تاند- په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې له خپلو وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې فوق العاده وړتیا او مهارت ښکاره کړ.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان ایف کمبل نن د افغانستان له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په شمال او جنوب کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو ته په اشاره وویل:«افغان ځواکونه په یوازې توګه د هیواد په ګوټ ګوټ کې مخالفان ځپي او وروستي عملیات یې د فوق العاده وړتیاوو ښکاره مثالونه دي.»

ده دا هم وویل چې دوی په تربیوي او مشورتي برخو کي د افغان ځواکونو ترڅنګ خپل ماموریت ته دوام ورکوي او باور لري چي افغان ځواکونه د مخالفانو د ځپلو وس لري.

د افغانستان اجرايي ريیس ښاغلي عبدالله وویل چې افغان امنیتي ځواکونو کلونه کلونه د مخالفانو پر ضد وسلواله مبارزه کړې او په دې موده کي یې لوی تعداد ترورستان، چي د نا امنۍ لامل کېدل، وژلي دي.

ده د افغان امنیتي ځواکونو وروستي عملیات مهم وبلل، ویې ویل چې دا عملیات باید نور هم وغځېږي څو په ټول هیواد کې د مخالفانو پټنځایونه په نښه شي.

په وروستیو څو میاشتو کې وسله والو طالبانو د نړیوالو ځواکونو له تشې څخه په استفاده د هیواد په محتلفو سیمو کې پراخ او جبهه يي بریدونه پیل کړي چې په نتیجه کې یې پر ښکېلو خواوو سربېره ګڼ شمېر ملکیان هم وژل شوي دي.

د ملګروملتو له شمېرنو سره سم د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې د ملکي افغانانو د تفاتو شمېر په تېرو ۱۴ کلونو کې د هیڅ ورته مودې له تلفاتو سره د پرتلې وړ نه دي.

طالبانو سږ کال لږترلږه د دوو ولایتونو مرکزونو د نیولو هڅه وکړه حال دا چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې هیڅکله هم د کوم ولایت د مرکز د نیولو لټه نه وه کړې.

همدا اوس د اروزګان یو شمېر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي او ګڼ شمېر نورې ولسوالۍ د دې ډلې تر فشار لاندې دي خو له دې سره سره ګومان کېږي چې طالبان به دې نتیبجې ته رسېدلي وي چې د بهرنیو ځواکونو له حضوره پرته هم د افغانستان د دولت د پرزولو لپاره د دوی تصور عملي کېدای نه شي.

2 thoughts on “جنرال جان کمبل د خپلو مخالفانو په وړاندې د افغان ځواکونو وړتیا فوق العاده وبلله”
  1. اې سربازه ياره خيژه په مورچل باندې
    کمپبېل ګله سپي مو راپسې خوشي کړيدي تاسې دخير په غونډۍ کيناستۍ کله طالب ته نمبرې ورکوۍ چې حملو ته يې زور ورکړي کله بيا موژ ته دسرباز سندره وايې چې نه تاسو هم بدنه يۍ

  2. طياره او نور مهمات پاكستان او طالب ته وركوى افرين موز ته وايي
    عجبه زمانه ده هم دا كوى هم دا

ځواب ورکول شيرمحمد تڼيوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *