تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم ادعا کوي چې ملا اختر محمد منصور یو وخت ده ته د نورو طالب بندیانو جاسوسي کوله.

جنرال دوستم، چې د شمال په څو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد له یوې میاشتې عملیاتو وروسته کابل ته ګرځېدلی، پرون ماښام په یوه خبری غونډه کې وویل چې ملا اختر محمد منصور په ۲۰۰۱ م کال له ده سره بندي و او ده ورته دنده سپارلې وه چې د نورو بندیانو جاسوسي ورته وکړي.

د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د امریکا له لوري د طالبانو د رژیم د پرزېدو په مهال په زرګونو طالب بندیان جنرال دوستم او د شمال ټلوالې نورو غړیو ته په لاس ورغلل چې اکثره یې په خورا په بې رحمۍ په ډله ییز ډول ووژل شول. د اسیر شویو طالبانو په منځ کې د دوی ځیني مهم مشران هم شامل ول.

خو جنرال دوستم، چې د شمال د یو میاشتني سفر په لړ کې له څو ځانمرګو بریدونو روغ وتلی مګر سخت یې عصبي کړی، تور لګوي چې د پاکستان آی ایس آی د طالبانو په مرسته د ده د وژلو لپاره پلانونه جوړوي.

ده خبریالانو ته وویل:«پاکستان څلور انتحاریان راولېږل چې ما ووژني.»

دوستم دا هم وویل چې د انتحاریانو واسکټونه په پاکستان کې جوړ شوي وو.

9 thoughts on “جنرال دوستم: د طالبانو اوسني مشر ماته جاسوسي کوله”
  1. د اسلامي امارت دزعیم په اړه د دوستم ادعاوې حقیقت نه لري / مجاهد
    01-09-2015

    په دا وروستیو کې دګلم جم ملیشو مشر دوستم د کابل ادارې له مرستیالۍ سره هڅه کوي چې ځان پوه، هوښيار او په حالاتو خبر وښيي، خو الحمدلله حماقت يې نه پوټيږي له هرې خبرې سره يې اصليت بربنډيږي او له کم عقلۍ څخه يې خلک خبريږي، تیره ورځ په داسې حال کې چې له فاریاب او سرپل ولایتونو څخه تش لاس کابل ته راوتښتيد، دکومو سیمو دنیولو ادعاوې يې چې په رسنیو کې کړې وې، له ګلم جمو څخه د هغو سیمو د بیرته تصفیه کیدو خبرونه يې هم واوریدل.

    جنرال دوستم کابل ته په رارسید په دروغو سره ادعا وکړه چې د اسلامي امارت نوی زعیم محترم ملا اخترمحمد منصور حفظه الله له ده سره په ۲۰۰۱م کال کې بندي وو او داسې نورې اوتې بوتې.

    په داسې حال کې چې د اسلامي امارت زعیم له دوستم سره کله هم بند نه دی تیر کړی، یوازې په ۱۹۹۷م کال کې کله چې دوستم له شمال څخه د ترکې هیواد ته وتښتید، او جنرال مالک له مجاهدینو سره غدر وکړ، هغه مهال د اسلامی امارت اوسنی زعیم چې هغه وخت د هوانوردۍ وزیر وو د شپږو میاشتو لپاره د جنرال مالک سره په بند کې پاتې شو او دهغه کال په جریان کې بیرته راخوشي شو.

    وروسته له هغه بیا نه بندي شوی او نه هم د دوستم لاس ته ورغلی دی.

    داچې دوستم به ولې دومره ښکرورو دروغو ته ملا تړلې وي، او د ۱۹۹۷م کال خبره چې د جنرال مالک سره پيښه شوه، د ۲۰۰۱م کال ته را اړولې وي، ښايي علت يې داوي چې دوستم غوښتل له خپلو بالفعله ناکاميو څخه د خلکو ذهنیت په بلخوا مشغول کړي او په خپل شکست پرده خوره کړي

    ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

    ۱۴۳۶/۱۱/۱۷ هـ ق

    ۱۳۹۴/۶/۱۰هـ ش ــ 2015/9/1م

  2. جوال دوستم په خپله لکله جلالر دروس او آمرـ یکا(کا ګې بې او سي آی اې ) جاوسوس دی۰
    د کارته نو ، شاه شهید ،مکروریان ،دلیلي ددښتې ، مجرم قاتل ۰دغه کس ولې محکمه کیږي نه ؟؟هرغل اوزنا کار زمونږ سیاستوال دئ۰

  3. وایی ملامنصور دجنرال مالک سره شپږ میاشتی بندي وو، ددوستم سره خوهیڅ نه دی بندي سوی سخت شنه درواغ یی وویل شرمیږی هم نه یا کیدای سی هغه بل منصورسوی وی اودی به دهغه خیال باندی کوی

  4. جنرال صا حب اکثرا په حال نه وي دده ټول عمر په نیشه کې تیریږي د خمار حا لت هم نشي زغملۍ کیدای شي په دې وخت کې به هم ښه ډیر غرق وه ، خو ملا صا حب هم نه پیژنو خدای د وکړيچې د صلحې لاره غوره کړي چې نور دا مظلوم ولس د جنګ توان نه لري

  5. دا سړی (منصور) څه ارزښت لري چې تاسو ورباندې دومره تبصرې کولېږ د دوستم په خبره کې یوه زره شک مه کوئ. منصور او زرګونه نور طالبان چی اوس ځانونو ته لوی لوی قومندانان وایی عادی او نهایت معمولی چړیان وو، که پاکستان وغواړي سبا به منصور چپراسی کړي او خپل یو چواړی به د اسلامی امارت امیر اعلان کړی او په افغانستان کی د کم عقلانو شمېر کم نه دی چی په امر یی دوه شل کاله نور وجنګیږی . ملا عمر دوه کاله پخوا په کراچۍ کي مړ شوی و، هیڅوک هم پری خب نه و.

ځواب ورکول مولوی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *