تاند- د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د خپل کور او دفتر د محاصره کېدو خبرونه رد کړل، ویې ویل چې په دې اړه د رسنیو خبرونه حقیقت نه لري.
نن /سې شنبه/ په ګڼو راپورونو کې ویل شوي وو چې د کابل ګارنیزیون د جنرال دوستم او د هغه د سلاکارانو کورونه او همداراز په صدارت کې د لومړي مرستیال دفتر محاصره کړي دي.
شاهدانو هم وویل چې د دوستم د کور په کوڅه کې زغرګاډي ولاړ دي او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
ښاغلي دوستم په خپل کور کې، په داسي حال کې چې یو شمېر پلویان یې هم حاضر ول، خبریالانو ته وویل«که مې کور یا دفتر محاصره وای، د افغانستان د امنیتي ځواکونو مشرتابه به اعلان کړی و.»
ده په عین حال کې د خپل کور او دفتر په شاوخوا کې د ټانکونو او زغرګاډو موجودیت تایید کړ، ویې ویل چې دا په کابل کې د امنیت لپاره عادي چاره ده او د ده او ولسمشر ترمنځ له اختلاف سره هیڅ تړاو نه لري.
جنرال دوستم وویل چې ډېرې دسیسې روانې دي چې د ده او ولسمشر ترمنځ اړیکې خرابې شي.
دوستم وویل، که د ده او ولسمشر ترمنځ احتلافات هم وي، د دولت او حکومت د پیاوړتیا او د افغانستان د نظام د ټینګښت لپاره به وي.
تاسو خپل خپل مطلبونه لری دخدای خاطر وکړی اولس نور مه زاوروی دشهر په منځ کی هرج ومرج دلارو بنداول دا ولی ؟دشهر اصلی ټیکه داران که تاسو یاست بیا نو حق لری شهر کوڅی واټونه بند کړی او که بیا هسی دخلکو ازار نه خوند اخلی نو بیا ملت ته پکار ده چه درونده او غښتلی ګا مونه پورته کړی دا څه حال دی هره خوا بد بختی هره خوا ویر وماتم هری خوا ژاړه او فریاد هره کوڅه کی خود مختاری دا حالت نور دلیدو ندی دخلکو غوښتنو ته ځواب ورکړی خلکو ته روزګار پیدا کړی .