زلمی رسول

تاند- د راپورونو له مخې ډاکتر اشرف غني احمدزی له جنرال عبدالرشید دوستم سره موافقې ته ورسېد چې نوموړی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپل دوهم مرستیال معرفي کړي.

ډاکتر احمدزي مخکې لا د دوهم مرستیال په اړه له سرور دانش او رمضان بشردوست سره خبرې کړي دي.

جنرال دوستم نن د وسله والو قواوو له درستیزوالۍ رسماً استعفا وکړه.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول نن له دندې استعفا ورکړه څو ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي.

تر رسول مخکې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي او رحیم وردک هم استعفا کړې وه.

10 thoughts on “جنرال دوستم او زلمي رسول له دندو استعفا وکړه”
  1. ډاکټر اشرف غنی احمدزی که د دوستم سره یو ځای شی پدی پوه شی چی د توتانو په تول کی لاړ. هیله ده چی احمدزی صاحب د دوستم سره چی یو جګړهمار ، خاین او لاسونه یی د ملت په وینو سره دی یو ځای نه شی. موږ له ډاکټر صاحب اشرف غنی هیله کوو چی د رمضان بشردوست سره یو ځای شی انشالله چی بری به یی حتمی وی.

    1. اشرف غني باید د دوستم پرځای د رمضان بشردوست سره لاس یو کړي.

      — کیدی شي اشرف غني دوستم د عطانور د ځپلو پخاطر را خپل کړی وي. په سیاست کې هر وخت سپین په تور او تور په سپین کې ورک وي.

  2. په اوسنیو حساسو شرایطو کی هر هغه څوک چی د افغانستان ملی وحدت تامین کړای شی او هیواد اوخلکو ته خدمت وکړی هغه به د افغانستان مشر او رهبر وی. که مونږ په تیرو خبرو پسی وګرځو فکر کوم چی د افغانستان له دیرش میلیون خلکو نه به شل میلیون حتما کومه جرمی سابقه ولری .
    هرڅوک چی ولسمشری مقام ته رسیږی باید چی به اول ګام کی د افغانستان ملی وحدت تامین کړی او هر هغه څوک چی د پردیو په لمسه خپل هیواد ورانوی ، قانون ته تسلیم کړی ، هیواد کی امن او سوله راولی او د معارف او پوهی دروازی د افغانستان د هر بچی پر مخ پرانیزی، او تول هیواد وال خپل هیواد خپل اصلی ټاټوبی او کور وګڼی او په آبادولو کی یی جدی کار او زحمت وباسی.
    دا هیواد پر ټول حق لری چی کار ورته وشی او په مقابل کی هیڅوک هم استثنا نه شی . اسستثنا د بن په کنفرانس کی زمونږ یو شمیر هیواد وال له مرګ سره مخامخ کړل او یو شمیر نورو مزی ، چړچی وکړی او جنګ لا تر اوسه روان دی

  3. زه د ښاغلی ښاکر سره پوره موافق یم. اشرف غنی په دوستم کی څه لیدلی چی هغه ددوهم مرسیال په توګه ټاکی. دا ریښتیا ده چی د هغه سره به څو نفره ازبک ولاړ وی مګر د هغه په سر کی خو هیڅ ماغزه نشته هسی خالی یو کدو دئ. داچی د سیاف په شان یی په منافقت، د ونی له یوه شاخه بل شاخ ته ټوپونه غورځوی دا دهغه یوه خوش چانسی ده او که خدای وکړه وخت به یی راشی بیا به نود دی ملت خلک ورسره حساب او کتاب وکړی. که اشرف غنی هم د کرزی په شان په قومی انډول پسی ګرزی نو تر ټولو غوره شخصیت به رمضان بشردوست وی. رمضان بشردوست که هزاره دئ او که هر څوک دئ خو هغه یو وطن پرست او ایمانداره افغان دئ، نه یی خلک وژلی او نه یی په فساد کی برخه اخستی.
    جناب احمد زئ صاحب ! لطفآ د خلکو غوښتنی په نظر کی ونیسئ. که خدای مکړه په ټاکنو کی بریالی هم نه شئ نو حد اقل خپل وجدان او خلکو ته خو به مسولیت نلرئ. پریږدئ دا د ګیلم جمانو د سر قوماندان انډیوالی.

  4. دجمهوری ریاست کاندیدان پدی فکر کی ندی چه دافغانستان خلک چاته ووت ورکوی هغوی پدی سوچ کی دی چه تر هرشی دمخه دغربیانو ووت تر لاسه کی نوبیا دخلکو غولول آسانه دی او خلک هسی هم دوی ته مهم فکتور ندی که وای نو دوی باید ددوی د انتخاباتو تیم له پخوا معلوم وای . زما په فکر دا مظلوم ملت لدی انتخاباتو دی کوم خاص امید نلری که نه بیا ناامیده کیزی.وسلام

  5. The people who trying to be president of our poor nation fighting for their own interest , dostum is killer of 8000 PASHTOONS if ahmadzi want him a close ally then it’s mean ashmadzai is full looser

  6. که اشرف غنی احمدزی جنرال دوستم خپل دوهم مرستیال وټاکی نو دا به له ټول ملت سره خیانت وی او خصوصا له پشتنو سره او په همدا ډول به خپل ځان په دی انتخاب سره ناکام کړی . دځوانانو یواځنی هلیه ډاکتر صاحب ته وه خو کله چی د دوستم خبره رامنځ ته شوه نو له ډیرو ځوانانو می واوریدل چی دا یو کاندید مو درلود خو هغه هم خپل مرستیال یو خاین ،خونکار او بی دینه انسان چی نه له اسلام څخه خبر دی او نه یی دی خوار ملت ته کوم دست آورد درلود بغیر له دی چی ددی مظلوم او خوار ملت په وینو یی لاس سره

  7. زما نظر بیا بل شان دی،
    په ټولنه کې یو خوا سپڅلي حقیقتونه (یا رښتیا) دي خو بل خوا ترخه واقعیتونه دي چې منل یې دذهرو د ګوټ تیرول دي، خو چاره ترې نه وي.
    د افغانستان سیاست له ۱۳۶۰ کال راهیسې روسانو قومي کړی او امریکایانو تر هغه لا ژور کړ.
    دوستم په ازبکو کې یوازنی بی حریفه رهبر دی. د ازبکو ټول ووټ ورسره دی. له بلې خوا د هیواد شمال د افغانستان د وحدت لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. خو متاسفانه پر دوستم د کمونست او د پښتنو د قاتل ټاپه هغه څه دي چې د ده معنویت او شهرت یې سخت زیانمن کړی دی.
    بله مهمه خبره داده چې په شمال کې استاد عطا دا ۱۲ کاله یو موازي حکومت جوړ کړی دی. په کابل کې هم جمیعت او شورای نظار د کرزي صیب سره پدې توافق کړی چې مشري د کرزي او نور ټول حکومت د جمیعت او شورای نظار.
    نو که ملي ګټو ته وګورو نو د تاجکو د انحصار پر ځای له ازبکو او هزاره و څخه معاونین د افغانستان او پښتنو په خیر دي. ملي وحدت، د تجزیې مخنیوی او د جمیعت او شورای نظار د انحصار د مخنیوي ټول رازونه پکې نغښتي دي.
    زما ډاکتر صیب غني، دوستم او هزاره ورونو ټولو ته دا مشوره ده چې جنرال دوستم ته قناعت ورکړي تر څو د ازبکو ورونو څخه یو بل کس معرفي کړي، چې د مخالفینو د تهمتونو او بهانو مخنیوی هم وشي او د هیواد او ملت په ګټه ستراتیژیکه ګټه هم لاس ته راشي.
    که داسې و نشي، بیا نو د روڼ اندو دنده ده تر څو ملت پر دې پوه کړي چې دا اتحاد که هر ډول وي، خو ګټه یې تر اختلاف ډیره ده.
    توکلت علی الله

  8. د ما په نظر که چیر ې احمدزی صاحب دوستم د دوهم مرستیال په صفت ومنی ، لویه تیروتنه به یی وی چه جبران کول به یی احمدزی صاحب ته ګران وی او په دی پوه شی چه احمدزی صیب به له جنرال دوستم څخه بدتر وی ځکه جنرال دوستم ته خپل عیبونه دومره نه معلومیږی لکه څومره چه احمدزی صاحب ته معلومیږی. نو که چیری احمدزی صیب دا کار وکړی چه دوستم خپل دوم معاون ومنی نو په راتلونکو ټولټاکنو کی خو د هغه ناکامی لاپریږده ،د ابد لپاره به یی نوم بد شی.

  9. احمدزي صاحب بايد ددي ملي خاين به خبرو باور نه كوي چه زه دري ميليونه راي لرم بلكه دي بايد بر ولس اعتماد ولري

ځواب ورکول فیروزخان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *