تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه، نن /جمعه/ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ته ټېلفون وکړ.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ريیس یا د پوځ ویندوی تورنجنرال اصف غفور په ټویتر کې لیکلي چې د پوځ لوی درستیز جنرال باجوه له جنرال نیکلسن سره په خبرو کې په دې اندېښنه ښکاره کړه چې په پاکستان کې پر له پسې تروریستي بریدونه کېږي او عاملان یې په افغانستان کې ازاد ګرځي.
باجوه وویل، په پاکستان کې د اکثرو تروریستي حملو مسوولیت هغه ډلې په غاړه اخلي چې مشران یې په افغانستان کې پټ دي.
ده همداراز وویل چې دا ډول تروریستی بریدونه او د هغوی په وړاندې اقدام نه کول د پاکستان د ارادې د ازمویلو معنا لري.
باجوه د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندانه وغوښتل چې د دغو ډلو د همږغۍ، لارښوونو او پلان جوړونو د مخنیوي په برخه کې رول ولوبوي.
باجوه د هغه لیست په اړه هم د نړیوالو ځواکونو قوماندان ته معلومات ورکړل چې پاکستاني چارواکو د افغانستان سفارت ته سپارلی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د ناټو قوماندان د مرستې ډاد ورکړ.
نیکلسن د افغان امنیتي ځواکونو، پاکستاني پوځ او ناټو ترمنځ د همږغۍ د رامنځته کولو لپاره د خپل پلان یادونه هم وکړه.
شهباز شریف: د لاهور حمله کوونکی افغان و
د پاکستان د پنجاب صوبې اعلي وزیر شهباز شریف نن ادعا وکړه چې د د لاهور د دوشنبې د ورځې د حملې عامل افغان و.
ده وویل چې حمله کوونکي ته د حملې اسانتیا د باجوړ اوسېدونکي انورالحق برابره کړې وه.
ده ونه ویل چې څرنګه دې نتیجې ته ورسېد چې حمله کوونکی افغان و.
شنونکي وايي، په امریکا کې د دونالد ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ له کبله اندېښمن و خو وروستیو حملو دغه هیواد ته فرصت برابر کړی چې ځان هم د تروریزم قرباني او افغانستان د تروریستانو ځاله وښيي.
په افغانستان کې داسې څوک نشته چې ورته ووایي چې د لکونو افغانانو وژونکي او ستاسې غلامان د حقاني شبکه، د کوټې شورا، د پيښور شورا، القاعده او داعش چې هره ورځ افغانان وژني او ازاد ستاسو په ملک کې اوسیږي مونږ ته وسپارئ. زه خو وایم چې افغان دولت او ټول افغانان په شریکه ددې کثیف ګاونډي په ضد نړیوالو ته ددوی تور مخونه ښکاره کړي او نور هیڅ ونکړي. مونږ خو د خدای فضل دی ددې پر ځای چې هیواد په پښو ودرو خپل جیبونه ډکوو نو نړیوالو ته خو سوال کولی شو چې د بې رحمه ګاونډی اصلاح کړي.
دغه حملې پخپله آی ، اس ، آي تنظیم کړې دي چې ددنیا والو ذهنیت ته د خپلو منا فقتو نو په با ب تغیر ور کړي.
ډیرښه یی کړی دی! حب وړي اوبو وړي!
څه شول هغه مجاهدین چی د ای اس ای په مټو روس څخه د ازادی لباره یی هرڅه وکړل خو د پاکستان په مقابل کی خاموش پاتی دی!
ددې حملو تر شاخپله دپاکستان فوځ او دآفغانستان د۴۰ کالو دحملو او تر شاه ئې دافوځ او ددوئ حاميان وه دا دګيدړي چل او سياست ئې دخپل سکه پلار آنګريز څخه په ميراث کي ورته پاته دئ او آوس هم دخپل سکه پلار څخه دستورونه تر لاس کوي.او جهان ښه په پوهيږي .
خبره پدې کې ده چه دلته په دابې کفايته دولت کي څوک نسته چه ددې حراميانو سره دآفغانستان دخلګو آوآزونه وجهانيانو ته ورورسوي چه حرامي هماسايه مو ولد زناه دئ.
زما په نظر تر ټولو غټ دښمن مو خپل پر سر ټاکلئ حکومت دئ .
ددوئ جنرال بوړه،شهباز بې شرفه ټول په يوه آواز دي زموږ دا يو وبل ته طلقه ايږدي.
افغانانو ته پکار ده چه اول ديوه سالم نظام په تپ او تلاش کي سي دپاکستان سره پنجه نرم ول به آسانه سي.
د مکار او ناځوانه دښمن په مقابل کې باید قاطع عمل وشي.
زمونږ په ګران هیواد کې د پاکستان د دولت، استخباراتو او د هغوي د لاس پوڅو له خوا دا 40 کاله دوامداره مداخله او تجاوز روان دی. کله چې افغان لوری د هغوی د مداخلې ، تجاوز په باب نړیوالو ته شکایت کوي ، هیڅوک یې مخالفت نه کوي.
نن چې پاکستانی استخبارات خپله دسيسه جوړوی او خپل بیګناه هیوادوال په یوه نوم او بل نوم وژني ، دوی خپل سیاسي مقاصد لري، له یوې خوا افغانستان ملامتوی چې د هغوی د دولت مخالفین زمونږ په هیواد کې پټ دی او د 76 تنو لست په اسلام آباد کې زمونږ سفارت ته سپاري ، خوپه عین حال کې بیا وایی چې « امنیتي ځواکونو یې د وسله والو مخالفانو پر ضد په عملیاتو کې ۲۹ تنه وژلي دي. » نو دا مخالفین بیا چېرته وو چې دوی دومره ژر پیدا او بیا ووژل؟ د پاکستان دا فعالیتونه ثابتوي چې دوی دروغ وایی او خپلو شومو فعالیتونو ته او د نړیوالو سترګو ته د خاورو اچولو په خاطر موجه دلایل پیداکړي.
له بلې خوا ځان ته دا حق ورکوي چې د افغانستان په سرحدي ولسوالیو بیا د توپ ګولۍ واوروي ، چې دا کار یی بیا د ملګرو ملتونو د منشور او د ټولو نړیوالو نورمونو او د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره تضاد لري.
د افغانستان دولت ته لازمه ده چې د دوی د تجاوز او مداخلو په باب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړي که بل ځل زمونږ په خاوره د توپونو ګولۍ و اوروي نو مونږ هم حق لرو متقابل عمل وکړو.
افغانان باید ټول خپل منځي اختلافات یوې خواته کېږدی ، د مکار او ناځوان دښمن په مقابل کې سره یو شي،نړیوالو او خپلو دوستانو سره مشورې وکړي او د ضرورت په وخت کې لازم ځواب ورکړي.