د پاکستان نوی لوی درستیز

تاند- د پاکستان لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه وايي، پاکستان په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

جنرال باجوه دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د غزني د سفر په لړ کې باجوه مخاطب کړ، ویې ویل چې له خپلې خاورې څخه د تروریستانو د راوښتو د مخنیوي په برخه کې پر خپلې ژمنې عمل وکړي.

راپورونه وايي چې د غزني له جګړې د شاوخوا ۱۵۰ تنو پاکستانیانو مړي پاکستان ته وړل شوي دي.

باجوه افغانستان ته ویلي چې د خپلو ستونزو ریښې په خپل هیواد کې ولټوي.

ده همداراز ویلي چې د افغانستان ستونزه د پخلاینې په پروسه کې د پرمختګ او د سولې او ثبات لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان د تطبیق له لارې حل کېدای شي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې له خبرپاڼې سره سم، جنرال باجوه ټینګار وکړ د پاکستان له خاورې په افغانستان کې تروریستي فعالیت نه کېږي.

ده په عین حال کې په ضمني ډول په غزني کې د پاکستانیانو وژل کېدا تایید کړې خو ویلي یې دي چې په افغانستان کې په زرګونو پاکستانیان کار کوي او ډېر ځلې هغوی قرباني شوي دي.

د پاکستان پوځ لوی درستیز په خپله خاوره کې د غزني د جګړې د ټپیانو د درملنې په اړه د افغانستان د ولسمشر څرګندونې رد کړي دي.

باجوه په افغانستان کې د تشدد پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې پاکستان په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو ملاتړ نه کوي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو د لوی اختر په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر هغو به جګړې ته دوام ورکړي چې د دوی په وینا بهرني اشغالګر له هیواده وتلي نه وي.

طالبانو دغه راز ویلي چې د افغانستان مسله یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو له لارې هوارېدای شي.

ویل کېږي چې طالبانو تراوسه پورې ۳ ځلې له امریکایانو سره مخامخ خبرې کړي دي خو تر دې دمه د دغو خبرو په نتیجه کې د سولې لور ته کوم پرمختګ نه دی لیدل شوی.

طالبانو او امریکایانو د خپلو خبرو جزییات پټ ساتلي دي.

4 thoughts on “جنرال باجوه وايي، په افغانستان کې پاکستاني کارګر د سختدریځو په نوم قرباني کېږي”
  1. جمهور رییس غلط آدرس ته پوښتنه حواله کړې وه، ولې دومره لیرې تللی؟ قبله اینجا کعبه اینجا تروررا مادر اینجا جهاد را ډیزاینر اینجا سلاخی آدم را ماستر اینجا محشر را منجر اینجا لشکر شیطان را پیغمبر اینجا… حیرانم ولسمشر بازهم ګم کرده راه و ایقه کوشش بیجا؟؟؟

  2. پدی اظهار د باجوه کی ایمان ،اخلاق او انسانیت په قویترین مکروسکپ هم نه لیدل کیږی الله دی تا او تا غوندی د یهود اونصاری تازیان تباه کړی چی په ټوله بی ایمانی سره د اظهر من الشمس نه انکار کوی او همدا ثابتوی چی په خدای او ورځ د آخرت ایمان نلری قرآنکریم فرمایی:
    یقولون بافواههم مالیس فی قلوبهم….
    دا د یهود او نصاری تازی خوله او زړه یی یو ندی ،وفا په عهد نلری، امانت نه پیژنی او جفن ګونه ژبه ښوروی ، د اتمی طاقت سره بیا هم د نورو جاسوسی او چاپلوسی کوی ،ارذلییت او پسستی ورباندی تمامه ده ، دګاونډی او مسلمان حق نه پیژنی
    خالق رب العزت ظالم او مظلوم ښه پیژنی ، موږ پداسی حال کی چی د پاکستان د مؤمن ملت چی دمهاجر مؤمن ګاونډی حق پیژنی او انصارګونه برخورد یی موږ ندی هیر کړی ، دوی ته د دارینو عزت او د دوی حاکمیدل پرپاکستان غواړو تر څو پاکستان د کلاب یهود او نصاری نه پاک او دا تور د بی ننګی داغ لدی مؤمن ملت نه لیری او اسلامی ورورولی او اخوت د ګاونډی مسلمانانو او امة مسلمه سره د اخوت عزت او خوند ترلاسه کړی
    خو کلاب یهود و نصاری ( آی اس آی او نوری شرپسنده حلقو ته) او کبار مفسدین ته د عزیز ذوانتقام رب العزت نه دوی ته ذلت د دارینو او دا مرمی او تباهی دی د دی ارذل الناس کورونو ته ورنازل کړی او الله جل جلاله دی دوی د ی د چرنوبل په پیښه ورواړوی تر څو موږ او د پاکستان شریف او مؤمن ملت د دوی له شر او بدنامی نه خلاص شی
    االلهم شتت شملهم و خرب بنیانهم و خذهم باخذ عزیز مقتدر

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *