دی ځای رسولې.

    کرزی وايي، د پاکستان او امریکا دوه مخي د افغانستان د سولې خنډ ده
    http://www.taand.com/archives/78102

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *