تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې هلمند به د وسله والو طالبانو له وجوده پاک کړي.
جنرال عبدالرشید دوستم د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري پر یوه کور د هاوان د ګولیو د ویشتلو په نتیجه کې د ۲۸ تنو ملکیانو له وژل کېدو وروسته وویل چې دا وضعیت به بدل کړي او د هلمند ځورېدلیو خلکو ته به امنیت راولي.
د وروستیو راپورونو له مخې د هلمند د سنګین ولسوالۍ د پنجشنبې د شپې د تلفاتو شمېر ۲۸ تنو ته زیات شوی دی.
د دې پېښې په خاطر د افغانستان د ملي اردو دوه عسکر، چې د واده پر کور یې د هاوان مرمۍ ویشتې وې، محاکمه کېږي.
جنرال عبدالرشید دوستم تر دې مخکې ویلي و چې شل زره کسیز ځواک یې تیار کړی او غواړي چې لومړی د هیواد شمالي ولایتونه له طالبانو پاک کړي او بیا خپل تصفیوي عملیات کونړ ته وغځوي.
جنرال دوستم، چې د افغانستان شمالي ولایتونو ته په سفر تللی دی، هڅه کوي چې د دولت وسله وال مخالفان د خبرو له لارې پخلا کړي. ده په تېرو څو ورځو کې لږترلږه ۳۰۰ وسله وال مخالفان له جګړې لاس اخیستلو ته هڅولي دي.
جنرال دوستم هڅه کوي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان بې جګړې سولې او پخلاینې ته تیار کړي خو ویلي یې دي چې ممکن کندوز او کونړ د جګړې له لارې تصفیه کړي.
دافغانستان ددولت دجمهورې رياست لمړی معاون محترم جنرال دوستم ته يوه
مسلکی مشوره .
په ډيره بخشنې سره تاسي فعلاءلوړه نظامی پوهه او نظامی لو ړ مورال او نظامي سوق وادره او نظامی انظباط لرونکی جنرال ئ.
دوستان هم لري او دشمنان هم لری او سياسی رقيبان هم لري.فعلاء ته کوچني او پرونې جنرال دوستم نه بلکه ته نن دافغانستان پيژندل شوی څيره دذور نه بلکه انتخاباتی څيره يعنی دوهم شخص ياست.رقيبان درته کمين کې ناست دی ستا هر څه هره دقيقه دکنترول او ستا اشتباهاتو ته منتظر دی.
ددی دپاره چه په خپلو چارو کې کامياب او نيک نامه دخلکو زړو کی ځاې ونيسی او دشمن دی شرمنده وی لاندې کوچنی مشوره.
اورم او اوريدلی می دې چه يوه شل زريزه پوځی ادارره په پشو ودروې.ضرور ده ?
۱/دی شل زريزه پوځ ته مخکې دهر څخه قانوني بڼه ورکړه.
۲/قانونی بڼه داچه ددي قوی نظامی تشکیل يا دری ګونو امنیتی اورګانو کی چه کوم کی ته غواړی دريس جمهور دفرمان په اساس ځاي په ځاي کړه .
۳/ اويا درياست جمهوری په چوکات کی ديوی مستقلانه ضربتی قوادخپل لاس لاندي په پشو دريس جمهور دفرمان په اساس په منظم نظامی تشکيلاتو په لرلو سره ودروه.
۴/داعاشی اواباطی دپاره مطابق داردو ادآری سيستم ته لازمه پاملرنه په کاردی.يعنی هرڅه ديو منظم سيستماتيک پلان په اساس جه قانونی او اصولی بڼه ولری مخ په وړاندی بوول شي.
۵/منظمه قطعات او منظمه تعلیم اوتربيه او ديو واحد اداری سيستم له لاری په پوره نظم او دسپلين لرلو سره په نظامی قرارګاه وو کی ځای په ځاي شی.
که چيری داکار عملی شی ستا وظيفه وی شخصيت به لو ړ او په تودو کی به داحترام وړ شخصيت اوسی.
داسی خدای ناخواسته نه شي چه تشکيلات او خرچ معلوم نه وی دبيتالمال څخه پيسی وکاږی دحساب دنه ورکولو په علت دمالی وزارت له خوا قانونې نقدی جر يمی سره مخامخ او ولسونو کی درپسی بی ځايه ډنډوری خپری شی.
په اخرکی درته ليکم زه هر نوعه نظامی اپراتيفی او استخباراتی,قانونی, دکار پوه په هکله حاضر يم دخدمت په برخه کی درسره برخه واخلم .
جنرال حبيبالله جلالزوی دهالند څخه.
اګر چی زه نظامی کارپوهه نه یم خو یوه موضع په سیاسی لحاظ تحلیل او تجزیه کولای شم.د افغانستان تیری ۴۰ کالنی جګړی تاریخ ته که نظر واچول شی او په ځانګړی ډول په همدغه جګړه کی د دوستم رول وڅیړل شی جوتوی چی داسی ملشیی ګروپونو چی دوستم هم لرل منفی پیلی لرلی دی، همدغه د دوستم ملشو چی د ګلم جم په نوم یی په خپل وخت کی شهرت درلود ناوړه اعمال تر سره کړی دی د خلکو، مال ناموس باندی یی تیری کړی دی او بلاخره یی خپله لاره پریښی ده او په نتجه کی یی د همهغه وخت د ډاکټر نجب الله حکومت چی د ملی روغی جوړی لپاره یی صادقآ هلی ځلی کولی له پښو وغورځوه دا یی نتجه دا چی موږ ورسره مخامخ یو.
زه د پورته دواړو خنرلانو دوستم او جلالزوی دا نظر چی ۲۰ زره کسیزه ملشه د جوړه شی په کلکه ردوم په افغانستان کی جګړه نتجه نه ورکوی او پدی دول تاسو هر یو جنرال صاحب دوستم او جنرال صاحب جلالزوی ته به زموږ وړاندیز دا وی چی د چرکی جګړو تاریخ په افغانستان کی او نوره نړۍ کی ولولۍ بیا د نوی ۲۰ کسیزی ملشی پر جوړولو غور وکړی..زموږ مطلب د چرکی جګړو څخه یادونه دا ده چی دا ۴۰ کاله په افغانستان کی چرکی جګړه روانه وه او که چیری په زور او قوت بریالی کیدلای شوه نو ناتو چی خپل ټول زور یی وازمویه مهار کړی وای. هیله ده چی پرجګړه تکیخ ونه شی بلکی نوری لاری چاری په کار واچول تر څو جګړه ختمه شی. په ۲۰ په ۲۰ میلونه ملشه یی بیا هم نه شی مهار کولای.
هیله ده چی زما نظر په غور سره واوری.
شاكر جانه دانتقاد خخه دي مننه؟مكر كه جيري محتوا أويا دمضمون عنوان ته توجو وكري.جه هلته خه بشنهاد شوي ولي زما ليكنه ته كه وكوري زما بشنهاد دادي جه د بخواني حالت نه كه قانوني تشكيل، أودّ قانوني نظامي به شكل نظامي قطعاتو ته داخل شي بهتره به وي مونز دجنك دباره نه بلكه داخلي امنيت او ددشمنانو احتمالي حملو به خاطر.كه زما اول بشنهاد وكوري ما ليكلي كه دا٢٠٠٠٠زريزه قوه به دري أمنيتي وزارتونه كي تنظيم شي بهتره ده نه دجنك دادامي به خاطر بلكه دجنك دختمولو او امنيت راوستلو به خاطر..
زما هدف جلو كري دملي شي قواو خخه جه شه بايله ءي نه درلوده بهتره داده جه دقواي مسلح به ليكو كي تنظيم ترخو دنظامي أنظباط او دسبلين لاندي سوق او اداره شي.به عين زمان كي لور بوري ورباندي بد نامه هم نه شي.