جنرال خوشحال سعادت

تاند، شنبه، د حمل ۲۳ مه: جنرال خوشال سعادت د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت د تصدۍ معین وټاکل شول.
د کو نیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په فیسبوک دا خبر تایید کړی دی.

نوموړی څه موده وړاندې د ارشد معین له څوکۍ لرې او د دفاع وزارت د تعلیم او تربیې معین وټاکل شو چې له کبله یئ سعادت مرور او دوبۍ ته ولاړ.

نوموړي له شمشاد سره په یوه مرکه کې ګیله کړې وه چې ولسمشر ورته حتی د لیدو وخت نه دی ورکړی او نه یې هم ورته ویلي چې ولې له دندې ایسته شوی دی.

جنرال سعادت په انګلستان ملي نظامي اکاډمۍ کې پوځي زده کړې کړې دي او د کونړ اوسېدونکی دی.
هغه په افغانستان کې د پولیسو د ځانګړي ځواک سي آر یوو قطعې له قومندانۍ دنده پیل کړه او دغه ځواک یې ۷۶۰۰ تنو ته ورساوه.

نوموړي تېر کال په کابل کې د مسعود د تلین په ورځ د هغه د ټوپکیانو پلویانو په ځپلو سیاسي دښمنان زیات کړل او لومړۍ نیوکه پرې اجرایه رییس وکړه.

خوشال سعادت په سیاسیونو کې په بچه فلم او د بهرنیو ځواکونو تر منځ د طالبانو.ښکاري او نظامي سکالر مشهور و.
د هغه په بیا راګرځیدو ټولنیزو رسنیو کې تود هرکلی روان دی.

One thought on “جنرال خوشال سعادت ته دا ځل بل مهم مسوولیت وسپارل شو”
  1. صدر محترم غنى صاحب رمضان بشر دوست صاحب ته هم ىو وزارت ورکره.مننه ده لرى پختونخوا نه

ځواب ورکول Dr Rehman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *