د پاکستان د پوځ لوی درستیز

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه دنده دریو نورو کلونو لپاره وغځوله.

د عمران خان دفتر وايي، جنرال باجوه به د یوې بلې دورې لپاره د پاکستان د پوځ مشر وي او حکومت دا پرېکړه د امنیتي او سیمه ییز وضعیت ته په پام کړې ده.

جنرال باجوه د له راحیل شریف وروسته په ۲۰۱۶ کال کې د دریو کلونو لپاره د پاکستان د پوځ مشر شو خو اوس یې دنده په داسې حال کې غځول کېږي چې ویل کېږي عمران خان د پوځ لخوا واک ته رسول شوی او اوس چې د پاکستان او هند لانجه د کشمیر پر سر ګرمه شوې ده، نو د بهانې له مخې یې دنده درې کاله نوره هم غځول شوې ده.

شنونکي وايي، دا کار د عمران خان او پوځ تر منځ د یو ډیل او معاملې له مخې شوی ځکه د پاکستان پوځ د دغه هېواد پر سیاست او اقتصاد بشپړه ولکه لري.

One thought on “جنرال باجوه د ۳ نورو کلونو لپاره د پاکستان د پوځ مشر شو”
  1. د پاکستان د لوی درستیز د دندې غځولو امر وځنډول شو
    د پاکستان سترې محکمې درې کسیز پلاوي د دغه هېواد د ځمکني پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې غځولو امر وځنډاوه.

    د دوشنبې په ورځ جیورسټس فونډېشن د نوموړي د دندې غځولو ضد درخواست وکړ او د سې شنبې په ورځ د سترې محکمې د لوی قاضي اصف کوسه په مشرۍ درې کسیزې ډلې پر دې غوښتنه غور وکړ.

    خو د غور پر مهال درخواستي ریاض حنیف راهي وړاندې نه شو او د خپل درخواست د بېرته اخیستو غوښتنه یې وکړه.

    خو محکمې دا مسله د ټولګټو اړوند وبلله او په دې هکله پرېکړه یې بل وخت ته وځنډوله.
    محکمې دا هم وویل، چې د قمر باجوه د دندې غځولو لپاره د سیمې د امنیتي حالت اصطلاح راوړل ګونګه خبره ده.

    قاضي منصور علي شاه وویل، چې کابینې باید په دې تړاو له پرېکړې مخکې سم غور کړی وی.

    لوی قاضي وویل، چې لومړی وزیر د پوځ د لوی درستیز دنده غځولی نه شي، یوازې د پاکستان ولسمشر دا کار کولی شي.
    لوی څارنوال ویلي چې د ولسمشر په خوښه د دې دندې غځېدو پسې باید کابینه هم خپله منظوري ور کړي.

    خو لوی قاضي کوسه دا پوښتنه وکړه چې ولسمشر د کابینې له منظورۍ مخکې د پوځ د مشر مودې غځول منظور کړي او که د کابینې پرېکړه ده منظوره کړې ده.

    ښاغلي کوسه وویل، لومړي وزیر اول د باجوه د دندې غځولو پرېکړه وکړه، خو وروسته یې وویل، چې داسې نشي کولی.
    هغه دا هم وویل، چې د کابینې اکثریت دې خبرې ته رایه نه ده ور کړې، له ۲۵ غړو یې ۱۱ ملاتړ کړی، خو ۱۴ نور ناسوب و.

    له دې خبرو وروسته محکمې د قمر جاوېد باجوه د دندې غځولو حکم وځنډاوه او ښکېلو خواوو ته یې وویل، چې پر دې خبره غور چارشنبې ته پاتې شو.

    د پاکستان لومړي وزیر د اګسټ پر ۱۹ د جنرال باجوه دنده درې کاله نوره وغځوله او لامل یې هم سیمه کې امنیتي حالت وباله.

    د باجوه پوځي مخینه

    باجوه پر ۲۰۱۶ کال د پوځ لوی درستیز او د راحیل شریف ځایناستی شو. نوموړی روانه اونۍ متقاعد کېږي، خو د دندې غځولو اعلان یې له متقاعد کېدلو دوه میاشتې مخکې شوی دی.

    جنرال باحوه د ۱۹۸۰ کال د اکټوبر پر ۲۴ پوځ کې شامل شو. هغه ته پوځي امتیاز(ملټري) هم ور کړل شوی دی.

    نوموړي اسلام اباد کې پر ملي دفاعي پوهنتون سربېره، په کاناډا او امریکا کې هم پوځي زدکړې کړې دي.

    دا موضوع داسی مهال ګرمه کیږی چی څو ورځی مخکښی باجوه ایران ته سفر کړی وو او همدارنګه امریکا حکومت د سی پیک پروژه په اړه پاکستانیانو ته پور ورکړی په اړه څرګندونی کړی وی
    همدارنګه تیره ورځ د طالبانو مشران هم د ملابردار په مشری ایران ته سفر کړی او له جواد ظریف سره یی لیدنه کړی

    چی په اوس وخت کی د چین په هیواد کی سولی په اړه د بین الافغانی غوڼدی په اړه هم بحثونه ګرم دی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *