کله چې یو څوک په خپل کار کې ښه نه وي باید له کاره ګوښه شي، که ښه وي باید تقدیر شي دا یو عمومي اصل دی چې ټوله نړۍ یې تعقیبوي.

په افغانستان کې د دې لپاره چې امنیتي وضعیت ښه نه دی نو د امنیتي چارواکو په عزل او ټاکنه کې باید ډير احتیاط وشي. خوشال سعادت هغه څوک دی چې کله د کورنیو چارو د امنیتي معین په توګه وټاکل شو ولسمشر اشرف غني دی ډير وستایه او هغه ویډیو یې په فیسبوک کې ښایي تر ډيرو ډير لیدونکي لري چې په کونړ کې له قومي مشرانو او د ولایت له چارواکو سره ناست دی خبرې کوي او ولسمشر د جنرال سعادت په برخه کې وایي چې داسې کس مې نه دی درته ټاکلی چې تر دې وروسته به زورواکان ترې خوځي.

ایا ولسمشر غني هغه وخت تیروتی و که اوس یې سهوه کړې ده؟

خامخا له دې دوو سوالونو د یوه ځواب هو دی.

بل لور ته که چیرته حکومت دا مناسبه بللې وي چې خوشال سعادت د کورنیو چارو د وزارت له معینیته لرې شي نو ولې یې په داسې وخت کې لرې کوي چې د عامو خلکو په اذهانو کې ډير ستر شوی دی، په تیرو دوو اونیو کې دی د میدان وردک، هلمند، کندهار، فراه او هرات ولایتونو په سفر ولاړ هرځای یې ویډیوګانې خپرې شوې چې د هغو پولیسو پوستې له لارې لرې کوي چې د غلا او رشوت تور پرې پورې شوی دی او په هلمند کې د جګړې لومړۍ کرښې ته له ټوپک سره ځي.

که حکومت تصمیم نیسي چې یو مقام چې په خلکو کې محبوب شوی وي له دندې ګوښه کړي نو باید هغه پرې نه ږدي چې په حقیقي یا مصنوعي ډول مشهوره شي او د خلکو زړونو ته لار وکړي، حکومت نظام لري، استخبارات لري ډیر امکانات لري د یوه مقام چې د خلکو خوښیږي د لري کیدو لپاره باید دلایل ولري او داسې دلایل وړاندې  کړي چې خلکو ته د منلو وي.

خو حکومت په داسې حساس وخت کې چې د انتخاباتو نتیجه یې معلومه نه ده، طالبان خبرې ورسره نه کوي، د جنګسالارانو فشار پرې زیات دی، په کابل کې له تیرو څو اونیو راهیسې د خلکو ستر شکایت دا و چې غله او کیسه بر زیات شوې دي نو هیله دې ته وه چې خوشال سعادت به یې مخه نیسي.

د کابل د جنګسالار ځپلو اوسیدونکو د هیلو سربیره حکومت له دوی څخه یوه هیله اخلي، ولې؟

البته دا د حکومت کار دی چې یو څوک له یوه ځایه بل ته تبدیل کړي خو دا یې حق نه دی چې د خلکو پر هیلو خاورې واړوي.

3 thoughts on “جنرال خوشال سعادت ولې له دندې ګوښه شو؟| اتل افغان”
  1. تر څو چه می د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي سلاکار ښاغلی جنرال خوشحال سعادت غبرګون او عکس العمل نه وی اوریدلی، تر هغی پوری به ارام او خاموشه یم.

    اول کیدایشی په دغه ادلون بدلون کی خیر وی؟ هیله مند یم چه یو وخت ښاغلی سعادت د دغه وزارت لوی درستیځ یا د دفاع وزیر شی.
    خو دا چه د اوس لپاره اوازی داسی دی چه ښاغلی سعادت د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د رییس په توګه ګومارل شوی دی. که چیرته دا کار د انتخاباتو څخه وروسته شوای وای ښه به وای، نه په اوسنیو حالاتو کی.

    دوهم کیدایشی په دغه ادلون بدلون کی شر وی؟ هیله مند یم چه په دغه خطرناکو، امنیتی، کودتایی او انتخاباتی ډیرو اساسو شرایطو کی ښاغلی اشرف غنی ډیر زیرکه او بیدار اوسی. که نه لري نه ده چه بی ګونده، بی تنظیمه او بی پري اشرف غنی به ډیر ژر د دښمن په خطرناکه لومه او جال کی ونښلی.

    وخت ډیر اساس دی ښاغلی ولسمشر ته پکار دی چه د ژور فکر او سنجش څخه کار واخلی.

  2. سلامونه،
    دا خو د استعمار،ارتجاع او د داخلي ګوډاګیانو کار دی چې که څوک د دوی او دبادار ناروا او حرامې ګټې وڼنګوي او د ولس د مظلومو او فقیرانو په نفع کارونه وکړي او د خلکو زړونه لاس ته راوړي ، عاقبت ېې د جنرال خوشحال خان سعادت په شان کیږي.
    که اشرف غني دا فرمان امضاء کړی وي ، خپله امضا دې بیرته واخلي ،او که نه کابل او نورو ولایاتو کې به د پخوا نه لا ډیرو لڼډغرتوبونو شاهد واوسي!.

  3. جنرال سعادت په رښتیا هم ددی خاوری یو ملی قهرمان دی او باید د قهرمانی میدال ورکړل شی ، هغه چه کومی هلی ځلی کوی ددی وطن دملی منافعو او قانون د حاکمیت په خاطریی کوی ، یو با هدفه ، صادق ، تقوی داره ، او دوطن ملی ګټو او ترقی ته ژمن نظامی چنرال دی . اوس چه د ملی دفاع دوزارت د ښونی او روزنی رئیس ټاکل شوی کولای شی چه د ځان په شان په زرهاوو قهرمانان وروزی او وطن دخدمت د پاره یی چمتو کړی ، بنآ د ملت دا توقع ده چه باید خپل صادقانه خدمت ته چه وطن ورته ډیر ضرورت لری دوام ورکړی ، او د خائنانو او بخیلانو د تبلیغاتو تر اثر لاندی یوه ذره هم را نشی . زموږ جنګ ځپلی هیواد او ملت دغسی قهرمانانو ته ضرورت لری او هیڅ وخت ددوی قهرمانی د یاده څوک نشی ایستلی ، ځکه ملت اوس هغه د ۴۰ کلو مخکی ملت نه دی ، ملت اوس ډیر بیداره شوی ، خپل اتلان ، او صادق خادمان پیژنی او خپل بیرونی دښمنان او دهغوی تالی څټی داخلی اجنټان هم تر پخوا ښه پیژنی .

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *